نظــر

استاد دوکتور محمود حسن مخلوف او شيخ البلاغيين دوکتور محمد محمد ابو موسی

احمدالله احمدزی

دوکتور محمود حسن مخلوف د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې د عربي پوهنځي رييس و. د علم ژوندۍ نمونه ګڼل کېده. استادانو به ويل، چې دوی مخلوف ته ناست وي، نو ځان ورته جاهل ښکاري. استادانو به يې لېکچر د محصل او طالب په څېر اورېده.

استاد مخلوف د معاصرو کتابونو تر څنګ د اسلامي علومو په پخوانيو تراثي کتابونو ډېر حاکم و.

د شيخ عبدالقاهر جرجاني “دلائل الاعجاز” او “اسرار البلاغة” او د شيخ تفتازاني “مطول” يې له ياده زده وو.

علم او محصلينو سره يې ځانګړې مينه وه. د دفتر دروازه به يې تل د محصلينو پر مخ خلاصه وه او د محصلينو لپاره يې وخت محدود نه و، تل يې هر محصل سره په مينه خبرې کولې او د هر محصل سوال يې په ډېره مينه ځواباوه.

د استاد تخصص په نقد او بلاغت کې و، خو په فقه، اصول فقه، قرانکريم، تفسير، احاديثو، فلسفه او منطق کې به يې، چې بحث کاوه، نو سړی به يې حيران کړ.

تل به يې هڅه کوله، چې محصلينو ته سخت درس او سخته موضوع په اسانه ژبه حل او وړاندې کړي او استاد يو نه تکرارېدونکی شخصيت و.

يوه محصل قاري عبدالرحمن د اصول فقهې يو استاد دوکتور سعد محمد ابو عبدة له قوله ويل، چې دېرش کاله يې په اصول فقه کې تدريس کړی، خو د اصول فقهې ډېر جزييات يې له دکتور مخلوف څخه اوس هغه مهال زده کړل، چې نوموړي سره په يوه بلاک کې اوسېده.

استاد به چې نورو استادانو ته لېکچر ورکاوه، نو زموږ په څېر کمزوري محصلين يې بيا په خبره نه پوهېدل.

د استاد د دې ټولو صفاتو تر څنګ يوه کمال دا و، چې تقريباً په خپل هر درس او لېکچر کې به يې د شيخ البلاغيين دوکتور محمد محمد ابو موسی يادونه کوله او دی ترې بې حده زيات متاثر و.

ځينو زده‌ محصلينو له استاد محمود حسن مخلوف صاحب پوښتي وو، چې د علم هغو باريکو نکتو او ځانګړو ليکنو راز يې په څه کې دی؟ نو استاد مخلوف صاحب يې په ځواب کې ويلي و: ما هم شل کاله مخکې له خپل استاد او شيخ دوکتور محمد محمد ابو موسی حفظه الله همدغه پوښتنه کړې وه. « ستاسې په کتابونو او محاضراتو کې دغه نکتې او تنبيهات مو له چا تر لاسه کړي دي؟» استاد دا موضوع په ۲۰۱۸ کال کې ليکلې وه.

د استاد مخلوف موخه د جامعة الأزهر د عربي فاکولتې استادان وو. شيخ البلاغيين دوکتور محمد محمد ابو موسی حفظه الله داسې ځواب ورکړی و: په فاکولته کې زما شيوخو د پخوانيو علماوو په تراث ډېره توجه او ټينګار کاوه او بيا يې د ځينو شيوخو نومونه هم واخيستل او زياته يې کړه: که د علم لپاره انبياء وای، نو عبدالسميع شبانة به د نحو پيغمبر و، نوموړي په نحو کې ډېرې زياتې څېړنې کړي دي. يوه ستره ځانګړنه يې دا وه، چې د طالب او علم ترمنځ یې محبت او مينه پيدا کوله. همدارنګه د شيخ محمد علي النجار عقل د ابن جني له عقل او پوهې لږ نه و. په همدې ډول يې نور علماء او شيوخ هم ياد کړل.

تر دې وروسته يې وويل، چې تر ټولو زيات د شيخ او استاد محمود شاکر رحمه الله د احسان پوره وړی دی: «شيخ شاکر رحمه الله د خپل وخت تر ټولو باتجربه او تکړه عالم و. هره شپه به يې د عربيت او اسلام د دښمنان پر خلاف تدابير نيول.»

استادنا الدوکتور مخلوف صاحب فرمايي: تر هغه وروسته مې خپل ملګري ته وويل: (ما چې څومره ليکل کړي، چې ستا او د نورو خلکو خوښ شوي دي، دا هغه څه دي، چې له خپل شيخ علامه ابو موسی حفظه الله مې اورېدلي يا مې د هغه په کتابونو کې لوستي دي او د شيخ کوم کتابونه، محاضرات او جلسې، چې له ما پاتې سوي، هغه نو تر دې څو چنده زياتې دي، چې ما ليکلي او ثبت کړي دي. زه په دې باور يم، چې د شيخ البلاغيين دوکتور محمد محمد ابو موسی نضرالله وجهه نورو سترو شاګردانو «دوه ستر شيوخ محمو توفیق او محمد امين الخضري همدارنګه استاد ابراهيم هدهد، سلامة داود، علي عيسی او د هغوی نور امثالو» سره به تر دې ډېر فرائد او دقائق وي او زه له دغو علماوو او فاضلانو استادانو هيله کوم، چې هغه علم او نکتې نوي نسل ته خپرې کړي.)

د استاد مخلوف په وينا د يادونې وړ ده، چې شيخ ابو موسی خپل شاګردان له ځينو خبرو ډاروي، هغه دا، چې پر موږ او د شيخ پر نورو شاګردانو دا عادت غالب دی.

شيخ ابو موسی دا خبره ردوي، چې د ده شاګردان دې د هغه په کتابونو کې کې بوخت وي او د پخوانيو علماوو له تراثه دې غافله وي او تل به يې دا خبره کوله: «زه له الله تعالی پناه غواړم، چې زه دې د طالب العلمانو او د پخوانيو امامانو د کتابونو تر منځ حايل او پرده شم.»

ـ شيخ دا نه خوښوي، چې شاګرد دې له ده سره د عقل او علم له کارولو پرته درویش او ملنګ وي او يوه ورځ يې ما ته وويل: «زه له تا غواړم، چې اول لمبر مخلوف شې، نه، دوهم ابو موسی.»
ـ هغه وخت چې شيخ زما د بحثونو مشرف او لار ښود و، زه به يې هڅولم، چې له فکر سره يې مخالفت وکړم او فرمايل به يې: «زما په ژوند کې به د سترې خوښۍ ورځ هغه وي، چې ته زما ملاحظه او نظر رد کړې» استاد، چې کله زما هښتيا ته متوجه شو، نو زياته يې کړه: زه بايد دا حس کړم، چې ما فکر کوونکی عقل روزلی، نه روبوټ،چې يوازې شيان يادوي او خالي کيږي.

دا خبره کوم، چې له شيخ محمد ابو موسی حفظه الله سره د څلوېښت کلني صحبت او ملګرتيا هغه څه ما ته رښتيا ثابت کړل، چې ما ته به د تاريخ مبالغې ښکارېدې. يو په کې د عبدالله بن احمد بن حنبل رحمهما الله هغه خبره وه، چې ويل به يې: ما له خپل پلاره اورېدلي دي: «له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې ما داسې لمونځ نه دی کړی، چې ما دې په کې امام شافعي رحمه الله ته دعا نه وي کړي. عبدالله له خپل پلاره پوښتنه کوي، چې اې پلاره! امام شافعي څه کړي، چې دومره يې ستا په زړه او عقل کې ځای نیولی دی؟ امام احمد بن حنبل رحمه الله خپل زوی ته وايي: امام شافعي رحمه الله د خلکو لپاره د لمر او عافيت په څېر و. ايا له دې دواړو خلاصون شونی دی؟ امام شافعي هم دغسې و.

له دې کلام وروسته زموږ استاد او شيخ علامه دوکتور محمود حسن مخلوف فرمايي: زما په نظر شيخ ابو موسی د محصلينو او طالب العلمانو لپاره د علم، فکر او ويښتيا لمر دی، په داسې حال، چې علمې سټې بيخي کمې دي، د عافيت اسباب بيخي لږ دي او زياتوي: «زما ګرانه د شيخ ابو موسی کلام مطالعه کړه، زړه او عقل به دې د علم له دقائقو، باريکيو او نکتو ډک شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx