شعـــــرونه

امارت مو محافظ د دې وطن دی/ پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

امارت مو ژوبل ژوبل دی ملگرو
امارت به نور جگړ‎و ته نه پریږ‎دو

پر زخمونو به یې خپله پټۍ کیږ‎دو
د پردي ډاکتر نسخو ته یې نه پریږ‎دو

امارت مو پرځیدلی و، رب جگ کړ‎
امارت به بیا لویدو ته نه پریږ‎دو

امارت مو نه دی، سم دار الایتام دی
یتیمان نور ډیریدو ته نه پریږ‎دو

امارت مو بالغ شوی نو یې ځکه
پر جذباتو فیصلو ته نه پریږ‎دو

دا ولس مو په لسیزو ژړ‎یدلی
تر دې پس یې ژړ‎یدو ته نه پریږ‎دو

امارت به کړ‎و اتل د رغاونې
د خپل کور کار به پردو ته نه پریږ‎دو

امارت مو محافظ د دې وطن دی
خو پر بل به یې حملو ته نه پریږ‎دو

سپین بیرغ لاندې به خپلو کې جرگه شو
بھرنیان خپلو جرگو ته نه پریږ‎دو

امارت به شریعت ته کړ‎و ور وقف
نوک، ورۍ به بیلیدو ته نه پریږ‎دو
________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۲۳/ ۲۰۲۳ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx