ادبي لیکني

د ولې د چاپې احساس کوم؟

نقیب الله “ارمان”

شپې تر یوې بجې ویښ وم، د بدن په ټولو هډونو مې دردونه لګېدلي و، له یوې بجې وروسته په خپل ځای کې وغځېدم، خو بیا هم خوب نه راته، اړخ په اړخ اوښتم، تر دې چې د سهار اذان وشو، بیداره وم خو د پاڅېدو توان مې بدن کې نه و، سر راباندې ګرځېده، د اودس او لمانځه په خاطر پاڅېدم، خو د سورت یس تلاوت مې ونه شو کړی. بیا مې سر کېښود، خوب داسې رانه ورک و لکه د چاپې سهار.

د پسرلي او اوړي سهارونه د خپل جنتي عادت له کبله ډېر خوندور وي، د هوا نری نسیم د ونو په پاڼو نرمه موسیقي غږوي، ګلان لکه نوې واده شوې ناوې د لمر له څرک سره د مخ په اننګو سرخي وهي او خپلو مینوالو ته د مینې او خوښۍ بلنه ورکوي، ذهن او حواس د طبیعت له غېږې خوند محسوسوي، خو د چاپې سهار هغه بدرنګه سهارو، چې د انسان ذهن او حواسو به یوازې د باروتو بوی، د ګلونو رېژېدلې پاڼې حس کولی، درد، غم او اهونو به سیمه داسې بدرنګه کړې وه چې له هر چابه یې د صبر او زغم حوصله اخیستې وه، ډېرو به لوی الله جل جلاله ته لاسونه لپه کړي و او د قیامت قیام ته یې دعاوې کولې.

اوس الحمدلله په هېواد کې هر سهار ښکلی په نسیم ښکلی، په ګلونو ښکلی او د امن په رنګینیو ښکلی دی. پوهېږم چې د امن په همدې سهار کې اوسم، په غوږونو مې اوس هم د چڼچڼو شور لګېږي، د ګلانو ښکلا پوره شوې، د ونو په شنو پاڼو شمال نرۍ موسیقي غږوي، خو د شپې ناروغ وم، ټوله شپه مې خوب نه دی کړی، په همدې حال کې مې د ښاغلي مولوي ضیاءالحق حسان نوی چاپ شوی کتاب ( د چاپې سهار ) لاس کې دی او لولم یې.
زما نننۍ بې خوبي او د دې کتاب مطالعه ډېر عجیب ټکر دی، کټ مټ احساس کوم، چې نننی سهار هماغه د چاپې بدرنګه سهار دی، هماغه کرغېړن سهار چې د لمر له پړک سره سم به یې زړونه رېږدول، هماغه سهار چې د ډېرو ارمانونه به یې خاورو ته کوزول، نه پوهېږم نن شپه زما دغه ډول بې خوبي او په دې سهار کې د حسان صیب، د دغه کتاب مطالعه څنګه سره یو ځای شول؟ د حسان صیب له دې لیکنې سره زما بي خوبي غاړه غړۍ شوه او بیخي یې د ماضي غېږې ته بیولی یم.

ذهن کې مې د دوه معصومو ماشومانو او یوې بې وسه کونډې انځورونه غزونې کړي چې د خپلې خور کره د مبارکۍ په پار له خپل خاوند سره په داسې زاړه موټر سایکل روانه ده چې مبلایل یې شېبه په شېبه کمیږي، د غره سخت ځوړی دی، خاوند اړ دی چې خپله بي بي او ماشومان له موټرسایکل څخه کوز کړي، خو په دې خبر نه دی چې دغه کوزېدل یې اخري خدای په اماني هم ده.

هو هماغه خورکۍ چې د خور کورته د خوشحالۍ په اراده روانه وه، اوس د خپل خاوند د بدن له ټوټو د پاسپورس لمبې په لاس او خاورو ګلوي، د زړه نړۍ یې ورانه ده، کله خپلو ماشومانو ته غاړه ورکوي او کله د خپل ارمان د بدن هډونو ته بېدریغه نارې وهي، ولې؟ ولې؟ …
د قاري صیب صبغت الله جاهد د واده ورځ او بیا یې د نوې ناوې چیغه چې اخ لکه چې کونډه شوم، هغه داستان چې د کاڼي زړنه هم اوبه کوي.

ښاغلي حسان صیب په دې کتاب کې د کلیوالو سیمو د وګړو دردونه، د اشغالګرو او غلامانو ظلمونه او وحشتونه په ډېرې ښکلې بڼې انځور کړي، په لنډو الفاظو د یوې لویې کیسې راوړل، په لیکوالۍ کې هنر ګڼل کېږي، چې حسان صیب کې دغه هنر ښه پیاوړی دی.
زه حسان صیب ته د دې کتاب د چاپ مبارکي ورکوم،د قلم رنګ یې وچ مه شه! پای کې د حسان صیب څخه ګیله هم کوم چې ماته یې له چاپ مخکې زنګ را وکړ خو بیا دادی تر چاپه پورې نادرکه شو، باید چې ناغه ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx