fbpx

د یوه حدیث شرحه (دولسمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

دصحابه کرامو تمناوې

یوه ورځ امیرالمؤمنین عمربن الخطاب رضي الله عنه له صحابه کرامو سره ناست و او ورته ویې ویل : تاسو هریو خپلې تمناوې او ارزوګانې بیان کړﺉ ، یوه یې وویل : زه ارزو لرم چې دا خونه مې ټوله له پیسو ډكه وی او ټولې مې دالله په لار کې خیرات کړې وی ، بل یوه وویل : زما چې دا خونه له سرو زرو ډکه وی اوټول مې دالله په لار کې خیرات کړې وی ، بل یو ه وویل : زما چې دا خونه له جواهرو او قیمتي شیانو ډکه وی او ټول مې دالله په لار کې صدقه کړې وی .

وروسته دوی عمر رضي الله عنه ته وویل : اوس ته ووایه ته څه ارزو لرې ؟ ده ورته وویل : زه دا ارزو لرم چې دا خونه مې دابوعبیده بن الجراح ، معاذبن جبل او حذیفه بن الیمان رضی الله عنهم په څیر انسانانو ډکه وی اوټول مې د الله په بندګې کې په کار ګومارلې وی . سير أعلام النبلاء ، الذهبي (1/14).

د خیرات او صدقې ډولونه

لکه څنګه چې مشهوره ده صدقه او خیرات یواځې هغه معلوم کار ته نه وایې لکه نن سبا چې خلک فکر کوي یعني ډوډۍ یا نور خوراکي توکې خیرات کول ، بلکي دا قاعده ده چې هر ښه کار صدقه ده ، په حدیثو کې ګڼ شمیر ښه عملونه په صدقه سره یاد شوې دي دلته زه هغه حدیثونه را ژباړم او تشریح کوم په کومو کې چې د صدقي مختلف ډولونه یاد شوې دي :

قال رسول اللّه صلى الله عليه وسلم: “على كل مسلم صدقة”. فقالوا: يا نبي الله، فمن لم يجد ؟ قال: “يعمل بيده فينفع نفسه، ويتصدق”. قالوا: فإن لم يجد ؟ قال: “يعين ذا الحاجة الملهوف”. قالوا: فإن لم يجد ؟ قال: “فليعمل بالمعروف، ويمسك عن الشر؛ فإنها له صدقة”. رواه البخاري، وغيره. ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : په هر مسلمان صدقه او خیرات لازم دی ، هغوی وویل : یارسول الله که یوڅوک څه ونه لرې هغه به څه کوي ؟ هغه وویل : په خپلو لاسونو دي کار وکړي ، خپله دي هم ګټه ورنه واخلي او خیرات دي هم په کې وکړې ، هغوی وویل : که یې څه نشوی موندلی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : له محتاج او مرسته غوښتونکي انسان سره دي کومک وکړې ، هغوی وویل : که دا هم ونشې کولی ؟ هغه ورته وویل : ښه کار دې وکړي له شره دي ځان وژغوري . او دا هم د ده له پاره صدقه ده .

قال صلى الله عليه وسلم: “كل نفس كتب عليها الصدقة كل يوم طلعت فيه الشمس، فمن ذلك أن يعدل بين الاثنين صدقة، وأن يعين الرجل على دابته، فيحمله عليها صدقة، ويرفع متاعه عليها صدقة، ويميط الأذى عن الطريق صدقة، والكلمة الطيبة صدقة، وكل خطوة يمشي إلى الصلاة صدقة”. رواه أحمد، وغيره. ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هره ورځ چې لمر راخیږې په هر انسان صدقه او خیرات لازم ده ، له دې صدقي نه یو ډول صدقه دا هم ده چې د دوو کسانو په منځ کې د انصاف او عدل سوله وکړي ، او داچې له یوه سړي سره سپرلي ته په ختلو کې مرسته وکړي دا هم صدقه ده ، هغه ته د هغه سامان ورپورته کړي دا هم صدقه ده ، له لارې ضرري شیان لرې کول هم صدقه ده ، ښه خبره هم صدقه ده ، لمانځه ته هرګام اخیستل صدقه ده .

وعن أبي ذر الغفاري _ رضي اللّه عنه _ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “على كل نفس، في كل يوم طلعت فيه الشمس، صدقة منه على نفسه”. قلت: يا رسول الله، من أين أتصدق، وليس لنا أموال ؟ قال: “لأن من أبواب الصدقة التكبير، وسبحان الله، والحمد للّه، ولا إله إلا الله، وأستغفر اللّه، وتأمر بالمعروف، وتنهى عن المنكر، وتعزل الشوك عن طريق الناس، والعظم والحجر، وتهدي الأعمى، وتسمع الأصم والأبكم، حتى يفقه، وتدل المستدل على حاجة له قد علمت مكانها، وتسعى بشدة ساقيك إلى اللهفان المستغيث، وترفع بشدة ذراعيك مع الضعيف، كل ذلك من أبواب الصدقة منك على نفسك، ولك في جماع زوجتك أجر”. الحديث رواه أحمد واللفظ له، ومعناه أيضاً في مسلم.وعند مسلم، قالوا: يا رسول اللّه، أيأتي أحدنا شهوته، ويكون له فيها أجر ؟ قال: “أرأيتم لو وضعها في حرام، أكان عليه فيها وزر ؟ فكذلك إذا وضعها في الحلال، كان له أجر” مسلم: كتـاب الزكـاة – بـاب بيان أن اسـم الصدقـة يقـع على كـل نـوع من المعـروف، برقـم (53) (2 / 697، 698)، وأحمد في “المسند” (5 / 167).

ژباړه : ابوذر الغفاري رضي الله عنه وایې : رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلې دي : هره ورځ چې لمرراخیږې په هر انسان صدقه کول لازم دي ، له خپل ځان سره یې هم یوډول صدقه ده ، ابوذر وایې ما ورته وویل : یارسول الله موږ خو مال نه لرو څنګه به صدقه کوو ؟ ده وویل : تکبیر ویل صدقه ده اوسبحان الله، والحمد للّه، ولا إله إلا الله، او أستغفر اللّه، ویل صدقه ده ، په ښو امر او له بدو منعه کول صدقه ده ، د خلکو له لارې اغزي لرې کول صدقه ده ، دا اراز هډوکي او کاڼې لرې کول صدقه ده ، ړانده ته لاره ښوول صدقه ده ، کاڼه او ګونګ ته خبره ور اورول چې پوه شي صدقه ده ، یوڅوک دلارې پوښتنه درنه وکړې او تاته معلومه وي ور ښوول یې صدقه ده ، مجبور او اړ انسان مرسته درنه وغواړې ته له هغه سره وګرځې او مرسته ورسره وکړي دا صدقه ده ، په مټو سره له کمزورې سره مرسته کول صدقه ده ، دا ټولې ستا له ځان سره د صدقي په معنا دي ، ته چې له خپلې میرمنې سره کوروالی کوې په دې کې هم اجر ده ، د مسلم په روایت کې راغلې دي یو چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : یارسول الله یوڅوک خپل حاجت پوره کوي په دې کې هم اجر ده ؟ هغه ورته وویل که یې حرام کار کړی وی بیا خو به یې ګناه وه اوس یې چې له حرامو ځان وساته په دې کې اجر ده .

“من استطاع منكم أن يتقي النار، فليتصدق ولو بشق تمرة، فمن لم يجد، فبكلمة طيبة”. رواه أحمد، ومسلم.ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : که ستاسو کوم یو کولی شي د خورما دیوې ټوټې په خیرات کولو سره له اور نه ځان وژغوري خیرات دې کړي ، که هغه نه لري په ښه خبره سره دي له اور نه ځان وژغوري .

“إن الله _ عز وجل _ يقول يوم القيامة: يا ابن آدم، مرضت، فلم تعدني. قال: يا رب، كيف أعودك، وأنت رب العالمين ؟! قال: أما علمت، أن عبدي فلاناً مرض فلم تعده، أما لو عدته، لوجدتني عنده. يا ابن آدم، استطعمتك، فلم تطعمني. قال: يا رب، كيف أطعمك، وأنت رب العالمين ؟! قال: أما علمت، أنه استطعمك عبدي فلان فلم تطعمه، أما علمت، أنك لو أطعمته، لوجدت ذلك عندي. يا ابن آدم، استسقيتك، فلم تسقني. قال: يا رب، كيف أسقيك، وأنت رب العالمين ؟! قال: استسقاك عبدي فلان فلم تسقه، أما إنك لو سقيته، لوجدت ذلك عندي”. رواه مسلم.

ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : الله جل جلاله به د اخرت په ورځ ووایې : بنیادمه ! زه ناروغه شوی وم تامې دناروغي پوښتنه نه وه کړې . بنده به ورته ووایې :یارب !څنګه به مې ستا د ناروغي پوښتنه کوله او ته د ټولو عالمیانو څښتن او رب یې ؟ هغه به ورته ووایې : زما فلان بنده ناروغه شوی و تا یې پوښتنه نه وه کړې ، که دې د هغه د ناروغي پو ښتنه کړې وی زه به دې د هغه خواته موندلی وم . ای بنیادمه ما له تانه د خوراک غوښتنه کړې وه تاماته خواړ ه را نکړل ، هغه به ورته ووایې : څنګه به مې تاته د خواړه درکول ته خو د عالمیانو څښتن او رب یې ؟! الله جل جلاله به ورته ووایې : ته نه یې خبر چې فلاني بنده له تانه خواړه غوښتې و او تانه و ورکړې ته نه پوهیږې که تا هغه ته خواړه ورکړې وی د هغو اجر او ثواب به ما درکاوه . الله جل جلاله به بنیادم ته ووایې : له تانه مې اوبه غوښتې وې تا رانکړې ، هغه به ورته ووایې څنګه به مې تاته اوبه درکولې ته د ټولو عالمیانو رب یې ؟! هغه به ورته ووایې زما فلانکي بنده له تانه اوبه غوښتې وې تا ورنکړې که دې ورکړې وی مابه یې اجر درکاوه .

وقال صلى الله عليه وسلم: “لا يغرس مسلم غرساً، ولا يزرع زرعاً، فيأكل منه إنسان، ولا دابة ولا شيء، إلا كانت له صدقة”. رواه البخاري. ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : ممسلمان چې هره ونه کرې او هر بوټی کرې او له هغه نه انسان او څاروی خوراک وکړې ، دابه د ده له پاره خیرات او صدقه وي .

وقال _ عليه الصلاة والسلام _: “كل معروف صدقة، ومن المعروف أن تلقى أخاك بوجه طلق، وأن تفرغ من دلوك في إنائه”. رواه أحمد، والترمذي وصححه.ژباړه رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : هر ښه کار صدقه ده ، له خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ کیدل هم ښه کار ده ، او د ده په لوښې کې دلو اوسلواغه تشول هم ښه کار ده .

په تیرو روایاتو کې چې کوم کارونه صدقه او خیرات بلل شوې دي هغه دلته د فهرس او لړلیک په شکل را اخلم څو یې شمیر او یادول د لوستوالو له پاره اسانه شي .

• د خپلو مټو ګټه صدقه ده ،

• له محتاجو سره مرسته صدقه ده

• هرښه کار صدقه ده

• له شر نه ځان ژغورل صدقه ده

• د دوو کسانو په منځ کې د انصاف سوله کول صدقه ده

• سپرلۍ ته په خیږولو کې له چا سره مرسته صدقه ده

• سپاره ته دهغه سامان ورکول صدقه ده

• له لارې ضرري شیان لرې کول صدقه ده

• ښه خبره صدقه ده

• لمانځه ته هرګام اخیستل صدقه ده

• تکبیر ویل صدقه ده

• سبحان الله، والحمد للّه، ولا إله إلا الله ویل صدقه ده

• أستغفر اللّه ویل صدقه ده

• په ښو امرکول صدقه ده

• له بدو منعه کول صدقه ده

• د خلکو له لارې هډوکي او کاڼې لرې کول صدقه ده

• ړانده ته لاره ښوول صدقه ده

• کاڼه او ګونګ ته خبره ور اورول چې پوه شي صدقه ده

• یوڅوک دلارې پوښتنه درنه وکړې او تاته معلومه وي ور ښوول یې صدقه ده

• اړ انسان مرسته وغواړې ته له هغه سره وګرځې دا صدقه ده

• په مټو سره له کمزورې سره مرسته کول صدقه ده

• له لارې اغزي لرې کول صدقه ده

• له خپلې میرمنې سره کوروالی صدقه ده

• د خورما یوه ټوټه چاته ورکول له اوره ساتونکې صدقه ده

• خوږه خبره صدقه ده

• دناروغ پوښتنه صدقه ده

• چاته خواړه ورکول صدقه ده

• چاته اوبه ورکول صدقه ده

• هر ډول ونه او بوټی کرل صدقه ده

• له مسلمان سره په ورین تندې مخامخ کیدل صدقه ده

• د مسلمان ورور په لوښې کې سلواغه تشول صدقه ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د