ټولنیزه برخه

قوانين داسې جوړيږي!«د عمر رضی الله عنه فقاهت»

محمد عمر بشار

( د جګړی دمعیوبونو قانون)
تاریخ پوهان واېي: سره لدی چې عمر رضی الله عنه په کلک عزم او سختوالی سره پیږندل کیده په مدینه منوره کې به يې خلکو ته د خوراک لپاره دسترخوان تیاروه. یوه ورځ ېی پام شو چې یو تن په کین لاس خوراک کوي نو د شا له طرفه ورغی او ورته ئې وویل: ای د الله بنده په ښي لاس وخوره!
نو هغه وویل: ای دالله بنده! هغه ( ښی لاس) مشغول دی.
عمر رضی الله عنه دوه ځلی خپل سوال تکرار کړ او هغه هم خپل ځواب تکرار کړ..
نو عمر رضی الله عنه وپوښت: د لاس مشغولتیا دی څه ده؟
هغه وویل: د مؤنة په ورځ ژوبل شوی ؤ اوس فلج دی.
نو عمر کیناست او په ژړا ورڅخه پوښتنه کوي: څوک له تا سره په اوداسه، جامی پریمینځلو، سر وینځلو او داسی نورو کې مرسته کوي؟ او بیا ئې امر وکړ چې ورته خادم، سورلی او خوراک ورکړ شي.
نو په دی ترتیب د جګړی د قربانیانو سره د مرستی قانون صادر شو.
*
( د تقاعد بیمه)
عمر رضی الله عنه یوه ورځ ګوري چې یو سپینږیری سړی ګدائي ګوي نو ورڅخه ئې پوښتنه وکړ: ولی سوال کوی؟ هغه وویل: زه یهودی یم او پر ما د جزیی ورکول لازمی دی. نو عمر رضی الله عنه ورته وویل: تا مونږ ته په ځوانی کې جزیه (تکس) وکړی دی نو اوس پر مونږ لازم دی چې ستا کفالت وکړو.
او هغه ته ئې میاشتنی تنخواه یې مقرر کړ.
نو عمر رضی الله عنه ولیکل او د دولت تنفیذی جهاز هغه عملی کړ څو ټولنه منظم شي.
نو په دی ترتیب د تقاعد د بیمی قانون جوړ شو.
*
( د ماشومانو د حقوقو د ساتنی قانون)
یوه شپه عمر رضی الله عنه د رعیت د احوال څخه د ځان خبرولو په خاطر بهر په ګزمه ووت چې د یو ماشوم ژرا اوچغو ته متوجه شو نو دهغه د کور دروازی ته نژدی شو او پوښتنه ئې وکړ چې ولی ژاړي؟
مور ئې وویل: ما هغه د پیو څخه بیل کړی دی، ای امیر المؤمنینه!
دا عادی خبره ده چې مور خپل ماشوم له تي څخه بیلوی او ماشوم ژاړي. مګر امیر المؤمنین خپل کار پسی نه ځي بلکی مور سره ئې خبری اتری کوي څو چې ښکاره شو دغه مور خپل ماشوم مخکی له وخت څخه له تي بیل کړی ده ځکه چې هغی سل درهمو ته ئې حاجت ؤ کوم چې بیت المال هر ماشوم ته وروسته د تي څخه له بیلیدو حواله کاوو.
نو فاروق خپل کور ته ځي نه د دی لپاره چې خوب وکړي بلکی د دی لپاره چې امر صادر کړي ( هر ماشوم ته سل درهمه د پیداکیدو له وخته حواله شي نه د مور له تی څخه د بیلیدو له وخته.
نو د فاروق امر د ماشومانو د ساتنی قانون شو.
که چیری فاروق خبری اتری نه وی کړای د ماشومانو د حقوقو په باب قانون به صادر شوی نه وای.
*
( د بیان د آزادی قانون)
عمر رضی الله عنه ته خپل ورور (زید رضی الله عنه) ډیر کران ؤ، او هغه د رده په جنګونو کې شهید شوی و.
یوه ورځ عمر رضی الله عنه د مدینی په بازار کې د خپل ورور د قاتل سره مخامخ کیږي چې هغه مسلمان شوی ؤ او د رعیت یو تن ؤ.
فاروق هغه ته په غصه سره وائي: په الله قسم ته مې نه خوښیږی څو چې ځمکه تویی شوی وینه خوښه نکړي.
صحرائي ورڅخه پوښتنه کوي او وايي: آیا هغه کار زما له حقوقو څخه څه کم کولاي شي ای امیر المؤمنینه؟!
فاروق وویل : نه.
نوصحرائي ورڅخه د بی پروائي په حالت روانیږي او وايي: ستا او ستا د مینی سره زما کار نشته او زما او ستا تر منځ د حقوقو او واجباتو پرته بل څه نشته.
نو امیر المؤمنین ورباندی په غصه نشو او هغه ئې زنداني نکړ.
دا کار ئې ونکړ ځکه چې د صحرايي د بیان حق باندی باور ؤ .
نو پدی ترتیب ټولنه کې د بیان دآزادی حق جوړ شو.
*
(د ښځو لخوا دخپلو حقوقو څخه دفاع – او هغه هم د جمعی دلمانځه د خطبی په وخت)
همدا راز یوی ښځی عمر رضی الله عنه ئې پرته د امیرالمؤمنین له لقبه مخاطب کړ او وئی ویل: خطا شوی ای عمره!
دا هغه وخت و چې عمر رضی الله عنه د مهر قانون صادر کړ او یوی عامی ښځی دا قانون ئې رد کړ.
نو عمر رضی الله عنه دغی ښځي ته کوم جزا ورنکړ بلکی په خپل خطا ئې اعتراف وکړ( أخطأ عمر وأصابت إمرأة ) نو خپل قانون ئې لغوه کړ او د مهر تحدید ئې ټولنه ته پرښود چې د خپل توان او مصلحت سره سم وټاکي.
نو پدی ترتیب قوانین جوریږي.
*
د نجرا ن نصاری په دی شرط جزیی ورکولو ته حاضر وو چی د جزیی تر لفظ لاندی نه وی او عمر رضی الله عنه ورسره دا شرط ومانه او وئی ویل: دا احمق قوم معنائی ومانه او لفظ ئی ونه منل.
يادونه: په حاضر زمانه کې مثال: ډیر ملکونه وینو چې جمهوریت یادیږی مګر رئیس جمهور په کې ما دام العمر دی، او یا اسلامی جمهوری یادیږی مګر اسلامی نظام پکې شتون نلري او هکذا..
نو مهم معنی او عمل دی نه الفاظ او خبری [العبرة في العقود بالمقاصد والمعاني لا بالألفاظ والمباني].
رضي الله عن الفاروق واصحاب النبي الكريم اجمعين.
و صلى الله وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه وعلى جميع الانبياء والمرسلين صلاة دائمة الى يوم الدين وعلينا معهم بفضلك ومنك وكرمك ورحمتك يا ارحم الراحمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx