افغانستان

په ماليزيا هېواد کې هم افغانانو ته د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل شوه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، لړم۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ماليزيا هېواد کې ميشتو افغانانو لپاره يې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د قونسلۍ ریاست او په مالیزیا هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د هلو ځلو په پایله کې په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورتونو د چاپ او وېش لړۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوه.
ښاغلي تکل ويلي دي چې مالیزیا کې د ا.ا.ا.لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د یادې پروسې د پیل په مراسمو کې په یاد هیواد کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چي په شفاف او چټک ډول به قونسلي خدمات وړاندې کوي او دغه رازبه د سفارت ټول همکاران د ا.ا.ا. په استازيتوب په ښه همږغي او هماهنګي خپلي رسمي چاري ترسره کوي.
بايد وويل شي چې وروسته له هغه چې په يو شمېر هېوادونو کې سفارتونه د اسلامي امارت ته سپارل شوي دي، په هغه هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورټ د وېش او نورو برخو کې اسانتياوې برابرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx