نړۍ

خيبرپښتونخوا: اپوزيسيون د اعلی وزير پر ضد د نه باور رايه ورکړه

نن ټکی اسیا (زمري ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د خيبر پښتونخوا ايالتي شورا کې د اپوزيسيون وکيلانو د اعلی وزير پرويز خټک پر ضد د سلب اعتماد رايه ورکړه.

نن له غرمې مخکې د افتاب احمد خان په مشرۍ ايالتي اپوزيسيون ګوندونو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند له ولسي جرګې او درې ايالتي جرګو استعفا ورکوي او د خيبر پښتونخوا ايالت په اړه له خپل ايتلافي ګوند جماعت اسلامي سره مشوره کوي او دوی بايد د تحريک انصاف ګوند له پرېکړې مخکې د اعلی وزير پر ضد د سلب اعتماد رايه ورکړي، تر څو د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ له تحليل څخه وژغورل شي.

په نوموړې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دوی بايد د تحريک انصاف دواړه ايتلافي ګوندونه جماعت اسلامي او عوامي ديموکراتيک ګوند ځان سره ملګري کړي او د دې کار مسؤوليت د افتاب احمد خان شېرپاو پر غاړه شو.

له غونډې وروسته د خيبرپښتونخوا ايالتي اسامبلۍ کې د اپوزيسيون مشر مولانا لطف الرحمن د ۴۶ ايالتي وکيلانو رايې د اسامبلۍ سکرتر ته وړاندې کړلې.
مولانا لطف الرحمن وايي، چې د سلب اعتماد رايه په دې معنا نه ده، چې دوی اعلی وزير له خپلې دندې ګوښه کوي، بلکې دا د دې لپاره، چې اعلی وزير ايالتي اسامبلي نشي تحليل کولای.

د سلب اعتماد څخه د ژغورل کېدو لپاره بايد اعلی وزير ۶۳ رايې ولري او د تحريک انصاف ګوند ايالتي اسامبلي کې ۵۶ وکيلان لري.

د عوامي ديموکرايتک ګوند لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلی، چې دوی د تحريک انصاف ايتلافي حکومت غړي دي، خو د ايالتي اسامبلي د تحليل په اړه يې دوی سره سلا مشوره نه ده کړې.

د جماعت اسلامي امير سراج الحق وايي، چې دوی له ايالتي اسامبلۍ څخه استعفا نه ورکوي او تحريک انصاف ته يې هم دا مشوره ده، چې د استعفا په اړه له خپلې پرېکړې تېر شي.

د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ کې ټولې ۱۲۴ چوکۍ دي چې د تحريک انصاف ګوند۵۶ او د حکومت دوه ايتلافي ګوندونه جماعت اسلامي اته او عوامي ديموکراتيک ګوند پنځه چوکۍ لري.

بل پلو د اپوزيسيون ګوندونو کې د نوازشريف ګوند مسلم ليګ ن ۱۷، مولانا فضل الرحمن ۱۷، د افتاب احمد خان شېرپاو ګوند ۱۰، عوامي نيشنل ګوند پنځه د زداري پيپلز ګوند پنځه څوکۍ لري او دوه پکې خپلواک وکيلان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x