
(زۀ) د زۀ دوزخ دی!
سید اصغر هاشمي
زموږ لومړنۍ ستونزې لۀ ځان څخه پیلېږي او پۀ ځان کې یې بنسټ کېښودل کېږي. کله چې بل ته ستونزې جوړوو، دا پۀ دې مانا ده چې ځان ته ستونزې جوړوو. موږ لۀ نورو سره د انسانیت او اسلامیت اړیکې لرو، دغه اړیکې د ذات او ماهیت دي، لۀ یو ځای څخه د پیدا کېدو دي، یو شان جوړښت، وینه، زړۀ، عقل، حواس او داسې نور ورته والی دی چې موږ لۀ نورو انسانانو سره شریکوي، نو ویلای شو چې (زۀ) لۀ هغه وخت څخه د ځان دښمن شو، کله چې (زۀ) لۀ نورو سره دښمني پیل کړه، پۀ حقیقت کې لۀ نورو سره دښمني لۀ ځان سره دښمني ده، لۀ همدې لامله ویلای شو چې انسان پۀ ذاتي ډول بېلا بېلو برخو کې سره یو شان والی لري.
کله چې انسان پۀ ارادي ډول د یو عمل تر سره کولو واک پۀ لاس کې واخلي، نو لۀ نورو ځایونو څخه د انسان واک سلبېږي، دغه لاسوهنه بل څوک نۀ کوي، د انسان ماضي، لاشعور، ټولنیز لاشعور او اضطراب یې جوړوي او ماضي خپل ځواک ښيي او خپله هغه دښمني پۀ ډاګه کوي چې لۀ حال څخه یې لیدلې ده.
ماضي لۀ حال څخه پۀ تنګ وي او پۀ خپلو اوږو باندې د حال زمانې را پاتې دروند پیټي وړي، نو ځکه بېرته حال ته ستونزې جوړوي. هره رواني ستونزه د انسان پۀ لاشعور کې ذخیره کېږي او پۀ ټولنیز لاشعور کې انسان ته پۀ میراث کې پاتې کېږي او پۀ یو نۀ یو ډول انسان تۀ زیان رسوي.
زموږ پر شعور باندې لاشعور پاچاهي کوي، پۀ اختیار مو بې اختیاره واکمني کوي او پۀ یو نۀ یو ډول مجبوره یو، خو د جبر ټولې ستونزې د تقدیر برخه ده او موږ پرې خوښ یو. پۀ همدې ډول ماضي پر حال واکمني کوي، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې شعور او لاشعور پۀ یو بل کې تداخل لري، د شعور څخه ستونزې لاشعور ته پۀ میراث کې پاتې کېږي، بېرته لاشعور خپلې ستونزې پۀ شعور باندې تپي او پۀ شعوري کړنو کې لاسوهنه کوي.
د شعور او لاشعور اړیکه د حال او ماضي پۀ ډول ده، د شعور پۀ کړنو کې لاشعور مداخله کوي، پۀ همدې ډول ماضي پۀ حال باندې اغېزه کوي.
د انسان ماضي یې لاشعور دی او حال یې شعور دی او دغه دوه برخې یو پۀ بل کې ننوتې دي. پۀ انسان کې دوزخ د لاشعور سرې لمبې دي چې پۀ ماضي کې ذخیره شوې دي، د همدغې ماضي پر بنسټ انسان پۀ حال کې لۀ ستونزو سره مخامخ دی. کله چې پۀ انسان کې دغه اور بل شي، لۀ نورو مخکې ځان سوزوي، لۀ نورو څخه زیات ځان ته ستونزې جوړوي، دغه دښمني معنوي ده او لۀ فزیکي دښمنۍ څخه خطرناکه او ستونزمنه ده، دښمن بل څوک نۀ دی، خپل ځان دی، هم یې پېژنې او هم یې نۀ پېژنې، هم دې دوست دی او هم دښمن، هم دې خپل دی او هم پردی. لۀ نورو سره د دښمنۍ چاره کېږي، خو لۀ ځان سره دښمني د نفس، روح، عقل او حواسو دښمني ده، د دې دښمن پېژندل او ورسره دښمني کول د زړه خوړل دي، دغه دښمن نۀ پېژندل کېږي او تشخیصول یې اسانه کار نۀ دی، دغه دښمن د انسان ځان دی، څوک چې لۀ دښمن سره مقابله کوي، هغه به لومړی لۀ ځان سره مخامخ کېږي، لۀ ځان سره به مقابله کوي، پۀ ځان کې به ځان وژني، پۀ ځان کې به شیطان پیدا کوي او د خیر او شر پۀ دغه جګړه کې انسان لۀ ډېرو لویو ستونزو سره مخامخ کېږي.