افغانستان

هیواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مسجدونو او زده کړو تنظیم کمېټې پر کار پیل وکړ

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، لړم۱۰مه، ۱۴۰۲ل)؛ د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس، هیواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مسجدونو او زده کړو تنظیم په پار د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ زر محمد حقاني تر سرپرستۍ لاندې یوې کمېټې چې د کار او ټولنیزو چارو، پوهنې، لوړو زده کړو وزارتونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره یې عضویت لري، خپل کار پيل کړ.

د ویلو ده چې دا کمېټه هیواد ته د رستنو شویو افغان کډوالو په هستوګن ځایونو کې د مسجدونو جوړولو، آبادولو او تنظیم سربېره؛ راستنو شویو افغان کډوالو ته د زده کړو زمېنې برابرولو چاري پر غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx