نظــر

له دارالهجرته تر خپل کوره…

خالق یار احمدزی
پاکستان چې له لسیزو یې افغان کډوال په خپله تحت السلطة کې ساتلي او د هغوی کوربتوب ته یې تر دې مهاله دوام ورکړ، بالاخره یې د وخت د چارواکو د صبر کاسه ډکه شوه او میلمانه افغانان یې له خپل کور څخه رخصتیدو ته اړ کړل.
هوکې! پاکستان له وختونو په همدې هڅو بوخت وه، خو له افغان کډوالو څخه یې چې ابزاري ګټه اخیستله او په دې برخه کې یې وخت پر وخت له نړیوالو څخه د شخوند پیسې تروړلې؛ بالاخره یې هماغه هیلې په ناهیلۍ بدلې او د تل لپاره یې هلته میشت میلیونونو کډوالو ته په سپین سترګۍ ځواب ووایه.

جالبه دا وه چې پاکستان دغه لوبه د خپل هغه پنجابي اقتدار پر مهال، چې له بنسټه یې د خپل هیواد انحصاري واکمني مخته وړې وه، عملي نه کړه؛ بلکې د لنډمهال لپاره یې یو نشنلست پښتون د اقتدار پر مخ راووست او د هغه په مټ یې دا ګام واخیسته؛ څو سبا خلکو ته وانمود کړي چې ګواکې پنجاب خو د میلمنو افغانانو ښه کوربتوب کاوو، خو پښتانه وه، کله یې چې د قدرت جزیرې کراس کړې، نو میچنې یې په خپلو پښتنو وڅرخولې.

که څه هم پنجابي واکمنو د افغان مهاجرینو پر سر له امریکې او نورو هیوادونو څخه په سلګونو میلیارد ډالر بسپنې ترلاسه کړې وې او پر کابل یې د احسان اړولو یواځنۍ دکمه همدا مهاجرې پرګنې بللې، خو تر پایه نه د مهاجرینو اصلي حقوقو ته ژمن پاتې شول او نه یې هم له لسیزو وروسته ورغلي افغانان د ځان وبلل.
بلخوا یې بیا د لر پښتانه داسې ذهناً وروزل چې له نورو پښتنو قومونو سره به یې پیوند په ډیر مشکله منځته راځي.

له انګریزي ښکیلاک څخه ورته پاتې د ډیورند فرضي کرښې لانجه یې داسې پرمخ یووړه چې اوس د هغې غاړې پښتانه لا پر دې غوسه کوي چې ولې ورته د رسمي سرحد نوم نه کارول کیږي.

که څه هم د پاکستان د اقتصاد یوه غوښنه برخه لا هم د افغان بډایه سوداګرو د سرمایه ګذاري محصول دی، خو دغه هیواد هغه احسان و نه مانه او لا د مهاجرینو د کوربتوب په زمانه کې یې له افغانانو سره چې کوم ډول خشن چلندونه وکړل، ښایي د تاریخ صحیفې یې له یاده ونه باسي..

ښایي اوکراین او منځني ختیځ کې د یهودي نړۍ مصروفیدل او له چین او روسیې سره د امریکایي ښامار بد اخلاقیو پاکستان ته دا ور په زړه کړې وي، چې نور یې نه د قدیرخان تولید شوې وسیله کاري ابزار ده او نه هم له لویدیځو مؤسساتو څخه د مالي تمویل هغه متاع قلیل لاسته راوړلی شي، چې په تیرو کلونو کې یې پر افغان مهاجرینو د فشار راوړلو پرمهال تر لاسه کول.
بلخوا د یوه سوکاله او آرام افغانستان شتون که څه هم د سییمه ییز اتصال لپاره د ټولو په ګټه دی، خو د قسم خوړلي پاکستاني پوځ او نورو کړیو ته یې بیا دلته د يوه سوکاله، مترقي او پر خپلو پښو ولاړ افغان نظام شتون یوه معما ښکاري؛ نو کیدای شي د مهاجرینو د راستنیدو پر مهال دلته د نا امنیو د خپریدو په موخه، د خپلو اجیرو بړیڅو لښکرې هم راولیږي؛ هغه تجاوز چې باید وار له مخه ورته ټول لوري متوجه وي.
مونږ چې اوس په هغه وضعیت کې نه یو چې د بودیجې غوښنه برخه مو جګړو کې مصرف شي او د ټولو اداراتو توجه زیربنایي کارونو ته ده، نو کولای شو له فرصت څخه په استفادې د خپلو راستنیدونکو کډوالو ښه لاسنیوی وکړو.

داچې زمونږ زیاتره تللي کډوال په خپلو پلرنیو کلیو او ښارونو کې میشت ځایونه او ملکیتونه لري، نو تر یوه حده ملا ماتوونکې نه ده چې یواځې ددوی لنډمهالی مالي تمویل وشي؛ دغه راز ممکنه ده هغوی چې له خپلو مېنو بې برخې دي، په حکومتي ځمکو کې ورته د پنډغالو جوړیدو او یاځمکې د ویش پروسه پیل شي.

راستنیدونکو کدوالو ته تر ټولو ښه فرصت ځکه برابر دی، چې له یوې خوا حکومت ددوی حقونو ته ځان تر خپله وسه ژمن بولي او بل به دا هم ښه شي چې مونږ ته ګاونډیان د فشار د ابزاري احسان اړولو په توګه مهاجرین وړاندې کوي، ښه ده چې نور د هغوی له دغه احسان څخه هم د تل لپاره خلاص شو.

اوس چې له کوربه هیواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې، ښه خبره داده چې ورسره همهاله افغان حکومت هم د هغوی منلو ته په مینه غیږ پرانیستې او ټولو هغه سهولتونو ته یې چمتووالی نیولی، چې له مخې یې د راتلونکو افغانانو ښه میلمه پالنه تر سره کیدای شي.
نو…..
بورا به خدای په ګلو موړ کړي؛ باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx