
شعـــــرونه
غزل/انعام الحق انصاري
تر “ظلال سیوف” لاندې مکان څه شو؟
استغفار ته د جنت کیسه شوه پاتې
“لتعارفو” په ګران وطن تفسیر شو
په تاریخ کې د امت کیسه شوه پاتې
مېړتوب د مېلمستیا بله مانا شوه
په سرونو د غیرت کیسه شوه پاتې
یا ښایست دی، یا پیسه ده، یا موقف دی
د “ولاء” د محبت کیسه شوه پاتې
انصاري! ژوند د مادي قوت مجال شو
خلک بوخت شول، د قیامت کیسه شوه پاتې