خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګوالو لپاره نورې اسانتیاوې رامنځته کوي

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۱۱لړم، ۱۴۰۲ل): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د سوداګرو او صنعت کارانو د هڅونې، هېواد ته د رابللو او هغوی ته د خدماتو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو لپاره یې د رهبرۍ په هدایت بېله کمېټه جوړه کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې دا کمېټه چې مشري یې د دې وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پر غاړه ده، په نږدې راتلونکې کې د خپلو عملي اقداماتو د پیل هوډ لري.

د سرچینې په وینا دې کمېټه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کورنیو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او ماليې وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست او مرکزي بانک استازي غړیتوب لري تر څو پانګوالو ته په اړوند ادارو کې کومه ستونزه پېښه ته نه شي.

سوداګر، صنعت کاران او پانګه وال هیله لري چې د اداري چارو اړوند لا اسانتیاوې رامنځته شي او هڅه وشي چې د پانګونې لپاره لا ښه زمینه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx