نظــر

اخرہ خاتمه(یوہ پخوانۍ خاطرہ)

عبیدالله علم- لندن

مشرانو به ویل:
ربه, اخرہ خاتمه مو پر ایمان کړ‎ې!
زه به د خپلې عقیدی یوہ لنډہ کیسه له تاسې سرہ شریکه کړ‎م.
مولوی صاحب ارواښاد سید اکبر دلاور چې په ولسي جرگه کې زموږ‎ د لوګر پخوانی استازی پاته شوی و او یو ربانی عالم، مجاهد، مهربان او متقي شخصیت او پر موږ‎ ډیر ګران و، وفات شوی و.

موږ‎ مجاهدین او مهاجرین چې د زاخیلو د مھاجرینو په پنډغالي کې مو د پردیسۍ ژوند تیراوه داسې پریکړه کړ‎ې وہ چې مرحوم مولوي صاحب به په زاخیلو کې خاورو ته سپارو، خو د جلوزو او ھجرت کلي مهاجرینو غوښتل په ھجرت کلي کې یې خاورو ته وسپاري.
زه ځوان وم او لږ احساساتي شوم، د زاخیلو د پنډ غالي نور ځوانان مې هم له ځان سره همغږي کړ‎ل.

مونږ ویل: مولوي صاحب به په زاخیلو کې خاوروته سپارو. خبره لږ جنجالي شوہ چې په پایله کې د ھغه زوی جناب شیخ شهاب الدبن دلاور صاحب ته ورسیدہ.

زه یې را وغوښتم، ډیر نصیحت یې راته وکړ، د ځینو علماء کرامو او مشایخو بیلگې یې راته وړ‎اندې کړ‎ې. بیا یې په پایله کې راته کړ‎ل:
که مرحوم مولوی صاحب پر تاسې له زړ‎ہ ګران وي نو د الله عزوجل حکم او د دغو علماو ( مولوی صاحب صادق مولوی صاحب فضل احمد مولوی صاحب موسی جان او نور علماو )پریکړ‎ې ته يې پریږدئ! چې کوم ځای یې مناسب ولید، ھلته به یې خاورو ته وسپاري.

ما هم ملګرو سره خاموشي اختیار کړہ.
د علماو پریکړ‎ہ دا وہ چې ھجرت کلي کې به یې خاورو ته سپاري.
زه او زما ملګري جنازې سره لاړو ما د جنازې د کټ پښې ته اوږه ورکړې وه. ډیر مخلوق و. یو مھال، ناببرہ، چا رانه د جنازې د کټ پښه واخیسته.
ما چې وکتل، ھغه استاد سیاف و.
د ھغه د جامو یوه برخه زما په جمپر پورې لګیدلې وہ.
ما هغه جمپر د تبرک په توګه د جهاد تر اخري ورځې پورې ساتلې وه، ځکه ھغه جمپر د یوہ ستر جهادی رهبر سره لګیدلی و نو تبرک مو گڼلو.
خو کله چې یې د ملت او د شهیدانو د ارمانونو خلاف فتواوې ورکړې، بیا مې ویل:
خدایه، زموږ‎ عاقبت د خیر کړې، د ھغه خاتمه خو د خیر نه بریښي!
نن مې خبری واوریدې زړه مې ودریدو.
ای کاش! ھغه د خپل علم، جهاد او مجاهدینو سره جفا نه وای کړې!
اوس هم سر وخت دی، بیرته دې راشي، ژوند لپارہ خپل ټاټوبي ته د عزت ژوند زمینه برابره کړې.
ھسې ھم نور نو د جنګ او بربادۍ وخت تېر شوی!

وما علینا الا البلاغ

عبید الله علم

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx