ټولنیزه برخه

د هالیوډ او بالیوډ ناوړه سینمايي کمپنیو حقیقت

لیکنه : م . عبدالسلام ( حنفي )

د نولسمې پیړۍ په آخر او د شملې پیړۍ په لومړیو وختونو کې د سینما دور ظهور وکړئ ، چې تر ټولو مشهور کمپني د سیمنايي فلمونو په جوړولو کې هالیوډ او بالیوډ دي . او د دې موخه او هدف دادي چې اسلامي ارزښتونه له منځه یوسئ ، او د مسلمانانو ذهنونه تخریب او په اخلاقي فساد باندې اخته شي ، او تر ډیره بریده خپل هدف ته ورسیدل ځکه چې په اسلامي ټولنه کې یې ځیني ځوانان تر داسې اندازې پورې منحرف کړل ، چې هغوي اسلام د انسانیت لپاره د نجات ذریعه نه بولي ،

خو بدبخته چې اسلامي امت له ډیرو مشکلاتو ، تکالیفو او فتنو سره مخ شوي دي ، لیکن دوي بیا هم د تیر تاریخ څخه دا عبرت او درس ترلاسه نه کړي ، چې څنګه موږ د خپل دین د پلویانو او اتلانو په توګه راپاڅیږو ، او د اسلام سپڅلي بیرغ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې وځلوو ،

خو مخکې له دې چې په فاسدو هیوادونو کې د رسنیو اهداف او رول په ګوته کړو ، باید د دغو فسادونو له څرګندیدو مخکې د اسلامي امت حالت وڅیړو ،
وروسته به دا حالت سره پرتله کړو ، تر څو د دښمن حقائق ، شواهد او موخې روښانه شي ، او ځوانان مو د په فتنو په جال کې د راګیریدو څخه خبرتیا ترلاسه کړي ،

نو د امت مسلمه د مخکنیو حالتو څخه یو حالت دا وو ، چې په هغه وخت کې د انسانانو او شیطانانو له دسیسو او همدارنګه د هیالیوډ او بالیوډ ، او د غږیزو رسنیو له ظهور څخه مخکې د مسلمانان د علم تر لاسه کولو لپاره لیواله وو ، که هغه دیني علم ، یا د طب ، کیمیا ، او انجنیري علم و ، همدارنګه په مسلمانه ټولنه کې ښځې په خپل حجاب خپل اسلامي لباس کي ګرځیدلي او په هغوي باندې به یې ویاړ کوئ ، ځوانان به د قمار او شرابو څښلو مجلسونو په ځاي د تورې وهلو نیزې ویشتلو ، لامبو وهلو ، آسونو ځغلولو زده کړه کوله ، او زړونه به یې یو له بل سره تړلې اوپه مینه محبت به یې خپل ژوند کوئ ، په ځوانانو کې نیکي ترسره کول او صداقت غالب وو ، مخکې له دې چې د لویدیځ فتنې د مسلمانانو برم او عزت له منځه یوسې دا د اسلامي ملت په لنډه توګه حالت وو ، خو بدبختانه چې لویدیځوالو د اسلامي امت څخه په ډیر فریب او چم سره دا هرڅه له ذهنونو څخه ویستل او په اخلاقي فساد یې اخته کړل .

د هالیوډ او بالیوډ ناوړه اهداف

۱ : د انسانیت اخلاق له منځه وړل .

۲ : د فحشاء خپرول .

۳ : د عفت او عزت څخه انسانیت خلاصول .

۴ : دښه عملونو په ځای په تولڼه کې بد علمونو خپرول .

۵ : د نیکو مجالسو په ځای د شراب او قمار محفلونه رامنځ ته کول .

نو دا چې د دوي مهم هدف د فاسدو اخلاقو خپرول دي ، او اخلاق د هر ملت د پرمختګ تر ټولو مهم عامل دي ، د هر ملت تمدن د هغوي تر اخلاقو پورې تړلي دي ، او اسلام خپلو پیروانو ته د ښو اخلاقو د داوم غوښتونکي دي ، او د مسلمان څخه غوښتنه کوي چې د خپل نفس تزکیه له هر ډول رذایلو اخلاقو څخه وکړئ ، ځګه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي : زه یوازي د ښو اخلاقو د پوره کولو لپاره رالیږل شوي یم .

ځګه کله چې موږ وایو چې فلانکی کس د ښو اخلاقو خاوند دي ، نو د دې مطلب دا وي چې په هغه شخص کې ځیني صفتونه څرګندیږي ، لکه صداقت ، ښه وینا ، پاکوالي ، رحم ، عاجزي ، سخاوت او له نورو سره مرسته کول .

خو که چیر ته یو کس دغه ځانګړني له لاسه ورکړي ، ستاسو په فکر هغه ته څه ویل کیږي ؟

له همدې امله د خلکو د اخلاقو له منځه وړل د دغه فتنو لومړۍ هدف وو ، تر څو دوي پرمختګ ونه کړي ،او د داسې خلکو په څیر پاتې شي ، چې یواځي بي روحه تنه وي ، چې نور د هیڅ جرأت په کې نه وي ، نو ستاسو ذهن ته به اوس یوه پوښتنه پیدا کیږي چې د خلګو اخلاق یې په څنګه طریقه له منځه یوړل ، او د خپل هدف لپاره یې کومه وسیله په کار باندې واچوله ؟

نو د دې ټولو پوښتنو جواب په یوه جمله کې چې هغه د خلګو تر منځ فحشاء خپرول دی .

نو له همدې سببه چې کله د اسلامي ټولنې ځوانانو د فلمونو په کتلو روږدي شول ، نو مسلمان ځوانانو د خپل شخصیت تر ټولو مهم څه چې اخلاق دي له لاسه ورکړل ، او د زنا او فحشاء په لاره منډی وهي ، او خپل ایمان یې له لاسه ورکړي ، چې د دین لپاره یې احساسات مړه شول ، د اسلام څخه دفاع کول هغه په خپل ژوند کې عملي کول او په اسلام باندې خپل ځان قربانول خپل مسؤلیت او دنده هم نه بولي .

دا څرګنده ده چې د دې فتنې هدف نارینه ځوانان دي ، خو ځوانې مسلمانې ښځې او نجونې څنګه په نښه او فتنه کې اچول کیږي ؟

دا چې ښځه د کورنۍ په جوړښت کې مهمه برخه ده ، که صالحه وي ، ښه نسل به رامنځ ته کړي ، او که فاسده وي ، نو هر څه به فاسد کړي ، اسلام د ښځو په کورني نظام کې د رول پیاوړي کولو ته لیواله دي .

د ښځې ساتنه باید لکه د ګاڼې په څیر په نرمۍ سره ترسره شي . او د کور او ژوند په چارو کې ورسره همکاري وشي . او د میرمني لپاره د خپل خاوند اطاعت د جبر او ظلم معني نه لري ، او نه دا د ښځې کمزوري بلل کیږی ، بلکې د ښځې ځواک د میړه په اطاعت کې نغښتي دی ، ځکه چې قوي کورنۍ هغه ده چې د ماشومانو / خپلو اولادونو په پالنه او د کور او ژوند په چارو کې سره همکاري کوي ، او ضعیف کور هغه کور دي ، چې تر منځ یې هماهنګي نه وی ، ځګه هغه خاوند چې د خپلې میرمني حقوقو ته درناوي نه کوي ، او هغه میرمن چې د خپل خاوند اطاعت نه کوي ، نو ترمنځ یې په دوامداره توګه ازدواجې ستونزي رامنځ ته کیږي .

نو همدغه تر ټولو مهم لامل دی ، چې د مسلمانې ښځې د افکارو او اخلاقو د منحرف کولو لپاره یې شیطان په کار اچوي ، او په یو حدیث شریف کې رسول الله صلي الله علیه وسلم همدې ټکې ته اشاره کړي ، چې شیطان ته په خپلو ملګرو کې تر ټولو خوښ هغه شیطان دي چې د خاوند او میرمنې ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي ، اوابلیس هغه شیطان خپل ځان ته نږدي کوي .

نو شیطان چې د خاوند او میرمني په منځ کې اختلاف رامنځ ته کوي ، هغه د ښځو په افکارو کې دا خبره تکراروي چې حجاب د شاته پاتي کیدو لامل دي ، یا د خاوند اطاعت د غلامۍ زنځیرونه دي ، او د آزادۍ مفکوره په ذهن کې ورکوئ ، نو په همدې سبب کله چې یوه ښځه دا کارونه ترسره کوي ، په نتیجه کې یې شیطان او د شیطان ملګري ، ښځې ته ځان نږدي کوي ، او ښځه په خپلو ناوړو اهدافو کې راګیر کړي ، چې لامله یې ښخه جنسي تیري ، طلاق اخیستلو او حتي ځان وژني ته هم اړ کړي ، او دوي ورڅخه خپله استفاده کوي ، او دې ښځې عزت او عفت له منځه یوسي ، او داسي یې استعمالوي لکه ښځې چې د اخیستلو او خرڅولو د اعلاناتو لپاره پیدا شوي وی ، او د همدې اخیستلو او خرڅولو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه استعمالوي .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx