افغانستانخبرونه

تاجکستان د یونیم ملیون ډالرو په ارزښت د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه

تاجکستان د یونیم ملیون ډالرو په ارزښت د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه

د تاجکستان د ولسمشر ښاغلي امام علي رحمان له لوري په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله چي زیات مالي او ځاني تلفات یې اړولې د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت جنسي مرسته چي خوارکې توکې ، درمل ، سمنټ او نور تعمیراتي وسایل پکې شامل دي لومړي چوپه یې له شیر خان بندر څخه هرات ته رسیدلې.
دغه مرسته د تا جکستان د ولسمشر د استازي ښاغلي صاحب جان ، په کابل کې د تاجکستان سفارت د دیپلومات ښاغلي خورشید او مل پلاوي له لوري د هرات ولايت والي او له زلزله ځپلو سره دمرستي رسولو کمیسیون غړو ته وسپارل شوه .
د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار د تاجکستان د ولسمشر ښاغلي امام علي رحمان او د تاجکستان له ولس څخه د بشري مرستو ، ښه نیت او حسن همجواري له امله مننه وکړه او د واړو وروڼو هیوادونو ترمنځ یې د دوامداره او ژور اړیکو د ټینګښت هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي افغانستان او تاجکستان ژورې دیني ، کلتور ، تاریخي قومي او ژبني اړیکې او مشترک افتخارات لري اوس د دې وخت را رسیدلی چي خپل ګډ ارزښتونه سره وپالو مشترک فرهنګ او ادب ته وده ورکړو او د دې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ نیک روابط غښتلي کړو.
د یادولو وړ ده چي د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکسنان د مرستي محموله چي په ١٥٠ باروړونکو موټرو کې له شیر خان بندر څخه هرات ته انتقالیږي دبشري مرستو تر ټولو ستره محموله ده چي د هرات پر زلزله ځپلو به وویشل شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx