ادبي لیکني

د پير محمد کاکړ په څو بيتونو کې د عشق او عقل جګړه

پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي

عقل راته ووی راشه ترک دې د خپل یار کړه
عشق و ماته ووی هی هی ترک هسې ګفتار کړه
عقل وی نور بس کړه ګفتګوی د عاشقۍ کې
عشق وی ای مومنه له دې کفر استفغار کړه
عقل وی چې راز د مینې پټ ساته له خلکه
عشق وی ځان مجنون غوندې رسوا د کل دیار کړه
عقل وی هر ځای چې د تهمت وي ځینې تښته
عشق وی تهمتونه د عالم په سر انبار کړه
زه تر منځ حیران یم چې په کوم ویل باور کړم
کشف و ما خوار ته الهي هسې اسرار کړه
عقل هسې ووی عشق هم هسې رنګ دلبره!
راشه پیر محمده په وینا د عشق اقرار کړه
(کاکړ، ۱۳۸۵ل، ص ۱۵۳)

د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو په شان د پیر محمد کاکړ په شعرونو کې د عشق او عقل مقام څرګند دی. په تصوف او عرفان کې د عشق او عقل یادونه ډېره کېږي. دوی عشق ته لوړ ځای ورکوي، خو کله کله عقل دومره لوړو پوړیو ته رسوي چې له عشق سره یې برابروي او ان له عشق څخه یې هم لوړ ګڼي او کله کله عقل د عشق په ځای کاروي او ځینې داسې شاعران هم شته چې د عشق او عقل تر منځ یې په فکر کې تضاد موجود وي او د عشق او عقل تر منځ یې ویناوو کې جګړه لیدل کېږي.

د عشق او عقل تر منځ متقابله خوا ډېره پخوانۍ سابقه لري. د نړۍ له پرمختګ سره عقل او عقلانیت ته پاملرنه ډېره شوې ده او د نړۍ فیلسوفانو د عقل په ارزښت غږېدلي دي. د نړۍ د فیلسوفانو خبرې له عقل او تفکر سره سره له عشق سره هم تړاو لري. که افلاطون د عقل پلوی دی، خو د مُثل نظریه یې د عشق سره هم اړیکه لري.

د پښتو ژبې شاعرانو په شعرونو کې د عشق او عقل جګړه په حقیقت کې د عرفان او فلسفې تقابل دی، خو که فلسفه دقیق ولوستل شي، ډېر نظرونه یې د عارفانو سره ګډې خواوې لري.
د پیر محمد کاکړ په غوره شوو بیتونو کې د عشق او عقل یادونه شوې ده او دغه څو بیتونه په دې دلالت کوي چې شاعر ښه مطالعه درلوده او په غیر ارادي ډول یې داسې وینا کړې ده چې د عرفان، تصوف او فلسفې څرکونه پکې ښکاره دي.

د عشق او عقل (د شهودي معرفت او علمي معرفت) تر منځ تقابل او ستونزه ډېره پخوانۍ مخینه لري. دغه موضوع د عارفانو او فلاسفه وو تر منځ د بحث وړ موضوع ده. عارفان په سیر او سلوک کې د بصیرت او قلبي معرفت خبرې کوي او په دغه بیان کې یې د عشق د کلمې مانا د زړه، ذوق او په نورو ماناوو اخیستې ده. د قلبي بصیرت څخه موخه د معرفت یو ډول دی.

عارفان دغه معرفت د حسي او شهودي تجربو په وسیله تر لاسه کوي. دغه تجربې د داخلي نړۍ په ژورو او د اروا په ريښو کې ځای لري او سالک (عارف) د حقیقت په پلو رهبري کوي، خو د ظاهري علومو پوهان د نړۍ په اړه خپل نظرونه لري چې د عارفانو سره متفاوت افکار لري. په ځمکني مذهبونو کې د عارفانو نظرونه د فلاسفه وو سره توپیر لري، خو په ځینو وختونو کې سره یو شان دي.

کاکړ د عشق او عقل په اړه معلومات لري او پوهېږي چې چېرته عقل وي هلته به عشق وي او چېرته چې عشق وي هلته به عقل وي؛ یعنې عقل او عشق یو له بل څخه پیدا شوي دي او یو په بل کې شته. که د عشق مرتبه تر لاسه کېږي، له عقل څخه پرته نه کېږي.

(د عقل او عشق اړیکې او ارزښت د یادونې وړ دی. هغه هم د (ناتمام عقل) چې مولانای بلخي یې (دانش ناقص) بولي، غندنه کوي. عشق په عقل ښایسته او عقل او عشق بې عشقه لاشی ګڼي.) ۱. خلیل، همېش. (۲۰۰۲ز). مرزا خان انصاري او د هغه شاعري. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۱۴.

د تصوف په دونیا کې د ناتام عقل یادونه کېږي، فردي عقل د تعقل دا توان او صلاحیت نه لري چې هر شی ثابت کړي خو یو کُلي عقل شته چې دا عقلونه یې پیدا کړي دي. فردي عقل ناتمام عقل دی چې د هڅو او هاند په وسیله کوښښ کوي چې حقیقتونه تر لاسه کړي.

مولانای رومي ورته ناقص عقل او پوهه وايي. عقل د عشق په وسیله د پیاوړتیا پړاو ته رسیدلی شي. عقل هغه وخت سم تعقل کوي او د تفکر پایله یې د حقیقت لاسته راوړلو لپاره وي چې زړه د عشق له نُوره ډک وي. عقل او فکر د زړه له جوړوالي پرته نیمګړی وي.

د عارفانو په اند تعقل او استدلال د هغې خلاف چې مشهور شوی دی، په هر ځای کې نا معقول نه دی. د نجم الدین رازي په نظر د عشق او عقل تر منځ باید متضاد فکر له منځه ولاړ شي، چې وکولی شو په دې اړه سم قضاوت وکړو. هغه د عقل په اړه داسې نظر لري چې د عقل سیر د عالم په بقا کې دی او د اوبو صفت لري چې هر ځای ته رسیدلی شي، ابادي راوړي خو د عشق سیر عالم فنا کې دی او د اور صفت لري. عقل د جسماني او اروايي عالمونو قهرمان دی، خو عشق د دې دوو عالمونو سوزنده حالت دی. د ده په فلسفي څېړنو کې عقل ته لوړ ارزښت ورکول کېږي او د عشق په مقابل کې ورته ارزښت ورکوي. عقل باید خپل موقف وپېژني او د سالکانو لپاره باید لارښود وي، خو عقل د عشق له لیده ړوند دی او په داخلي نړۍ کې یو بل سلطان شته چې حکمراني کوي.

پیر محمد وايي:
عقل راته ووی راشه ترک دې د خپل یار کړه
عشق و ماته ووی هی هی ترک هسې ګفتار کړه
عقل وی نور بس کړه ګفتګوی د عاشقۍ کې
عشق وی ای مومنه! له دې کفر استفغار کړه
عقل وی چې راز د مینې پټ ساته له خلکه
عشق وی ځان مجنون غوندې رسوا د کل دیار کړه
عقل وی هر ځای چې د تهمت وي ځینې تښته
عشق وی تهمتونه د عالم په سر انبار کړه
زه تر منځ حیران یم چې په کوم ویل باور کړم
کشف و ما خوار ته الهي هسې اسرار کړه
عقل هسې ووی عشق هم هسې رنګ دلبره!

راشه پیر محمده په وینا د عشق اقرار کړه ۲. کاکړ، پیرمحمد. (۱۳۸۵ل). د پير محمد کاکړ دېوان. مدون او مقابله عبدالروف بېنوا. (دویم چاپ). کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۵۳.

شاعر په لومړي نیم بیتي کې وايي: (عقل عشق ته د یار د پرېښودلو وايي او عشق ورته وايي چې دا وینا پرېږده.) ورپيسې ډېروي: (عقل عشق د عاشقۍ له خبرو څخه منع کوي او عشق داسې وینا کفر ګڼي.) عقل عشق او په عشق کې ناکامي او ستونزې عیب ګڼي، خو عشق د عقل په مقابل کې د عشق رسوايي بد عمل نه ګڼي او د بېلګې په ډول مجنون مثال ورکوي. د عشق او عقل په جګړه کې پیر محمد کاکړ د عشق پلوی دی او عشق ته د عقل له مخې لوړه مرتبه ورکوي.

د عقل او عشق په دې متقابلو نظریاتو کې د عقل او عشق له ارزښت څخه سترګې پټولی نه شو. عقل، فکر، تفکر او ذهن ډېر وخت په یو مانا پکارېږي.

(ذهن د انساني جسم د یادښت مرکز او محور دی. دا د معلوماتو د مرکز او تحلیلګر حیثیت لري. ذهن پر ټولو حسونو او جسم حاکم دی. حسونه د بهرنۍ دونیا معلومات د ذهن لپاره چمتو کوي او له دې معلوماتو څخه په ګټنه، د تېر د تجربو په کارونې سره، ذهن د یوه تحلیلګر په توګه خپله پرېکړه وړاندې کوي. په دې پوهېدل اړین دي چې ذهن او دماغ سره بېل دي، خو یو له بل څخه رغیدلي دي. لکه څنګه چې جسم مادي او اروا غیر مادي دی، په ورته ډول، دماغ مادي او ذهن غیر مادي دی. دماغ یو عصبي نظام دی او ذهن د فکر نوم دی. انساني نفس د جسم، حسونو او ذهن له درېیو برخو څخه جوړ دی. دا درې یو له بل څخه پرته بېکاره دي. که چېرته پر دې پوښتنې باندې په ژور ډول فکر وشي چې زه څوک یم؟ نو انسان به د حیرانۍ په دونیا کې ورک شي.) ۳. افتخار، محمد ناصر. (۱۳۹۹ل). له ځانه تر خدایه. ژباړن طارق تسل. ننګرهار: سهار خپرندویه ټولنه، مخ ۱۵.

په ذاتي ډول د نړۍ انسانانو ته دماغ ورکړل شوي دي؛ يعنې د پورته خبرو په تائید چې انسانان د کمیت له مخې دماغ لري چې د وراثت او ټولنیزو لاملونو پر بنسټ کیفیت یې بدلون کولی شي. دغه بدلون یې د فکر پایله ده چې دې ته ذهن وايي. د ځینو انسانان د فکر ځواک ډېر پیاوړی وي، لامل یې ډېر فکر کول دي او فکري تولید دی. د نړۍ فیلسوفانو چې د عقل او عقلانیت خبرې کوي، موخه یې تفکر او فکر کول دي. دوی د فکر استازي دي او د هر شي په اړه فکر کول ورته له هر شي څخه غوره دي. ډېر خلک دماغ لري، خو ګټه ترې نه اخلي او ضایع کېږي، هغه کسان چې د دې موهبې له لوړتیا او ځواک څخه خبر دي او پوهېږي چې د عقل او فکر په وسیله نړۍ ایلولی شي او ځان پېژندنه الله پېژندنه ده، عقل یې یوه ښه وسیله ده.
د انسان تېرې تجربې د حسونو په وسیله ذخیره شوي وي. موږ په حال کې، د خپلې تېر د تحلیل پر بنسټ خپل راتلونکي کې بدلون راوستلو باندې بوخت یو.

(د حضرت حسن رضي الله تعالی عنه قول دی چې د یوې شېبې لپاره غور او فکر کول د ټولې شپې له عبادت څخه ښه دی. یو بل عالم وايي چې غور او فکر کول هنداره ده چې تاسو ته ستاسې نېکبختي او بدي ښکاره کوي. یو بل کس وايي چې غور او فکر کول د عقل مغز دی.) ۴. امام غزالي. (د چاپ کال یې معلوم نه دی). مکاشف القلوب. مترجم مولوی عبدالله. پېښور. محله جنګي، مخ ۲۲۹.

د شاعر په پورته شعر کې له عقل پرته د عشق یادونه کېږي. مخکې یادونه وشوه چې عشق یوه داسې عرفاني تجربه ده چې بیانول یې اسانه کار نه دی، دغه تجربه په ځان کېږي.
(په عرفاني دونيا كې عشق د طبيعي عشق د لوړتیا بڼه ده. د دې مانا دا ده چې عشق كوم پايداره حالت نه دى چې وكړای شو، په مشخصه توگه د هغه پولې وټاكو. دا ځكه چې عشق په پر له پسې توگه د حركت او بدلون په حالت كې دی. د اسلامي دونيا ستر عارف او صوفي شيخ محى الدين عربي د عشق په اړه ځاى ـ ځاى يادونې كوي. د هغه په وینا عشق په داسې ډول را ښكاره کېږي چې گويا نشته. عشق د یوځایوالي غوښتنه او مینه او له معشوق سره پيوند دى، نه د شخص لپاره او يا د هغه د عيني وجد له امله؛ بلكې د یوځایوالي د پايښت لپاره دى. عشق د عاشق او معشوق په پايښت را منځته کېږي. ابن عربي وايي چې عشق داسې اشتياق دى چې په پر له پسې توگه د غير موجد معشوق سره تړاو ته یې پام دى. په بل عبارت موجود د خپل ځان لپاره دوست نه گڼل کېږي؛ بلكې هغه څه دي چې مقابل اړخ كې وي او موږ یې دوست بولو.

دا په خپله يو ډول ايجاد او هستونه ده او همدارنگه د هستونې دا حالت د ابن عربي په تعبير د (معدوم) په توگه باقي پاتې کېږي. عشق گډون له منځه وړي، مشاركت نه مني. د عارفانو په اند زړه يا قلب د دوه معشوقو د ساتلو ظرفيت نه لري. دا د عشق ځانگړنه ده چې خپل خاوند له هرې هغې اورېدنې پرته چې له معشوق څخه یې اورېدله كڼوي او د معشوق له ليدنې پرته خپل ليد له بل هر ډول ليدنې څخه انكار كوي. ژبه هم له معشوق پرته په بل هر څه گونگيږي. په زړه مهر وهي چې په هغه كې له معشوق پرته بل هېڅ شی، د هغه تخييل ته لار نه پيدا كوي.) ۵. کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۹ل). رحماني لیدتوګه. (دویم چاپ). جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۳۸.

په تصوف او عرفان کې د عشق او عقل تر منځ تضاد لیدل کېږي. دغه پاراډوکس د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې شته. ځينې عقل ته ارزښت ورکوي او ځینې عشق ته لوړه مرتبه ورکوي، خو پښتو ادب کې تصوف، عرفان او خدای پېژندنه کې عشق ته لوړ ارزښت ورکول کېږي.
د عشق او عقل د متضادو خواوو په اړه د عبدالعظیم یو بیت د دې لپاره راوړم چې خپل نظر پرې پیاوړی کړم. دی عقل او عشق یو د بل متقابل ګڼي. وايي:
عقل عشق سره ضدین دي خبردار شه
په دې راز چې هوش او عقل خبر نه کړې ۶. عبدالعظیم. (۱۹۹۰ز). دېوان عبدالعظیم بابا. ترتیب الطاف احمد خلیل او عبدالباقي شاه. پېښور: زیب ارت پبلشرز، مخ ۴۶.

د هندي ادبي ښوونځي شاعر محمدي صاحبزاده هم د عقل او عشق پاراډوکس وړاندې کوي او د دې دغه یو بیت په دې دلالت کوي چې دی هم د نورو شاعرانو په ډول عشق د عقل او عقل د عشق په مقابل کې ګڼي؛ یعنې ډېرې داسې خبرې شته چې په عشق کې یې یادونه کېږي، خو د عقل له مخې یې منل ستونزمن کار دی. وايي:
عشق او عقل اور اوبه دي نور څه نه دي
کوم سړي صحت موندلی په ازار کې ۷. صاحبزاده، محمدي. (۱۳۸۵ل). د محمدي صاحبزاده دېوان. ترتیب او مقدمه قلندر مومند. پېښور، مخ ۲۲۷.
د پښتو ژبې یو بل شاعر شمس الدین کاکړ هم د عشق او عقل یادونه کوي. دی وايي چې د عشق په کارونو کې عقل ناتوان دی او نه شي کولی چې د عقل په وسیله د عشق کارونه ارزیابي کړي، خو بیا هم د عشق په کارونو کې له عقل څخه کار اخیستل کېږي، مخکې یادونه وشوه چې د تصوف او فلسفې دغه دوه لوی اصطلاحات (عشق او عقل) یو له بل سره نه شلیدونکي اړیکې لري. ډېر وخت عشق د عقل نه مني، عقل د علمي تجربو په وسیله تر لاسه کېږي او عشق د عرفاني داخلي انساني تجربو په وسیله تر سره کېږي. دی هم د نورو تصوفي او عرفاني شاعرانو په ډول عشق ته له عقل څخه څو مرتبې لوړوالی ورکوي او یو دانه عشق له خروار عقل سره نه برابروي. وايي:
که هر څو په عشق کې نشته کار د عقل
عاقبت د عشق په کار شي چار د عقل
عشق هغه ایله اوښ دی بې مهاره
چې هرګز نه قبلوي مهار د عقل
تر یوه دانه عشق جارو قربان شه
په زرګونو خرورو انبار د عقل ۸. کاکړ، پیرمحمد. (۱۳۸۵ل). د پير محمد کاکړ دېوان. مدون او مقابله عبدالروف بېنوا. (دویم چاپ). کابل: پښتو ټولنه، مخ ۱۲۴.

د پیر محمد کاکړ په څو بیتونو کې د عشق او عقل د متقابلو خواوو د ښه څرګندتیا لپاره د څو تنو شاعرانو څو بېلګې د دې لپاره راوړل شوې چې یوازې د ده په شعرونو کې دا برخه نشته، بلکې نورو شاعرانو هم د عقل او عشق یادونه کړې ده او د عرفان او فلسفې مقابله له پخوا څخه دوام لري او دغه دوه اصطلاحات د دغو دوو علومو په شان کله کله یو د بل په مقابل کې واقع کېږي. د عشق او عقل جګړه او مقابله روانه ده، دغه مجادله د زړه او عقل تر منځ ده. کله چې انسان د پوهې لوړه پوړۍ ته ورسېږي او فکر وکړي چې دی څومره پوهېږي؟ له فکر کولو وروسته پوهېدلی شي چې په هېڅ نه پوهېږي. پوهه په ناپوهۍ کې ده.

د علم سرحد نامعلوم دی او نشو کولی چې وروستۍ پوهه تر لاسه کړو، نو ځکه ستر پوهان له ډېرې پوهې او فکر کولو وروسته دې پایلې ته رسېدلي دي چې دوی نه پوهېږي. عقل ټوله پوهه فتح کولی نشـي، هر شی درک کولی نشي، د حس قوه یې دومره پیاوړې نه ده چې د نړۍ شیان درک کړي، نو ځکه صوفیان او عارفان یوې داسې پوهې سره سرو کار لري چې د عقل له مخې یې درک کول ستونزمن کار دی. د عشق کار له زړه سره دی او د عقل کار له فکر او عقلانیت سره دی. عقل ډېرې عشقي تجرې تر سره کولی نشـي. عقل ماورالطبیعي مسایلو ته نشـي رسېدلی او ډېر هغه څه چې د عشق په وسیله کشف او شهود تر سره کوي، عقل یې په کولو ناتوان دی. عشق په مقابل کې عقل ته وايي چې خپل فکر سم کړي. د پورته ټولو خبرو څخه دې پایلې ته رسېږو چې عشق او عقل یو د بل سره اړیکې لري، په تصوف کې عشق، په فلسفه کې عقل او عقلانیت اړینې موضوعګانې دي. عشق خپل ارزښت لري او عقل خپل مقام لري چې د شاعر په څو شعرونو کې د بېلګې په ډول وښودل شو.
یادونه: د دې مقالې ماخذونه په متن کې ښودل شوي دي. د لیکوال خبرې څېرګندې دي او د اقتباسونو د کچې په پام کې نیولو سره په خپل ځای د خپل دلیل د پیاوړتیا لپاره د اړتیا پر بنسټ اقتباسونه راوړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx