نظــر

استقلال، پېښې، شخصیتونه او تکرار درسونه

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

۹۵ کاله مخکې، چې کېدی شي د هغه نسل ګل ګل سپين ږيري د غم لړلي افغانستان په درو او يا د پردیو هیوادو په کرغېړنو بې وطنيو کې وروستۍ ساګانې پوره کوي، زمونږ په هېواد کې د لېرې دنيا سره پرنګيان په زور دېره وو، ولې ۱۹۱۹ ميلادي کال وروستی کال ؤ چې د اجنبي د کرغېړن حضور پر ضد د ملت جذبه توپاني شوه او د افغانستان د ځوان پاچا اميرامان الله خان په تخت نشیني سره د اجنبي تر شرمېدلي فرمان لاندې د افغان بچي کږه شوې ملا سمه او ځوړند سر اوچت شو او د هغه د وران د سپيتانو په تل کې د انګليس پر ضد لومړی ملت همدا افغان ؤ چې په نره وجنګېده او په نره د یو مستقل هېواد څښتن شو.

دغه استقلال افغان ولس ته په داسې لېونيو حوادثو کې ور په برخه شو، چې د استعمار لويې بلا درې کاله وروسته د نړۍ په کچ د مسلمانانو سيال او غښتلی دولت عثماني ترکيه د عربي او ترکي نشنلیزم په راژوندي کولو له مخې را وپرزوله او د مسلمانانو د تاريخ هغه لويه کتله يې ښانګې وانګې او نړیوال ښکیلاک په خپلو کې داسې سره تقسيم کړه، چې تر نن پورې يې د هغه تقسيم په اساس د ځان ګڼي او مسلمان په خپل کور کې دپردو پالو تر ظلم لاندې آه او سلګۍ وهي.

دا خبره پر ځای ده چې عثماني خلافت لويه سیاسي هستي که له يوې خوا په سياسي او اقتصادي لحاظ ډېره کمزورې شوې وه، له بل لوري د هغې په دننه کې د ترکي او عربي نشنلېزم ساري مکروبونه (چې همېشه د اسلامی امت د انحلال او اسلامي هېوادو پر مخکې د يو غرض يعنې تجزيې لپاره په کار وړل کېږي) دومره فعال شوي وو، چې په ۱۰۲۰ کال د مساعد ماحول په موندلو نور اتاتورک او ملک شريف د واړو د پرنګيانو ټول مشکل پروګرامونه په غاړه واخستل، چې له همغې ورځې وروسته نه عربو د عزت ورځ وليدله او نه ترکيې، بلکې د عادي دولتونو په کتار کې ددغو دوو ملتونو مشکلات تر هر چا زيات شول.
د جهاد اعلان همېشه په دې ملت کې د فاتحانه دوران پيل ؤ، له همدې ځايه د غلام امير حبيب الله خان په کور کې د ملت لپاره دغسې يو څوک له دغسې يوې جذبې سره را وټوکېد او د خبل وخت بې ساري فتحه يې ترلاسه کړه، هلته چې افغانستان لومړی هېواد ؤ چې له انګليسي غښتلي استعمار نه يې خپله آزادي واخیستله.

په هغه مهال افغانستان د پاتو نورو ډېرو استعمار ځپلو هیوادونو لپاره د تسل نمونه او يوه د اميد رڼا شوه، بلکې پوره شل کاله يې د يوه ځلېدونکی ستوري په شان د مظلومو ملتونو لپاره د کوچ او حرکت د سمت ښودنه کوله.

افغانستان خپل بشپړ استقلال واخيست ولې له بده مرغه د يوه خام او بې تجربې پاچا د غلطو او عاجلو پروګرمونو او د بهرنیو دسیسو په پایله کې، امان الله خان له يوې خوا په خپل ملت کې تجريد او له بلې خوا د تاجکستان له خلکو سره د همکارۍ له امله په ۱۹۲۶ کال کې د روسانو له عملي تجاوز سره مخامخ شو، چې په نتيجه کې د يوې داسې معاهدې په دام کې ولوېد، چې د وخت نژدې مسلمانان ددغه پاچا له ملاتړ نه محروم شول، د امان الله خان د پاچاهۍ او له پاچاهي نه وروسته کلونه لا هم بوګوونکي وو، زمونږ ملت کاملا د روسانو په غېږ کې ولوېد زمونږ خلکو له استقلال نه ګټه وانه خستلې شوه، او په سياسي او اقتصادي لحاظ په يوه کنګل وهلي سياست کې ولوېدل.

په هر صورت پاتې په دسيسو کې روږدي انګليسي استعمار د خپلې عملي ماتې انتقام په هغو انګليسي کرښو کې واخیست چې له يوې خوا يې د امان الله نژدې ماحول فاسد کړ او له بلې خوا يې هغه له انګليس سره د زياتي دښمنۍ له امله د روسانو په لمن کې ور وغورځاوه او هغه يې د داسې عکس العمل د څپو په توپان کې ورکړ، چې د دېرش کاله تپل شوي بې وطنۍ نه وروسته يې ايله د مړي لپاره دوه نيم متره ځمکه په افغانستان کې په واسطو پيدا کړی شوه، ۳۵ کاله مخکې دوخت شوروي اتحاد په خپل ګاونډي افغانستان نظامي يرغل وکړ او فکر يې کاوه، چې د شوروي د نيمې پېړۍ کار او ملګري به په دې هېواد کې د روسانو دښمن محدود وګړي وځپي او خپله مخه به د هندي سمندر په خوا خلاصه کړي، ولې د اوو کالو مسلسل مقاومت نه وروسته روسان پوهه شول چې د هغوی پلوي کمونستانو هغوی ته دوکه ورکړي او خبره هومره آسانه ونه ختله، چې د روسيې نامتو فوځ د حل په حې شي له همدې ځايه هغوی ماتې وخوړله او افغانستان خپل استقلال د دويم ځل لپاره لاس ته ر اوړ ولې دا ځل هم د تېر په ش ان نه روسيه په ماتې وژغورل شوه او نه هم افغانستان په فتحه ځکه په دواړو پېښو تسلسل يو بل ته ورته روان دي له يوې خوا د شوري اتحاد په انحلال د روسيې تجزيې روانې دي له بلې خوا په افغانستان کې کورنی جنګ هره ورځ نوي ابعاد نيسي له همدې ځايه مناسبه ګڼو چې له يوې خوا دغه دواړه استعماري بلاکونه او له بلې خوا تر فتحې وروسته په دې ملت کې د پېښو رجريان او د سړيو کمبودونه لږ ژور وڅېړو:
پرون چې پر افغانستان انګليسي استعمار نظامي قبضه لګولې وه، نو که په افغانستان کې د هغوی پر ضد مقاومت روان ؤ، نودغه مقاومت په هغه وخت کې د متواضع ملاتړ نه هاخوا بل ځای نه درلود، يوازې په روسيه کې تر کمونستي انقلاب وروسته څه محدود سياسي ملاتړ ؤ، چې امير امان الله خان ترېنه ګټه پورته کړه، په دې حساب پرونی انګليسي به نسبتا قوي موقعيت کې ؤ.

دا سمه ده، چې د شلمې پېړۍ په پيل کې انګلستان د نړۍ په سطحه له ډېرو ستونزو سره مخامخ و ولې بيا هم د انګلستان قبضه يوه اوسپنيزه قبضه وه.

پرون د انګلستان لپاره له افغانستان نه په شا کېدل که له يوې خوا په ډېر قيمت تمام هم شول، ولې دومره خطرناک نه ؤ لکه په افغانستان کې چې هغه د روسانو لپاره يوه د سرنوشت خبره شوه، له همدې ځايه په افغانستان کې روسانو زیات قوت وښود ترڅو په خپل ګاونډ کې د يوه کمزوري هېواد په مقابل کې د ماتې له پېغور نه ځان وژغوري، ولې افغانستان د خلکو بې سارې قربانۍ روسان له هغه څه سره چې بېرېدل مخامخ کړل او دې ماتې د تسلیم پر مهال شوروي خپل تېر کړي يو ځای قی کړل او نور د هغه غښتلي شوروي اتحاد له هيبت او دبدبې نه داسې څه پاتې نه شول چې تر پرونه به د واشنګټن مغرور واکمنان په خوب کې هم بېرېدل.

له آزادۍ وروسته امان خان د خپل لاس ته راوړي برم په تعقيب د نورو پرله پسې بې وخته اقداماتو نه، پرته له دې چې شرائط او زمينيې يې جوړې کړې، په يو لېوني هوس کې ولوېد، له همدې ځايه امیر په د ې کې لويه اشتباه وکړه، چې د مترقي افغانستان منزل يې د آزادۍ په حرکت قياس کړ، او پرمختګ یې یوازې په څو بربنډو او له اسلامي اصولونه لري فرمانونه کې خلاصه کړ، هلته چې د ترقۍ او پرمختګ عملي لارې د اجتماعي تنګو کړيو نه تېرېږي هغه د آزادۍ په شان يوې جلسې او يوه ساده اعلان پورې تړل يوه لويه اشتباه وه، چې امیر دغه اشتباه وکړه او د اشتباه په دوران کې خپلې فاېدې تر هغه غره او مطمئن وساته، چې نور نو ملت د امير امان الله خان په عنوان د يوه پاچا پاتې کېدل د ځآن لپاره سپکاوی وګاڼه.

