شعـــــرونه

سپین قرآن به خام او هر پاخه کور ته رسیږي/ کامران

راشد کامران
دا اِلهي نور دی چې پړکا کوي، ځلیږي
سپین قرآن به خام او هر پاخه کور ته رسیږي

دا څه د احبارو او رُهبانو خواهشات نه دي
دا خدایي کلام دی، نه ختمیږی نه بدلیږي

ورک شو نوم نشان د ابوجهل او عتبه شیبه
لات، منات یواځې کتابونو کې یادیږي

څوک وایي یواځې مصحفونو کې ساتلی دی
کله له تختیو د سینو څخه ړنګیږي

ورشئ له عمر نه یې پوښتنه د اثر وکړئ
کاڼي کاڼي زړونه یې طه ته ویلي کیږي

دا ملت مقام د خپل قرآن او رسول پیږني
لوی، واړه، ځوانان یې په حرمت باندې ځاریږي

غوږ دې شي راشده دښمنان زموږ د دین، ملت
چیغه د توحید به یې له کوره پورته کیږي

راشد کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx