نړۍ

لیبیا: مخالفو ډلو له حکومت سره مشروط اوربند ته غاړه کیښوده

mustapha_abdel_jalil(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۱) دلیبیا دحکومت مخالفینو نن دجمعي په ورځ څرګنده کړه،په هغه صورت کي چی حکومت ته وفادار ځواکونه پر هغو سیمو کومي چي  زمونږ ترولکه لاندي دي جنګ بند کړي ، مونږ دي ته تیاریو ترڅو له حکومت سره اوربند وکړو،دحکومت دمخالفي ډلي دملی شورای مشر مصطفی عبد الجلیل رسینو ته ویلي زمونږ شرط دادي چي دولتي ځواکونه به  له ښارونوڅخه وځي او ولس ته به اجازه ورکوي ترڅو ددولت خلاف دپرامنه لاریونونو اومظاهروله لاري خپل راتلونکي وټاکي. عبدالجلیل په بن غازی ښارکي دلیبیا لپاره دملګرو ملتونو  نماینده عبد الاله الخطیب سره یو ځاي یوي خبري غونډي ته وینا کوله، نوموړي دخپلي وینا پرمهال زیاته کړه دقذافي له لوري مونږ یو ډول شرط منلو ته تیارنه یو، ځکه دقذافي له لوري دشرطونو منل به لیبیا له تجزیی سره مخ کړي، او زمونږ ملي شورا دهر هغه قدم چي دلیبیا یووالي له ګواښ سره مخ کوي سخت مخالفت کوي.
عبدالجلیل څرګنده کړه زمونو مرام دقذافي لری کیدل، دلیبیا ازادي، او دطرابلس په شمول دلیبیا پرټوله خاوره دملي شورای حاکمیت دي، له بله لوري ددلیبیا لپاره دملګرملتونو نماینده، خطیب زیاته کړه مونږ له ذقذافی سره  له خبرو کولو څخه وروسته اوس له مخالفینو سره په خبرو اخته یو تر څو ددواړو لورو ترمنځ دایمي اوربند رامنځ ته شي.
څیړونکي وایی  داسي مالومیږي، چي پرلیبیا باندي برید کونکي ګډ ځواکونه هم غواړي ترڅو دلیبیا شخره دجنګ له لاري څخه نه بلکه دخبروله لاري اواره کړي، دجرمني دبهرنیو چارو وزیر هم تیره ورځ څرګنده کړه چي دلیبیا شخړه له عسکري لاري نشي اواریدلی، جویدو فیسترفیله دچین په پلازمینه بجینګ کي رسنیوته خبري کولي نوموړي په خپله خبرو کي دلیبیا په جنګ کي راښکیلو دواړو غاړو باندي غږ وکړچي له جنګه دي لاس په سر شي.
بخت الرحمن بخت……………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x