نړۍ

فیډل کاسټرو له قذافي څخه غوښتي چي دمرګ تراخیري سلګئ پوري وجنګیږي.

fedel_castro_the_retired_president(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۰) ښاغلي کاسټرو پرلیبیا باندي د ګډو هیوادونو وجنګ ته دفاشیستي جنګ نوم ورکړیدي، او ښاغلي قذافي یی دسیمي طاقتور شخص بللي دي، له نوموړي څخه غوښتي دي ترڅو دخپلي خاوري  او ملت ددفاع لپاره دژوند تر اخیري سلګي پوري وجنګیږي.

نوموړي زیاته کړه، دقذافي عزت او ابرو په جنګ کي ده باید له جنګه څخه لاس په سرنشي او دنړیوالو وینه څښونکو په وړاندي چي برلیبیا باندي یی له هره لوري هوایی، ځمکني اورسمندري بریدونه شروع کړیدي تراخیره پوري وجنګیږي، اود بهرني تیري په مقابل کي له هیواد والو سره کړي ژمنه پوره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ د ناټو ټولنه دومره له جرمه ډکه او بی انصافه ده چي زه یی په نوم اخیستلو باندي شرم محسوسه وم، ۸۴ کلن تقاعد شوي کمونیست مشر څو واره له قذافي سره کتني کړیدي، ډیري ازادي اوپه ډانګ پیلي خبري یی کولي، نوموړي زیاته کړه زه له معمر قذافي سره کومي سیاسي او مذ هبي اړیکي نه لرم، بلکه دنړیوالو بی انصافي می نه پریږدي چي بنده خو له پاته شم
بخت الرحمن بخت ………………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x