افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: جوزجان کې ۱۹ فابریکو ته تجهیزات ورکړل شول

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۴۰۲ل): د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي جوزجان ولایت کې يې ۱۹ بېلابېلو فابریکو ته ماشین الات، وسایل او تجهیزات ورکړي دي، چې تر څلور زره امریکايي ډالرو پورې ارزښت لري.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې وسایلو کې ماشین الات، د لاسي صنایعو لپاره خام مواد، ریکشې «درې څرخه» او تیل/غوړي شامل دي.

د سرچينې په وینا په یاد ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ بېلابېلې تولیدي او صنعتي فابریکي او شرکتونه موجود دي، چې ملاتړ او همکاري يې خپل مسؤلیت بولي.

په جوزجان کې د صنعت او سوداګرۍ ځايي مسؤل مولوي نیاز محمد تواب ویلي چې د دې وسایلو او تجهیزاتو د وېش لپاره يې تر دې وړاندې دقیقه سروې کړې وه او هڅه يې کړې چې مستحقو ادرسونو ته يې مرسته ورسېږي.

د جوزجان د تولیدي فابریکو ځینې مسؤلین د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ او زمینه سازي ستايي خو پر نړۍوالو بنسټونو هم غږ کوي چې د سوداګرۍ او صنعت برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx