افغانستان

‏په تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو، مکتوبونو، قضایي فیصلو او د صلحي او مصالحې خطونو په پيل کې د بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلوة د لیکلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، لړم۱۱مه، ۱۴۰۲ل)؛ ‏په تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو، مکتوبونو، قضایي فیصلو او د صلحي او مصالحې خطونو په پيل کې د بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلوة د لیکلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان چې د چارو ادارې له لوري نشر شوی دی او په څلور مادو مشتمل دی، په لومړۍ ماده کې ویل شوي، چې د تقنیني سندونو، کتابونو او رسالو په پيل کې دې بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلوة ټول ولیکل شي.

همدارنګه په یاد فرمان کې راغلي، چې د تقنیني سندونو په پیل کې دې بسم الله الرحمن الرحیم، حمد او صلوة په لاندې متن ولیکل شي:

بسم الله الرحمن الرحیم، الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.

د دغه فرمان په دویمه ماده کې ویل شوي، چې د مکتوبونو، قضايي فیصلو او مصالحې د خطونو په پیل کې دې یوازي بسم الله الرحمن الرحیم ولیکل شي.

په درېیمه ماده کې یې ویل شوي چې وزارتونه او امارتي ادارې مکلفې دي چې په خپلو اجراآتو کې د دې فرمان په لومړۍ او دویمه ماده کې درج شوي حکمونه رعایت کړي.

د دغه فرمان په څلورمه ماده کې ویل شوي، چې دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx