fbpx

امیر امان الله خان او د اسلامي خلافت داعیه

د افغانستان د ۹۵یمې کلیز په ویاړ!

(لیکوال: عبد البصیر عتیقزی- کالم: امت! ): ډېری واقع‌بینانه تاریخ پوهان وایي چې د امیرعبدالرحمن خان د استبداد، ظلم او زور امارت ددې سبب شوی وه چې خلک هغه ته شا کړي او چې کله یې زوی امیرحبیب الله خان د جانشین په توګه د پلار پر تخت کېناست، نو د پلار د استبداد دورې دومره فرصت ورکړ چې تر یو څه وخته په آرام تېر کړي او دا ځکه چې د اعتراض او بغاوت عوامل یې ټول په مخ کې اېل ول. د امیر د زوجاتو تعدد، د سلطنتي دستګاه پراخوالی، د امیر د ښځو او اولادونو رقابت او سیالي او په ټیټه کچه د کورنۍ د غړو ترمنځه رقابت دا لامل شو چې امیر پخپله په همدې ډنډ کې لاهو شي.

په دربار کې ځینې داسې روڼ اندې څېرې وې چې غوښتل یې خپلواکي ترلاسه کړي خو امیرحبیب الله خان یې پدې لاره کې ستر خنډ باله. امان الله خان پداسې حال کې چې د امیر دربار له داسې جنجالونو او شخړو ډک وه، د زیرکې مور له لوري د مشروطه نظام د مفکورې سره یو ځای داسې وروزل شو چې د خپل پلار د تخت یوازنی مستحق وارث یې جوړ کړ. د پلار اعمالو یې لکه له خلکو لرې والی، د خلکو ژوند ته نه کتنه، د ملت په اړه بې‌پروایي او له انګلیس څخه په هر امر کې اطاعت هغه څه ول چې امان الله یې وهڅاوه تر څو د خپل پلار او نیکه برخلاف د تحول عقیده خپله کړي. د هغه چې کوم فکري مسیر وه په دربار او له دربار څخه د باندې په تغیرغوښتونکو خلکو کې منلی شو او همدا سبب وه چې د اردو او نظام ډېری غړي پر ده راټول شول.

امان الله خان د حکومت او ملت اساسي غوښتنې درک کړې وې او دا چې د خلکو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو سره یې له نږدې ناستې کړې وې، پدې پوه شوی وه چې لومړی کار له انګلیس څخه د آزادۍ او استقلال اخستل دي.

هغه وروسته لدې چې تاج یې پر سر کېښودل شو په سریعو تحولاتو یې لاس پورې کړ او له ملت او خلکو سره په کړو وعدو پابند پاتې شو. امان الله خان چې کله له انګلیس څخه خپلواکي ترلاسه کړه نو په ټوله نړۍ کې د استعمار ضد د یوې نمونې په توګه راڅرګند شو او د مسلمانانو په منځ کې د برتانیې پر ضد د جهاد د سنګردار په توګه وځلیده.

پیکار پامیر، د ظهور و سقوط اعلیحضرت امان الله خان په کتاب، ۴۳ مخ کې د جوزف ګستیني تاریخ‌پوه له قوله لیکي؛ امان الله خان یو وطنپال، فعال او د خپلو خلکو د خپلواکۍ تږی وه. د حبیب الله خان دا دویم زوی چې اوس دېرش کلن دی د قوي معنوي ارادې او لویۍ څخه برخمن دی. زړوړ او لرلیدونکی شخص دی او اوس په یو لوی مسؤولیت او دندې چې د مسلمانانو اتحاد او اتفاق دی اخته دی.

همدارنګه د هغه په اړه د لیون پلادا چې د (اصلاحاتو او ۱۹۲۹ کال انقلاب) کتاب لیکوال دی د عبدالغني نامي له قوله چې امان الله خان ته نږدې پاتې شوی وه لیکي: امان الله دېرش کلن ځوان دی… د جالب شخصیت څښتن دی او پر خپلو اعصابو او ټولو حرکاتو حاکم دی. ډېر زیارکښ او کارکوونکی دی؛ د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د هیواد په پرمختیایي چارو بوخت وي او یوازې درې ساعته وخت یې د غذا او لمانځه لپاره وقف کړی دی. روڼ ذهنه او له هر ډول تعصب څخه خالي دی او په سیاسي او ټولنیزو چارو کې مهم او د پام وړ مالومات لري.

د آتش در افغانستان کتاب لیکوال یه نال سټیوارټ، چې ژباړونکی یې یارمحمد کوهسار کابلی دی، لیکي: امان الله خان د عادي لباس په اغوستو سره سموارونو ته تللو او له خلکو سره به له نږدې کېناست. ډېری خلکو به نه پېژانده او که به چا وپېژانده هم نو غږ به یې نه کاوه. د خپل سلطنت پر مهال یې هم همدا کار کاوه.. له زندانه  به یې بندیان خوشې کول، سفریه به یې ورکوله او حتی خپله به زندانونو ته ورته او د عادي وګړو په فاتحو کې یې هم برخه اخستله.

د امان الله خان ټولنیز او مردمي شخصیت ددې باعث شوی وه چې هم په دربار او هم په ملت کې خلک پرې راټول شي. لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه اردو پرته له کوم جنجال او خبرې لده سره بیعت وکړ. امان الله خان د اسلامي نړۍ د وحدت پخاطر لوی کارونه ترسره کړل، او مختلفو اسلامي هېوادونو ته یې سفرونه وکړل او له هېواد مشرانو سره یې وکتل او پدې اړه یې د ټولو د توافق هلې‌ځلې وکړې.

محمد ولي پخپل کتاب (توطئه انګلیس در سقوط دولت اعلیحضرت امان الله خان غازي) کې د روابط خارجي افغانستان در نیمه اول قرن بیستم ـ ص ۱۱۳- ۱۱۴ په سند لیکلي: د امان الله خان کوښښ د یوه اسلامي امارت د رامنځته کولو په خاطر او هغه هم له هندوستان او عربي نړۍ څخه د انګریزي استعمار د له منځه وړو په موخه، په حقیقت کې د هغه اور غوښتل وه چې ده خپل ځان ته راوباله. د هند برتانوي حکومت په همدې دلیل د ۱۹۲۰ کال د نومبر په میاشت کې لندن ته داسې اطلاع ورکړه: موږ نور نشو کولای چې د امیر ټاکنه د امارت په مقام نالیدلې ونیسو، موږ پدې باور لرو چې مسلمانان سخت متعصبه او د یوه اسلامي خلافت د رامنځته کېدو پخاطر د امیرامان الله خان د خلیفه په حیث د ټاکل کېدو طرفدار دي. او هغه څه چې ددغه خلافت له امله امپراطورۍ ته پېښېږي موږ یې له پامه نشو غورځولی او د ډېرې اندېښنې وړ دي. ستاسو توجه دې خبرې ته راجلبوو او هر څومره چې ژر کېدای شي ددغه عمل د خنثی کولو پخاطر لاس په کار شئ.

همدغه لیکوال په بل ځای کې لیکلي دي چې: امان الله خان په عین وخت کې د ۱۹۲۰ کال په لومړیو کې وویل چې هغه له ټولو مسلمانانو سره د اسلامي خلافت په اړه غږېدلی دی او پکار ده چې مقدس ځایونه او اسلامي خاورې د مسلمانانو له لاسه ونه ووځي. همدارنګه د ۱۹۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې افغان امیر اعلان وکړ چې شخصا ددې لپاره حاضر دی چې خپل ژوند د اسلامي خلافت لپاره قربان کړي.

امیرامان الله خان دا خبرې هسې د خولې خبرې ونه ګڼلې او عملاً یې کار پرې وکړ چې له هغې ډلې عملي کارونو څخه یې یو هم د هندوستان اعلانول د دارالحرب په توګه وه او د هندوستان ټولو مسلمانانو ته یې اعلان وکړ چې افغانستان ته هجرت وکړي او د افغانستان دولت به ورته د ژوندانه ټول سهولیات برابروي.

د امیر امان الله خان ددغه اعلان سره کېدای شوای چې د برتانوي امپراطورۍ ټغر له ټول ختیځ ـ هند څخه نیولې تر قسطنطینیې پورې ټول شي او په هر ځای کې یې پر ضد خوځښتونه پیل شي او دی د نائب الخلیفه په توګه وټاکل شي. او د ډېرو اسلامي هېوادونو ورسره دا خبره منلې وه. اکثره مؤرخین د امان الله خان د سقوط عامل د خلافت او اسلامي ویښتابه راژوندي کېدل بولي چې ده یې لوی ارمان په زړه کې ساته، او له ده څخه د انګرېزانو وېره له هغه لیک څخه ښکاري چې دوی لندن ته ددغو خوځښتونو په اړه لېږلی وه.

خو د انګرېزانو کاري لاس پرېنښود چې د خپلواکۍ غوښتونکو دغه بهیر د افغانستان له حدودو واوړي او پدې لاره کې یې په ځانګړې توګه له هغو مذهبي څېرو څخه کار واخست چې د انګرېز پر لټ اوښتل. انګرېزانو ډېرې زیاتې پیسې مصرف کړې او ددغسې خودفروشه پاسیف مذهبي څېرو له لارې یې فتواګانې صادرې کړې چې د امپراطورۍ مخالفین ملحدین او مرتدین دي. امان الله خان یې پخپلو جالونو کې ګیر کړ او د هغو هندي او افغاني علماؤ د فتواګانو ښکار یې وګرځاوه چې ددوی له همیانۍ ورته سکې څڅېدلې.

امیرامان الله خان تجدد خوښوونکی انسان وه او غوښتل یې چې ژوند د یوه قانون په چوکاټ کې تنظیم کړي. هغه غوښتل چې اسلامي نړۍ د برتانوي اشغال له جغ څخه وژغوري او پدې لاره کې یې لومړی له خپل کور او ملت څخه شروع وکړه. هغه د معارف او مطبوعاتو پراخوالي او زیاتوالي ته ډېره توجه کوله او دا دوه یې د ملت د راویښولو په لاره کې دوه عمده عوامل بلل. ویل کېږي چې یوازې د خوست اولس امیر ته ۷۰۰۰ زره روپۍ ورکړې ترڅو په هېواد کې پوهنه رایج کړي. هغه د سید جمال‌الدین افغاني رحمه الله خبرې په غوږونو کې ټینګې نیولې وې چې ویلي یې ویل، انګلیس په ختیځ کې د خپل حاکمیت او د استبداد او زور د حکومتونو د استقرار لپاره د خلکو له جهالت او نادانۍ څخه چې د خرافاتو په کندو کې ژوند کوي، ګټه پورته کوي.

د لومړي ځل لپاره امیر امان الله خان یوه عصري دولتي اداره رامنځته کړه چې د وزیرانو مجلس، د دولت د شوری مشورتي ناستې او عالي دیوان پکې شامل ول چې د ولایتونو کارونه هم د قانون له مخې مخته وړل کېدل.

د امیرامان الله خان پر ضد داخلي او خارجي توطئې دومره ډېرې شوې چې آخر کې یې حتی دومره نشول کولی چې دده پر ضد توطئه کوونکي هم مجازات کړي. قاضي عبدالرحمن د پغمان او معصوم مجددي (د صبغت الله مجددي پلار) په پکتیا کې د امان الله خان پر ضد د شورش لپاره له کابل څخه ولاړل خو هلته د پوځ له لوري ونیول شول او هغه وخت چې امیر په پغمان کې وو دوی دواړه یې لاس تړلي ورته راوستل. امیر د قاضي عبدالرحمن د اعدام حکم ورکړ او معصوم مجددي ته یې وویل چې په تندي کې دې د شمس المشایخ رحمه الله نور وینم او پرېږدم دې. همدارنګه د ننګرهار سردار عبدالقدوس خان اعتمادالدوله یې هم وباښه او محمدګل خان مومند چې د مشروطه نظام او رفورمونو مخالف وه، نه یوازې دا چې مجازات نشو بلکې له یوه ځایه بل ځای ته تبدیلیده او په صلاحیتونو کې یې هم ډېروالی راته.

امان الله خان د انګلیس د استخباراتي کړیو د چالونو او دسایسو ښکار شو او استعمار د هغه پر ځای داسې یو لااباله، مرغ‌باز او مړز‌باز کس راوست چې حتی د خپل وجود د هستۍ په هدف هم نه پوهېده. استعمار د هغه بودنه‌باز په وسیله نه یوازې دا چې د معارف مخه وتړله بلکې د پښتنو ۱۸۲ کلن سلطنتي نظام یې هم له منځه یووړ. دا غل او قطاع الطریق د سقاو زوی حبیب الله وه چې له دولت څخه د غلا او قطاع الطریقۍ په تور پاړه چنار ته تښتېدلی وه او هلته یې د لارې پر سر سماوار جوړ کړی وه.

غازي امان الله خان د عثماني امپراطورۍ له سقوط وروسته د یوه ریالیستیک خلافت د رامنځته کېدو ستر داعي دی. د هغه فکر، ریفورمونه او تحولات په هېواد او له هېواد څخه بهر د انګریزي امپراطورۍ د تاداوونو لپاره یو لوی ګوزار وه. هغه د اسلامي نړۍ درد درک کړی وه او غوښتل یې چې ددغه درد د آرامۍ پخاطر اسلامي امت یو کړي او په یو صف کې یې د استعمار پر ضد ودروي.

هغه پوهېده چې په سعودي کې د سعود د کورنۍ له لوري د وهابیت ترویج د عثماني امپراطورۍ د زوال زیری وه. انګرېزانو وهاب نجدي ته دومره پیسې ورکړې چې خلک یې پرې ورمات کړل او د سعود د کورنۍ له لارې یې په عوامو او قبایلو کې د نشنلیزم داعیې ته پکه ووهله. د قبایلو مشران یې په پیسو واخستل او په مکرر ډول یې د خلافت پر ضد پاڅون ته وهڅول. او همدا پاڅون ددې سبب شو چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د خلافت پر ضد نشنلستیك تحریکونه زیږون وکړي.

امان الله خان غوښتل لدغې تشې پوره ګټه پورته کړي، خو په مخکې یې د ستونزو او خنډونو دومره لوی بحر راپورته شو چې غازي یې په ګردابونو کې ځان ټینګ نشو کړای. ویل کېږي چې د مفسدینو، بغاتو، او شورشیانو د مجازاتو په مخکې تر ټولو ستر خنډ دده مور وه چې ډېر اړو دوړ ېې نه غوښت چې رامنځته شي.

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی – کالم: امت! – نن ټکی آسیا

avatar
17 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
samandar
میلمه
samandar

انګرېزانو ډېرې زیاتې پیسې مصرف کړې او ددغسې خودفروشه پاسیف مذهبي څېرو له لارې یې فتواګانې صادرې کړې چې د امپراطورۍ مخالفین ملحدین او مرتدین دي. امان الله خان یې پخپلو جالونو کې ګیر کړ او د هغو هندي او افغاني علماؤ د فتواګانو ښکار یې وګرځاوه چې ددوی له همیانۍ ورته سکې څڅېدلې.
عتیقزیه د امان الله په لاس شهیدان شوي علماء به په اخرت کې د دې خبرو پوښتنه در نه وکړي. او بل مو د امان الله د اروپا دوره د ملکې ثریا د مخلوڅي تحریک او نور ریفورمونو هیڅ یادونه نده کړې؟؟؟

جمیل فولاد
میلمه
جمیل فولاد

هغه پوښتنی چه ځماپه زړه کی وی کټ مټsamandalصیب ذکرکړی دی زه ئی سل په سلوکی تائیدوم دغه تاریخی یادداښتونه چه ښاغلی عتیقزی ئی یادونه کړی مؤرخین ئی ټول انګریزی لیکوالان دی ځکه دمنلووړنه دی امان الله خان ته دغازی خطاب ورکول ستره ګناه ده

samandar
میلمه
samandar

زموږ ځوانان ډیر متلون الفکره دي یوه ورځ دومره مجاهد چې حجاج هم د مجاهدینو سرخیل بولي بله ورځ دومره ازاد خیاله چې امان الله خان امیرالموؤمنین کړي او بله ورځ بیا اتاترک ډیر تکړه او هیوادپرست لیډر بولي، آبله ورځ یوه همداسي رنګه ځوان ځوان لیکلي و چې له اتاترک سره خلکو ظلم کړی ده هغه ډیر ښه او تکړه مشر و !!

سنګین
میلمه
سنګین

ګرانه عتیقزیه، د امان الله خان په اړه دی معلومات داسی ښکاری لکه ټول دی د سیکولرو مورخینو او لیکوالانو له قوله نقل کړي وي. امان الله خان د اتا ترک په شان دانګریز نقشه عملی کړه بل کوم خاص بدلون یی ندئ راوستئ. د صبغت مجددی نیکه یی نشوو وژلئ ځکه چی د انګریز یوه کړۍ وه. لنډه په دی چی له دغو بی علمه امیرانو نه می نفرت کیږي چی قام او وطن ته یی هیڅ ګټه نده رسیدلی، بلکه د ملت په شتمنۍ یی ځانونه ساتلي او خپلی عیاشۍ یی کړي. زمونږ دنن ورځی دبدبختۍ مسولیت هم… نور لوستل »

Khalil Jan
میلمه
Khalil Jan

عتیقزی صیب مطلب مې دې ترپایه ولوست ملګرو په خپل وارسره تبصرې کړې چې ورور سمندر له خبرو سره موافق یم پرون ورځ رښتیا چې زمونږ په تاریخ کې ورځ ده ډیرې لیکنې پدې اړوند شوي تاسو خو له امان الله خان نه سم هیرو جوړ کړي او ځیني تکړه لیکوالان یې بیا بل شان رامعرفي کوي په همدې ویب پاڼه کې دښاغلي زمان مزمل لیکنه مې ولوسته چې دلیکنې په یوه برخه کې یې داسې راغلي (اميرامان الله خان په پيل کې يو دین دوسته او دینداره پاچا ؤ، ولې له ملکې ثريا سره د هغه واده (چې په… نور لوستل »

حمد الله ملال
میلمه
حمد الله ملال

السلام علیکم ورحمةالله ملګرو : تقریبا د لومړي ځل لپاره په ان لاین رسنیو کی خپل پیغام وړاندې کوم ، ځکه چی دا شیان راته بلا غوندې ښکاري ملګرو ، سره له دې نه چی مسلک می دی . پورته تبصرو سره به خپل نظر داسی څرګند کړم عتیقزی صیب خو صحی خبره کړیده ملګرو دا د انګریزانو کتابونه نه ستاسو سبق دی دا ، دا د سکولونو ، مدرسو ، مکاتبو د خلکو اوماشومانو لپاره جوړشوی سبق او فکر دی ، دا کتابي خبره ده ، دی خبرې ته علم وایی ملګرو ، خو دا ګوره د نن زمانی… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

درنو ورونو هر یو سمندر صاحب ، ملال صاحب،خلیل صاحب ، فولاد صاحب او نورو مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم ! که مسلمان په اسلامی نوم مسلمانیدلی ، تر نور محمد ، امین الله حفیظ ، نجیب ، حامد، اشرفغنی او داسی نور ښه اسلامی نومونه چیرته دی، ۰ (د ببرک نوم بی له هغی هم اسلامی نه وو) یا تر مصطفی کمال ، جمال عبدالناصر ، محمر القذافی او داسی نورو ښه ااسلامی نومونه چیری دی ؟ د خلکو اسلام او کفر د هغوی له لیکنو او تبصرو په ډاګه کیږی، که یو سړی کفر کوی په هغه نه… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

. استعمار همیشه کوښښ کاوه چی تر استعمار لاندی ملتونه همیشه د علم او علمیت څخه لری او په خرافاتو کی دا ملتونه ډوب وساتی . چی دا کار په نوموړو ملتونو د استعمار د راج چلولو ضامن وو .استعمار همیشه داسی کوښښ کاوه چی مسلمانانو ته داسی ذهنیت ورګړی چی ګواګی د علم زده کول یا د علمیت رامنځته کیدل دیته ویل کیږی چی کله د یوه ملت ښځی په بازارونو کی لوڅی ګرځی او یا هم زنا کول یو مشروع عمل حسابیږی او یا هم د شرابو څښل او نور فحشات ګواکی د علمیت نښی دی . دا… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

عتیقزۍ صاحب الله دی په صالحانو کی حساب که دغه زموږ جاهلان چه هرڅه لیکی پروایی مه کوه هم د دغه جاهلانو اونادری کورنۍ علت دی چه نن افغانستان د دنیادپسپاترینو ملکو څخه دۍ زماخپل پلار دامان الله خان غازی په فوج کی ورسره وو په صفت یی نه مړیدۍ اولکه تاچه لیکلی دی سید جمال الدین هم دغسی لیکلی ووچه انګریزان دهندوانو نه بیریدل دمسلمانانو بیریدل دمنافقینو څخه یی دقرآن دسرچپه ترجمه کولو کارواخستۍ اومدرسی یی ورته جوړی کړۍ نن هم دغه تبلیغی مرکزونه چه په پاکستان کی جوړدی ورسۍ دجوړیدودمصرف پوښتنه یی وکۍ دادونه خرڅ چاکړۍ دۍ اودتبلیغیانو… نور لوستل »

افضل
میلمه
افضل

اڅکزی صاحب ! فارسی کی یو متل دی وایی ( از ګپ ګپ می خیزد ) مونږ چه وخت نا وخت ستا بی اداری یا له کنتروله وتلی تبصری لیدلی حیران پاتی وو کله ښه مسلمان او کله بیا څه او څه جوړ شی د امان الله ، اتاترک د الجاد ترانی زمزمه کوی ، کله د مجاهدینو خلاف او کله بیا ځان مجاهد معرفی کوی ، همدا اوس خپل پلار د امان الله عسکر معرفی کوی زه نه پوهیږم چه د امان الله خان د پاجاهی له اوله به تر اوسه څومره کلونه تیریږی ، څلویښت کاله خو د… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترمه اول سلام اواحترام وړاندی کوم دوهم دپرون یوه لفظ(جاهلانو)معذورت غواړم هر څوک دخپل نظر حق لری زه دقرآن عظیم شان پر هدایت روان یم اوالله ټولو مسلمانانوته دحق بیانولوامر کړۍ دی چه یوبل ته یی زده کۍ داچه زه سوچه مسلمان یم رسول الله فرمایلی دی درواغ ویل دمنافق خاصه ده زمادپلار دامان الله خان دعسکرۍدریشی تراوسه پرته ده اوزماپلاردونه مسلمان ووده ویل زماپه ژوندکی زماڅخه دری لمنځونه قزاسوی دی اوهغه می هم بیرته راګرزولی دی په افغانستان کی ماته ډی دقدروړخلک:سیدجمال الدین افغان،خواجه عبدالله انصاری،رحمن بابا اوغازی امان الله خان دۍ ،ددی دنیاژون باوروکه ماته داسی معلومیږی لکه… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

یاره زه مو کانفیوز کړم

امان الله خان چې خلافت جوړاوه نو د خپل ناموس پرتوګ او پړونی به یې نه لیرې کول.

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

محترم غوربندی صاحب ، دا هغه وخت وو چی عثمانی امپراطوری د ړنګیدو په حال کی وه او مسلمانان له هری خوا د ځپلو لاندی وو چی په همدی وخت کی د مسلمانانو په منځکی داسی خبر خپور شو چی په افغانستان کی ځوان پادشاه انګریزانو ته ماتی ورکړی او نوموړی خبر د نړی د مسلمانانو په منځکی یو نوی امید را پیدا کړ . همدا وو چی د عثمانی ترکیی د لوړ رتبه نظامی افسرانو لخوا داسی ستراتیژی جوړه شوه چی باید په افغانستان کی یو نوی خلافت جوړ شی . په رښتیا هم په نوموړی وخت کی د… نور لوستل »

خوشال
میلمه
خوشال

د سادات صاحب خبره دی ته ورته ده لکه څوک چه ووایی ترکی صاحب ، کارمل ، کرزی او غنی صاحبانو خلافت راژوندی کوو په داسی حال کی چه ترکی او کارمل د کمونستی کرزی او غنی د دموکراسی الحاد بیرغ په اوږه کړی د روسی او امریکایی استعمار غلامیو ته که خلافت ویل کیږی بیا سمه ده . حیرانوونکی بیا دا ده مطالعه نه لری که د پورتنی فلسفی له ناولتیاوو متاثره شوی ، لکه د عتیقزی ملحد دلیکنو به شان تبصری لیکی یعنی ورته ویل شوی چه کله عتیقزی او د هغه په شان ملحدین لیکنه ولیکی طبیعی… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

اڅکزی صاحب: د الله ج لویه پیرزونه هم دا ده چه استعماری قدرتونه پوهه ، با ایمانه او اوچت مورال کسان نه شی غلامی کی راوستلی ، کدو کریړه ، په نشه توکو روږد شوی، چه په خپلو مټو څه نه شی تر لاسه کولی تل د خاوری ، خلکو او خپلواکی په پلورلو د دین او خاوری له دشمنانو پیسی اخلی، په دغه بی غیرتیو او بی ننګیو بچیانو ته نفقه پیدا کوی تر غنی او کرزی نیولی تر اخری غلام همدغه حال دی ، هغوی چه په مقابل کی جنګیږی هغوی جاهلان نه دی ، جاهلان ناپوهانو ته… نور لوستل »

نعمت
میلمه
نعمت

تبصره کونکی به پریږدو شیطانی قواریی یی نه ښکاری په مستعارو نومو خپلی ناولتیاوی شاربی ، دغه لوی منافق عتیقزی تصویر ته وګوری که دغه تصویر یی خپل وی زمونږ د مجاهد اولس د خطا ویستلو د پاره یی ښکلی ږیره پریشی ته به وایی جه دار الحفاظ اکوړه مدرسه کی طالب او یا فارغ شوی په داسی حال کی چه واسکت او سرتور سر یی بیا د خلقیانو او افغان ملتیان ( نشنلستانو ) دی. ما چه د ده تصویر ولیدلو ، الحادی لیکنه می ورله نه وه لوستلی فکر می کولو چه ده به د ملحد امان الله… نور لوستل »

محمد عابد
میلمه
محمد عابد

اوووو
عتیقزی!!!!
لیکنه مې ونه لوسته. ځکه چې د وخت ضیاع ده او بس.
عتیقزی لیکنه بیا مخې ته راغله.
چې اوس په دا جناب په کومه هوا کې ده. بیخی رانه ورک ورک ده!!!
انورزی
توکیو

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اصلاً بله خبره: د پیغمبر علیه السلام هر ارشاد د یوې نړۍ حکمت درلوونکی دی حتی کولای شو ادعا وکړو چه یو لنډ ارشاد ئې د یو پاخه او رغوونکی قانون حیثیت لری. نبی علیه السلام فرمائی: هر عمل په نیت پوری اړه لری. څومره ښکلی ارشاد. دا یعنی نیت د دوږخ او جنت ټاکونکی دی،دا یعنی: یو کمکی ځوان په څاپېړه وهل د تأدیب په نیت یو کمکی ځوان په څاپېړه وهل د تحقیر او توهین او انتقام په نیت. نتیجه: دواړه پورته کړنی یو شان دی خو نیت ئې د مجازات او مکافات د څرنګوالی ټاکونکی دی. بناً:… نور لوستل »