
شعـــــرونه
تګ چي د یار له کلي شي ماتم خپور شي/ احساس
منیب احساس
تګ چي د یار له کلي شي ماتم خپور شي
ژړیږی هر سړي پسي بیا نم خپور شي
د هغه زړګی لکه انګار داسي سوزیږي
د چا په مینه کي چي غم خپور شي
خود به یې سترګي شی ړندي ورپسي
په کسو د یو چا کي چي صنم خپور شي
څوک چي د یار د دواړه کلیو دیدار وکړي
د زړونو په زخمونو یې مرهم خپور شي
ربه! بار بار مي ستا په در باندي اوبه کړه
داسی چي وجود کي مي زم زم خپور شي
په منیب د خدایه له لوري احسان شوي
اثر به یی په زړه لکه شبنم خپور شی
صلی الله علیه وسلم