که څه هم امير امان الله خان یو له هغو حکمرانانو ځنې ؤ، چې له ملت سره يې نژدې موقعيت درلود، ولې هغه بې تدبيره ټيم تر دې حده په امیر مسلط شوی وو، چې هغه يې له ملت سره په همدغسې يوه نږدې ارتباط کې د تحولاتو له بدغوني خطر نه داډمن کړ.

اميرامان الله خان په پيل کې يو دین دوسته او دینداره پاچا ؤ، ولې له ملکې ثريا سره د هغه واده (چې په شام کې د مسيحي مدارسو تربيه يافته وه) او د هغه په چاپېریال کې ځيني هندي شخصيتونه چې له انګليس سره دمخامخ دښمنۍ له مخې یې که امير له يوې خوا په سیمه ايزه کچه کاواکه سياست ته تشويق کړ، له بلې خوا يې د هند له انګريزي ماحول نه په تاثر افغانسان هغو روابطو ته تشويق کړ چې په ملت د هغه لیاره اوچته برابره شوه، دې او څه نورو عواملو امير امان الله د اجتماعي خطراتو پر هغې تنګې ورننويست چې نور هغه ته د ايټاليا د بې وطنۍ له ژوند نه نور څه پاتې نه شول.

هغه شی چې په هغه انقلاب کې د روسيې پر ضد له شوي جهاد سره تضاد لري هغه داوو چې:

1. امان الله د استعمار اوږدې مرحلې له تسلط وروسته انګلستان پر ضد د جهاد اعلان وکړ.

2. له هغه سره په هغه مهال له يو ملت پرته بل داسې سيمه ايز او بين امللي ملاتړ نه ولاړ وو.

3. که څه هم مذهبي جذبه د جهاد لپاره يو پوره کېدونکی عامل ؤ، ولې په سياسي او فکري لحاظ د هغه و خت نسل له له اوسني نسل سره مقايسې وړ نه دی، او نه هم د اړیکو داسې وسائل موجو وو.

4. امان الله خان په پيل کې غوښتل چې له افغانستان څه يو غوښتلی افغانستان جوړ کړي، ولې خوارکی په دې رابطه دومره هوسي او عکس العملي حرکت وکړ، چې د ملت له دود، دین او تګلاري نه یې خپله لاره ډیره جلا کړه، تر دې چې له دین سره د جګړې پر کرښه ودرېد، ولې پاچا که هرڅومره زورور هم شي ملت په دغسې مسائلو کې بې تفاوته نه شي پاتې کېدلی، هغه په افغانستان د ترقۍ نيلۍ د لکۍ لخوا زين کړ، چې هغه له پنځه کلن اوږده کړاو نه وروسته له هغه نه د هغه وخت د شرائطو نه پورته درې اشرافي قصرونه چې دده د سلطت پړاو تېر يې برابراوه او د دارالامان او ارګ ترمنځ د اورګاډي پټلۍ او څلوېښت تنه هغه نجونې چې په پاریسي فیشن، د زده کړې په نامه دده د دربار د رونق په خاطر، هغه ډرامه را منځته کړه، چې په افغانستان کې دنارینه وو د تعلیم خبره هم پکې کنګل پاتې شوه.

5. سره له دې ټولو د امیر امان الله خان یو غوره والی دا ؤ، چې کله په دې وپوهیده چې له ملته لیرې شوی دی او يقینا يې په خپله تګلاره کې اشتباه کړې، نور يې په ملت باندې د خپل د تاج لپاره هغه جنګونه ونه تپل، لکه څنګه چې نورو چارواکو تپلي، په داسې حال کې چې ددې وخت د يارانو په نسبت يې درې برابره جګړې پر دې هیواد تپلی شوې.
حقيقت دا دی چې د روسانو پر ضد د افغانستان د خلکو جهاد که يوې خوا د ډېر پراخ او د امان الله خان د وخت د شرائطو په نسبت له يو فوق العاده پراخ ملي او بين امللي ملاتړ نه برخمن ؤ، هغه د داسې سطحې اشخاصو د شخصي اخ و ډب قرباني شو، چې نه يې د امير امان الله خان په شان علی الاقل د ترقۍ لپاره يو منزل درلود او نه يې هم د امير امان الله خان په څېر پردې ملت زړه درد وکړ.

6. که څه هم په لومړني استقلال کې ملت داسې يوه مرحله تېره نکړه، چې د هغوی دمه پر ځای کړي ولې بيا هم هغه مرحله د دې مرحلې په نسبت ښه وه، هلته چې علی الاقل پنځه کاله داسې تېر شولو چې ملت د آزادۍ په نعمت د شکر فرصت پيدا کړي، ولې د روسانو په ماتې او وتو باندې ملت په هماغه ورځ د کورني فاسد جنګ په دروازه ودرېد، او نتیجه یې دا شوه چې یوځل بیا افغانستان له وراسا نه د ناټو د تړونیانو په لاس کې ولوید.

7. په هغه انقلاب کې يوازې انګلستان د افغانستان پر ضد مصروف وو او هغه له داخلي او سيميزو جنجالو سره مخامخ کاوه، ولې په دې انقلاب کې د شوروي اتحاد په ماته، روسان، امريکا، غرب، عربي هېوادونه، ګاونډي هېوادونه او ټول په افغانستان کې د اسلامپالو دیو قوي حکومت له ویرې سره یو او له مختلفو لارو یې دسیسې پیل کړې، چې نتیجه یې افغانستان ته له څلویښتو څخه زیاتو هیوادونو د پوځي قوتونو په راتګ تمامه شوه.

8. په هغه مهال وروستي جريانات د داخلي جګړې په يوه محدود پړاو کې پيل او پای ته ورسېدل، ولې په دې مرحله کې کورني جګړې هغه ابعاد ونيول چې د تېر په نسبت يې زیانونه او ورانی لس برابره وې، بلکې د هېواد سياسي حالت عملا د يوې عملي تجزيې په پر لور روان شو، ګاونډېو او غربي هیوادونو په ښکاره په دې جګړه کې برخه واخیستله او د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره یې داسې لاره هواره کړه چې نن یې په عملي ډول په افغانستان کې د غربي ولکې په شکل کې وینو.

9. که ملت دا نګليس بر ضد متحد ودرېد، نو د يو داسې امير تر شا ودرېد چې په دوديز ډول یې د دې هېواد په سياست کې يې پخې رېښې درلودې، ولې په پروني جهاد کې که ملت د روسانو پر ضد ودرېد، نو په داسې عادي او غير مطرح لړيو پسې ودرېد چې که د روسانو دا بې ځایه مداخله نه واي، نو اکثره به یې دملت د سلمې برخې له ملاتړ څخه هم نه وو برخمن شوي.

په دې کې شک نه شته چې انګلیسي استعمار هغه مهال هم زمونږ د آزادۍ او استقلال د ثمرې د غلاکولو لپاره دسیسې جوړې کړې، او نن چې یوځل بیا دلته راغلي دي، نه غواړي چې هغه د برم تاریخ تکرار شي او یوه هغه له تاریخ او دین نه ناخبره ډله یې بیا په خپله خوا کې نیولې ده چې د آزادۍ او خپلواکۍ تعبیرونه یې هم سرچپه کړي دي.

هغه مهال په افغان ولس کې پردي پالنه یوه لویه بې غیرتي بلل کیدله، خو نن اکثره پردیپال پر وطنپال باندې نیوکې کوي، او پر دې یې ګرموي چې ولې ددوی په شان د پردیو غلامي نه کوي.

هو نن آزد او آزادي خوښونکي تورن او د پردیو په ډالرو مست، غلام صفته کسان او له دین نه لرې کسان د میدان ګډاچیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

افغان مجاهد ملت ته دافغانستان دخپلواکۍ ٩٥ کليزى په مناسبت دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز دمبارکۍ پيغام سه شنبه (نهې) ١٩ / ٠٨ / ٢٠١٤ د ساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز دافغانستان مجاهد او باشهامته ملت ته د زمري دمياشتې ٢٨ مه چې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو ٩٥ کليزې سره سمون خوري مبارکي وايې. افغان مجاهد ملت دتاريخ په اوږدو کې دسترو ازميښتونو سره مخامخ شوي چې په پوره ميړانه يې تاريخ جوړوونکي برياليتوبونه ترلاسه کړيدي افغان ميړني اولس دتاريخ په بېلا بېلو پړاونو کې پرنګي ، روس ته غاښ ماتوونکې ځوابونه ورکړي او دادې دهمدې مجاهد… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x