خبرتیاوی او پیغامونه

د ملا سيد نور سنګري د وفات په اړه د ازموينې ملي ادارې رئيس تسلیت

بسم الله الرحمن الرحیم

 د ستر مجاهد ملا سیدنور  سنګري (رحمه الله ) په وفات د ننګرهار مجاهدینو او ولس ته د لوړو زده کړو پخوانی وزير او د ازموينې ملي ادراې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي عبدالباقي حقاني تسليت

الحمدلله  وکفی وسلام علی عباده الذین  اصطفی وبعد.

د انسان ژوند او مرګ دواړه دده په اختیار کې نه،  بلکې د الله تعالی په اختیار  کې دي ، د مسلمان لپاره  دا  ضرور ده چې خپل ژوند داسې عیار کړي، چې د الله تعالی په عبادت ، ددین په خدمت او د مسلمانانو په خیر خواهۍ او خدمت کې تیر شي او خپل  ژوند د راتلونکي نسل لپاره درس او عبرت پریږدي.

ملاسیدنور سنګري نورالله مرقده خپل ټول ژوند  د الله تعالی ددین خدمت ته وقف کړی و، په ډېرو تکلیفونو ،  کړاوونو او غریبۍ کې یې خپل شخصي  ژوند تیرا وه لیکن دده ژوند د ځوانانو او مجاهدینو لپاره د عبرت او درس نه ډک  و ، نوموړي د حرامو څخه کلک ځان ساته، همیشه یې د حق نه دفاع او ملاتړ کاوه ، او د ولسونو سره یې په هرځای او هر وخت کې ښه وخت تیر کړی جزا ه الله  خیرا .

مجاهدین او ولس د یو نومیالي غیرتي ، پاک او مخلص مجاهد څخه محروم شو، الله تعالی دی ده ته جنتونه نصیب  کړي، ورثو ته دی الله تعالی ددی لوی مصیبت صبر، اجر او عوض ورکړي ،مجاهدینو او ولس ته دی الله تعالی ښه نعم البدل ورکړي  وما ذلک علی الله بعزیز، و صلی الله تعالی  علی خیر خلقه محمد و آله و صحبه آجمعین .

عبدالباقي حقاني

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx