افغانستان

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر؛ هڅه کوو چې د سیمي له هیوادونو سره د ځمکي له لاري نوي سوداګریز دهلېزونه فعال او پیاوړي کړو

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، لړم، ۱۰مه،۱۴۰۲ل)؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ترکیې هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د ۷۷ شرکت له مشر او د افغان – ترک سوداګرۍ شوری له رئیس سلیمان جلیف سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال ښاغلي جلیف ویلي چې په افغانستان کې د ښه امنیت او خوندي اقتصادي چاپېریال له امله دغه شرکت د کجکي بند د برېښنا تولید د لومړي فاز چارو لپاره پانګوال جلب او کارونه پیل کړي دي.

په ورته مهال مولوي امیرخان متقي ویلي چې؛ هڅه کوو څو په افغانستان کې پانګوالو او سوداګرو ته لا ډېره اسانتیا برابره کړو، د سیمي له هیوادونو په ځانګړې توګه له ترکیې سره سوداګرۍ زیاته کړو او د ځمکي له لاري نوي سوداګریز دهلېزونه فعال او پياوړي کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx