نظــر

د افغانستان اقلیمي فرصتونه او ستونزې

دودیال

یقیناً چې الله پاک انسان ته لوی کرامت او حیثیت ورکړی دی. د انسان مقام او دهغه عزت او آسایش یی ستایلی دی. د اسرا سورت اویایم آیت کی خدای پاک فرمایلی دي:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [اسرا-۷۰]

یعنی: بیشکه چې موږ بینادم ته درناوی ورپه برخه کړ. دوی ته مو په وچه او سمندر کی د سورلۍ وسایل ورکړی او له  پاکو شیان مو ورته رزق مقرر کړ او له ډیرو نورو مخلوقانو مو فاضل دریځ ورکړی دی.

دا مو هم اوریدلی چې مبارک پیغمبر مکی معظمی ته په خطاب کی وفرمایل: ای مکې په الله قسم چی د انسان موقف ترتا اوچت دی.

دا دی انسان، انسانی کرامت او منزلت ته  د اسلام د مبارک دین ستر ارشاد!  مګر عملاً په اسلامی افغانستان کی انسان او نور ټول ژوندی مخلوقات په ډیرو ستونزو او د مرګ له ګواښونو سره مخامخ دی. دا ولی؟ په داسې حال کې چی دالله پاک له لوری ټول مقرر نعمتونه ترزمکی لاندی، د زمکی پرمخ اودهغی له پاسه ورته مهیا دي .  ستونزه دا ده چی دغه وطن(افغانستان) کی اوسیدونکی او چارواکی  (انسانان) فکر نه کوی، عقل په کار نه اچوی او ډیرنور سپیڅلی ارشادات پام کې نه نیسی اوورڅخه خبر ندی. د قران عظیم الشان د حکمت برخه انسان ته پوهه او تفکر ورکوی او د یعقلون، تعقلون، یتفکرون… کلمات انسان متوجه کوی چی د خپل ژوند د سمون او د هغه دریځ او کرامت د ساتنی لپاره چی الله ور په برخه کړی عقل او فکر څخه کار واخلی.

متاسفانه موږ د شتمنیو سره سره وږی، محتاج، دنورو غلام، د ورورپه قتل خونکار، ظالم، په دروغو، دوکه او حرامو روږدي، ذلیل او بیچاره یاستو. مناسب ځای کی سم کور نشو جوړولای په زلزله او سیلاو کی راڅخه ټوله کورنی برباد شي، چی احساساتی شو د تربور په نوم قتلونه کوو، د اوبو او زمکی په لرلو بیا هم کښت او فلاحت نشو کولای، کان ایستول ته موملاماته او کمال او پوهه یی نلرو، چاپیریال مو ککړ کړی، حال دا چی الله پاک وایی چی په وچه اوسمندر کی فساد مه خوروه!

راځئ چی وګورو چی الله پاک کوم د ژوند او عزت امکانات راپه برخه کړی دی:

لومړی به د پوهې او علم یادونه وکړو: ډېرو هیوادو  دبیسارو علمی پرمختګونو په برکت خپلو خلکو ته هوساینه، غوره نعمنتونه، تفریح، د آسایش وسایل او روغتیا چمتو کړه. دوی اوس هرکال دا سنجوی چې خلک یې د خوشحالۍ کومه درجه کې دي. له بده مرغه د افغانستان بیچاره خلک د زښت ډیرو سیاسی، اجتماعی، اخلاقی، حقوقی، اقتصادی ستونزو څخه برعلاوه د اقلیم او طبیعت دقهر تر ګواښ لاندې هم دي. که چیرې د دې هیواد علمی مراکز، تححقیقی ادارې، مسلکی او متخصص تجربه لرونکي کارکوونکی دې ته پریښودل شی چې په خپلې مسلکی پوهې سره د ستونزو حل ومومي، دا ستونزی کاملاً حل کیږي.

نړۍ له اویایمی لسیزې وروسته د چاپیریال ستونزو ته ځیر او میرمن باربارا ( موږ د ژوند لپاره د زمکې یواځې یو غونډاری لرو Only one earth ) د ژوند دچاپیریال ساتنې ته اشاره وکړه او په دې سره هر هیواد د چاپیریال مسایلو ته لومړیتوب ورکړ. د ملګرو ملتونو سازمان هم د چاپیریال ساتنې نړیوال پروګرام اعلان او د چاپیریال ساتنی موسسه ( UNEP) یې جوړه کړه. نړۍ د اتیایمی لسیزی په پای کی د اوبو په ستراتیژیک ارزښت پوهه او په ۱۹۹۱م. کال یې د دوبلن کنفرانس دایر او اوبه یې یوه اقتصادی ماده  وبلله. اوس نور هیوادونه دی برخو کې ستونزه او اندېښنه نه لری. دا یواځې افغانستان دی چی د خپل منځی تضادونو، جنګونو، قتلونو، سیالیو، ناپوهی، خرافاتو، شاتګپالی او علم سره د دښمنۍ په پاللو لاهم لویه بدمرغی زغمی.

د طبیعی پېښو(سیلاو، زلزلی، …)، لوږې، دچاپیریال ککړتیا ، وچکالی، دپاکې انرژی نشتوالی او اقلیمی ستونزو په اړه ممکن زموږ یو شمیر هیوادوال مایوس وي، خو د مایوسي ترڅنګ ډیرې هیلې هم شته.

لاتحزن!

هیوادوالو مه خپه کیږئ. که چارې پوهو، ژمنو، متخصصو، باتجربه او مسلکی کارپوهانو ته وسپارئ، افغانستان په لږ وخت کې له موجودو ستونزو خلاصون مومی . افغانستان د راز راز اقلیمونو لرونکی دی، دی خاصیت ته یې( microclimate) وصف وایی. په ختیز کې مو درې ولایتونه مدایترانه ی اقلیم لري؛ جنوب د لوړو غرونو، کانونو، میوه لرونکو ځنګلونو، وحشی ژویو لرونکی دی؛ شمال د طبیعی ګاز او اوبو د سرچینو( پامیر او هغه کې ټول کال کنګل ډنډونه)، مرکزی ساحې په واورو پټ ارتفاعات، جنوب غرب د غلو دانو لپاره کافی زمکې لری. په دې توګه د سانتی ګراد له منفی پنځه ویشت تر مثبت پنځوس درجو پوری سړه او توده هوا لرو. غرونه، هوارې دښتې، کرنیزی خاوری، ځنګل او څړځایونه لرو. دا ټول ښه مدیریت کول او له تباهی څخه یې ژغورنه غواړي. دا یواځې د یوه سالم او مدبر تخصصواک حکومت دنده نده، بلکې د ولسونو رول لا پکې مهم دی.

جنوب غرب سیمی ډیر تود اوړی، بادونه او نسبتاً سخت ژمی، مرکزی ولایات سوړ ژمی او ختیز کی تود اوړی او معتدل ژمی لرو. د کښت،  بڼوالی او مالداری ښه امکانات لرو. د بیلابیلو سیمود اورښت اندازه هم توپیر لری، ډیره لږ یی ۱۰۰ او لوړه یی تر۱۵۰۰ میلیمترو پورې ده(اوسط کلنۍ اورښت ۹۰۰میلیمتره، د باران،واورې او ږلۍ په بڼه) دی. دژمی سړې قطبی څپې له شمال څخه راځي او مرکزی لوړو سیمو کې د واورې د وریدو لامل کرځي، پسرلی کې د بالتیک او تورسمندرګی څخه راتلونکی وریځې پسرلنی بارانونه راوړي، اوړی د هند له سمندر او دعرب سمندرګي څخه تودې څپې د اوړی او پشه کال بارانونه راوړي. دغه اورښتونه او دهغو له امله بهیدونکی سیندونه د کرنی او بڼوالۍ د انکشاف ډیر ښه چانس برابروي. جنوب کې موسمی بادونه د برېښنا د تولید لپاره او د کال په ۲۹۰ ورځو کې په ۶۰درجو میلان سره  د لمر مهیا وړانګې د لمریزی بریښنا د ترلاسه کولو  ښه چانس دی، داځکه چې موږ د اوړي له خوا تقریباً ۱۴ساعته او دژمی له خوا لس ساعته ورځ لرو. که د سولر دړو څخه د بريښنا تولید پیل کړو، د اوړي په ورځوکې په یوساعت کې له یو مربع متر څخه تقریباً اووه کیلوواټه برېښنا ترلاسه کولای شو. د  اوړې دغه ورځې، د لمر په طکر شوی کیفیت سره د سولرانرژي مساعد حالت دی. له سیاسی  او جغرافیاوی پلوه د هیواد موقعیت لا ګټور او مهم دی.

تېرو شلو کلونو کې د ناامني له امله دکلیوالی اقتصاد(کلیوالی تشبثاتو) وده ونه کړه، سره له دې چې له ۲۰۱۴م.کال وروسته د اوبو مدیریت ته پوره پاملرنه وشوه، خو د اوبو د تاسیساو او بندونو جوړولو کې د ساختمانی چارو پپرتله امنیتی چارو ډیره بودجه ولګوله او د یو- دوو میاشتو کارونه به کال کی  نشو ترسره کیدای. ښې حکومتولی( Good Governance) د مفسدینو دمافیا له امله تحقق ونه موند، افغانستان د مرکزی او جنوبی آسیا ترمنځ د وصل د کړۍ په توګه خپل ارزښتمن رول ترلاسه نه کړ، دا ځکه چی امنیتی وضعیت مطمئن نه و، کانونه  سروی شول، سره له دی چی یوزر او درویشت معادن ترکار لاندې و، خو ټول عواید یی دولت نه ترلاسه کول، د هیواد د معادنوارزښت تریلیون ډالره سنجش شو، خو د شفاف قرارداد او استخراج چارې یې د ناامنی له امله ترسره نه شوی. په ولایاتو کی  د ناامنی له امله ډیر خلک ښارونو ته جبری مهاجر شول، چې په پایله کې ښارونو ډیر ناانډوله انکشاف وموند، د چاپیریال(اوبو، هوا او خاورې) د ککړتیا د مخنیوی تدابیر نه وو. قومی، محلی او ژبنی تعصبات و پکریدل او د عمرانی او انکشافی پروژو د اجرا لپاره فرصتونه له لاسه ووتل.

اوس ډیره ضروری ده چې هیوادوال په خپله خپل ژوند ته په خپلو میسر امکاناتو هڅې وکړي، نو:

  • په کار ده چی دچاپیریال ساتنې ته پام وکړو،
  • د مسلمان ورور یو څاڅکی وینه او مال راباندی مطلق حرام او کلک بازخواست لري،
  • بیوخته ښکار او د ځنګلونو له تباهی ځان وساتو اود بیت المال په وړاندې صادق او شفاف اوسو،
  • د کرنی وړ شنی زمکی په کورونو سړکونو، سرایونو(غیرزراعتی استعمال) له کښت ونه کاږو،
  • د موسمی اورښتونو اوبه زیرمه کړو او د اوبو له ککړتیا ډډه وکړو، اوبو ته بندونه او کانالونه جوړ کړو،
  • کورونه د زلزلو په وړاندې کلک او د سیلاو او واوری د ښوئیدو له سیممو په اړخ کی جوړ کړو،
  • علم، پوهې، ښوونځی او تحصیل ته لومړیتوب ورکړو ، نجونی او هلکان پوهنتونو ته واستوو، د علم حاصلول فرض دی،
  • له طبیعی شتمنیو په هوښیاری او عقلمندی کار واخلو،
  • اتفاق ولرو، یو پر بل ظلم ونه کړو، کبر، تعصب او جهالت پریږدو، حلم، زغم او عزت، پوهه درناوی خپل کړو،
  • مفتخوری او د بل لاس ته کتل پریږدو، کار او زحمت ته ملا وتړو،
  • نړۍ سره تعامل او اړیکی جوړې کړو، دجهالت له تیاری رڼا ته ووځو، ټوپک وغورځوو کتاب راواخلو،
  • هنرونو، کمال، زده کړی او د نن ورځې حکومتولی، تخصص او مسلکی مهارت ته درناوی وکړو او د ترقی او پرمختګ په لوری قدم اوچت کړو.

که مو د خدای پاک نعمت باندی کفران ونه کړ او فکرونه مو دغو ټکیوته واړول، نو بیا به هغه د کرامت لرونکی مخلوق اوسو، کوم چی  الله پاک یې یادونه او لورېینه راباندې کړې، پرته له هغه به همدا ذلالت او ضلالت وي.

(و.ګ: سورة اسرا، اویایم مبارک آیت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx