افغانستان

دواړه کانديدان بايد شوي پرېکړه ليک ته درناوی وکړي

ولسمشر حامدکرزی وايي، دی هيله من دی، چې دواړه کانديدان به د شوي پرېکړه ليک له مخې ملي حکومت جوړوي او دغه تړون ته به درناوی کوي.

ښاغلي کرزي نن کابل کې د خپلواکۍ د ۹۵ کليزې لمانځنغونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ټول ولس د رايو پايلو ته په تمه دی او د پايلو له اعلان سره سم بايد دواړه کانديدان د شوې پرېکړې له مخې په ګډه يو ملي حکومت جوړ کړي.

د خپلواکۍ د لمانځنې غونډې ته د ولسمشرکرزي او لوړپوړو چارواکو په ګډون د ولسمشرۍ دواړه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله هم راغلي وو.

کرزي وويل، چې د ازادۍ ورځ لمانځل د ګردو افغانانو وياړ دی او زموږ د نيکونو د تورو او سرښندنو برکت دی، چې هېواد مو اوس ازاد دی او موږ ټول افغانان بايد د نيکونو په لاسونو ګټل شوې ازادي وساتو.

د راتلونکي حکومت او امنيتي ستونزو په اړه يې وويل، چې دواړه کانديدان وروڼه بايد د شوې پرېکړې له مخې خپل حکومت جوړ کړي او د افغانستان د خلکو راتلونکی د روښانه کولو لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

د افغان انګليس درېمې جګړې پر مهال چې افغانانو انګليسي ښکېلاک ته ماتې ورکړه، ۱۹۱۹م کال کې انګريزانو د افغانستان خپلواکي ومنله او هر کال افغانان د زمري په ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي، خو دا ديارلس کاله دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي، چې هېواد کې مو د بريتانيا په ګډون د لسګونو هېوادونو عسکر پراته دي، خو موږ بيا هم دغه ورځ په ډېر وياړ لمانځو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x