افغانستان

د سره صلیب نړیوالي کمېټې نوې مشرې د افغانستان له خلګو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، لړم۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له پخوانې مشر ایلوا فیلیون او نوې مشرې کاتارینا ریټز سره تودیعي او تعارفي لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده لیدنه کې ښاغلي ایلوا افغانستان کې د سره صلیب د فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت لخوا د چمتو شویو اسانتیاؤ او مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه له ځان سره ښې خاطرې وړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سره صلیب نړیوالې کمېټې د پخواني مشر خدمتونه ستایلي او د دې کمېټې نوې مشرې ته يې په اړونده چارو کې د همکاري ډاډ ورکړی دی.

همدارنګه خبرپاڼه کاږي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې نوې مشرې د افغانستان له خلګو سره د دې کمېټې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx