نظــر

عافیه صدیقي د ویده امت مظلومه لور!

احمدجاويد شکیب

کلونه مخکې مې په یوټیوب کې د دوکتورې عافیه صدیقي یوه ویډیو لیدلې وه، چې ام اي ټي امریکايي پوهنتون کې ډیر په جرأت او بشپړ اطمنان سره وینا کوي.

په خپلې وینا کې استدلال کوي چې (( زه دا خبره ټول بشریت ته په اثبات رسوم چې ، چې اسلام هغه دین دی، چې ښځو ته يې تر ټولو غوره حقوق ورکړي دی. حتی که د دې کائناتو په بلې کومې سیارې کې هم بشریت میشت وي زه هغوی ته هم دا ثابتولی شم، چې یوازې اسلام دی چې ښځو ته یې بشپړ او پوره حقوق ورکړي دي. )) د عافیه صدیقي د استعداد او لیاقت په هکله مشهور امریکايي فیلسوف نوم چامسکي ویلي، چی عافیه فرد نه بلکه خپله یو پوهنتون ده.

دوکتوره عافیه صدیقي د ام اي ټې امریکايي پوهنتون څخه په ادراکي عصبي علومو (cognitive neuroscience) کې د دوکتورا د بشپړیدو وروسته پاکستان ته ځي او بیا مې د دې په هکله واوریدل چې په ۲۰۰۳ کال کې له کراچۍ او ځینې وایې چې له راولپنډۍ څخه اختطاف کیږي او په افغانستان کې امریکايي سرتیرو ته سپارل کیږي.

د عافیه صدیقي په هکله له دې مسئلې خبر نه وم، چې عافیه یوازې نه وه اختطاف شوې، له میرمن عافیې سره د هغې درې اولادونه پنځه کلن احمد درې کلنه مریم او شپږ میاشتنۍ سلیمان هم یوځای اختطاف او د امریکایانو بګرام زندان ته بوتلل شوي وو.

پنخه کلن احمد چې وروسته د دوکتورې عافیه صدیقي خور دوکتوره فوزیه صدیقي ته وسپال شو، د پاکستان د جمعیت اسلامي مشر ته د خپلې مور په باره کې قصه کړې، چې څنګه امریکايي سرتیرو په بګرام زندان کې زما مور د شا لخوا ټیله کړه، کله چې زما د مور له غیږ څخه شپږ میاشتنۍ شیرخوره سلیمان غورځیږي نو مور مې ښکته کیږي، چې کوچنی سلیمان پورته کړي، په دې وخت کې بي رحمه امریکايي سرتیرو زما پر مور د لیوانو په شان بریدونه پیل کړل، چې نور زه بی هوشه کیږم، همدا مې له مور سره د جدایی پیل هم دی.

د احمد د دې خبرو اوریدو سره راته د امریکا منافقانه ښځو حقوق ملاتړ ذهن ته راغی. انسان څه چې آیا ځناور هم د یوې مور او شپږمیاشتني شیرخوره ماشوم سره داسي چلند کولای شي؟

د عافیه صدیقي په اړه مې کله چې د مشهورې برطانوۍ ژورنالیستې ایوان رډلې چې له تیرو ۱۵ کلونو څخه د عافیه صدیقي پر دوسیې څیړنه کوي، ولوستل، چې څنګه افغان طالبانو غوښتل چې له امریکایانو سره د یوه امریکايي سرتیري برګډال په بدل کې عافیه صدیقي آزاده کړي؟

د رډلې د لیکنې د دې برخی لوستلو سره د طالب په افغانۍ او اسلامي غیرت او همت مې فخر وکړ او دعا مې وکړه، چې رب العالمین دې هیڅکله هم افغان نه بي غیرته کوي.

او بیا مې چې د طالبانو په خلاف د پاکستان سیاسي او استخباراتي چارواکو مداخلو په هکله ولوستل چې څنګه پاکستاني استخباراتو لومړی يې د نړیوالو او پاکستان د ټولو قوانینو خلاف د خپل هېواد یوه تبعه، یوه بي ګناه ښځه پر امریکایانو خرڅه کړه او بیا یې څنګه د خپل جرم د پټیدو او د جرم د دوام په موخه، افغان طالبان وکواښل، چې عافیه صدیقي به امریکايي زندان څخه نه خلاصوئ. که عافیه خلاصیږي نو دوه ورځو کې به مرې.

له دې سره ماته اتومي طاقت او په اصطلاح د اسلام د قلعې دعوی داران د نړۍ تر ټولو ډیر سپک، بی ننګه، بي غیرته او رذیل خلک معلوم شول. میرمن ایوان رډلې هم په خپلې لیکنې کې د پاکستاني اسټبلیشمنټ بي غیرتۍ ته په غیر مستقیم ډول اشارې سره لیکلي دي، چې عافیه به ډیر وخته له زندانه خلاصه شوې وای ؛ خو که هغه پاکستانۍ نه وای.

د عافیه صدیقي او له امریکا سره د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې مې چې د پاکستاني مذهبی او سکولار سیاسي ګوندونو او درباري ملایانو منافقت وکتل، چې څنګه د عافیه صدیقي او زرګونو پاکستاني او غیر پاکستاني مسلمانانو امریکا ته د سپارلو او له تیرو شلو کلونو څخه د پاکستان پر قبائیلي سیمو ډرون بمباري، د زرګونو پاکستانیانو د وژلو تور ، ټول سیاسي جریانونه، یوازې پر پخواني جنرال پرویز مشرف اچوي.

حال دا چې زما ښه یادیږي، چې په اصطلاح ترهګرۍ پر وړاندې جګړې کې د پاکستان اکثریت ګوندونو له مشرف سره موافقه وکړه. په خیبرپښتونخوا کې مذهبي ګوندونو انتخابات وګټل او حکومت يې اعلان کړ، د پاکستان ډیرو علماو هم د ترهګرۍ پر وړاندې جګړی کې د مشرف ملاتړ وکړ، دا خبره د پاکستان یوه مخلص عالم ډاکټر اسرار احمد خپله په یو بیان کې یادوي، چې مشرف ټول علماء ځانته غوښتي وو. ډاکټر اسرا احمد وايي ما مشرف ته وویل چې د اسلام پر خلاف جګړې کې مه داخلیږه، خو ډیرو نورو په اصطلاح چاپلوسه درباري ملایانو سخته ډیره چاپلوسي کوله.

خو اوس ټول پاکستاني سیاسي ګوندونه او مذهبي شخصیتونه د شل کلنو جرمونو تور په یوه کس، مشرف اچوئ، حال دا چې د یوسف رضاء ګیلاني خبره ویکیلیکس را اخیستي چې ویلي یې وو ( موږ به په ښکاره رسنیو کې غالمغال جوړو چې امریکا دې په قبایلي سیمو د ډرون بمباري نه کوي، نور دې امریکا خپل کار کوي.) دا منافقان خبر نه دې، چې دا منافقت به يې دلته دنیا کې وچلیږي، خو د قیامت په ورځ دا دوه مخیتوب د الله سبحانه و تعالی په دربار کې کار نه کوي. بدبختانه دپاکستان محبوب سیاستمدار عمران خان چې ۲۰۰۸ کال کی مطبوعاتي کانفرلنس وکړ او ژمنه یی وکړه، چی قدرت ته ورسیږي نو د عافیه د خلاصون لپاره جدي هڅې کوي، خو د خپل قدرتدپه وخت کې یی هیڅ ونه کړل.

کله چې شل کاله وروسته له عافیه صدیقي سره د هغې د خور ډاکټر فوزیه صدیقي د ملاقات خبرې مې واوريدې، ډیر ودریدم، چې څنګه د امت پر مظلومه لور عافیه صدیقي دومره شکنجې شوې، چې دوه غاښو یې مات شوي او پر سر باندې ضربو له کبله د اوریدل حس کمزوری شوی دی.

او څنګه عافیې د خپل کوچني زوی سلیمان چې ورک دی په هکله بار بار پوښتنه کوله او څنګه د زندان مسؤلینو فوزیه صدیقي ته د دې اجازه هم ورنه کړه، چې عافیه ته يې د اولادونو عسکونه ښکاره کړي او یوځل د خپلې خور لاس په لاس کې ونیسي او هغه سختي چې په عافیه صدیقي تیرې شوي یو څه حس کړي.

نه یوازې عافیه صدیقي په غیر عادلانه ډول زنداني شوې بلکه پرې لګیدلي تورونه ډیر د نه باور وړ د خندا او غندني وړ دي. په عافیه تور پورې شوی، چې عافیې د دوه امریکايي سرتیرو د وژلو قصد درلود. پوښتنه دا ده، چې څنګه د یوه پنځه کلن، یوه درې کلن او بل شپږ میاشتني ماشوم مور دومره خطرناکه شوه، چې تر غاښونو مسلح امریکايي عسکر چې کلونو کلونه يې نظامي او فزیکي روزنه لیدلي د وژلو قصد وکړي، بیا فرضاً دې ښځې د امریکايې سرتیري د وژلو قصد کړی، سرتیری خو يې نه دی وژلی. آیا د یوه امریکايي سرتیري د د وژلو اراده لرونکي کس ته ۸۶ کاله د بند سزا مناسبه ده؟

بیا د دروغو او پروپاګند سیلاب وګورئ، چې پاکستاني او امریکايي رسنیو د عامو پاکستانیانو او مسلمه امت د غلطولو لپاره کارول، چې کواکې عافیه صدیقي په اتومي او کیمیاوي موادو کې دوکتورا کړې. حال دا چې عافیه صدیقي بیچاره په تعلیم و تربیې کې دوکتورا کړې، د دوکتورا تیزیس يې په دې څرخیږي، چې څنګه ماشومان د تقلید له لارې کولی شي مؤثره زده کړه وکړي او څنګه کیدای شي، چې یو هلک او انجلی دولس کاله زده کړه، شپږو کلونو کې بشپړ کړي. اوس پوښتنه دا ده، چې آیا دا تحقیق دومره خطرناکه دی، چې پاکستان باید عافیه امریکا ته ته وسپاري او امریکا يې په ۸۶ کلونو بند محکومه کړي؟

زما نظر دا دی، چې په اصل کې د عافیه صدیقي د دوکتورا رسالې امریکا او پاکستان ته خطر، نه و جوړ کړی او نه هم د یوې مور نظامي مهارت امریکا او پاکستان ته خطر جوړ کړی دی، چې په پایله کې يې امریکايي سرتیري ووژني.

ستر خطر د قرآن د حافظې عافیه صدیقي هغه وینا جوړ کړی وو، چې دې پکې ویلي وو ( زه دا په اثبات رسوم چې اسلام دین هغه یوازینی د انسان د ژوند لاره ده، چې ښځو ته يې واقعی حقوق ورکړي.) د عافیه صدیقي همدې جرأت د لیبرالیزم هغه ټوله فلسفه چیلنج کړه، چې غرب يې تر سرلیک لاندې هېوادونه اشغالوي او خلک ((متمدنه)) کول نو ځکه عافیې ته دومره سخته او اوږده سزا ورکړل شوه.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx