نړۍ

سپیني ماڼۍ د نوري المالکي د محاکمه کولو غوښتنه نشر کړې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۳ل): سپینې ماڼې ویب پاڼه کې په یوه نشر شوې غوښته کې د اوباما د ادارې څخه غوښتل شوي چې د نوري الملکي دي د جنګي مجرم په توګه محاکمه کړي .

د سپینې ماڼۍ په ویب پاڼه کې دغې غوښتنې کې له عراقیانو غوښتل شوی چې دوی دې د نوري المالکي د محاکمه کولو لپاره په هغې عریضې سل زره لاسلیکونه وکړې کومه چې د عراق د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي د جرمونو په اړه لیکل شوې. د سپینې ماڼې په غوښتنلیک کې دا هم ویل شوی چې مالكي د یو ملیون عراقیانو په وژلو ، اجباري کډوالي او همدا راز د عراقیانو ترمنځ په مذهبي او توکمیز چلند ملزم دی.

د یادلو وړده چې نوري المالکي له تیرو اتو کلونو راهیسې د امريكايانو په مستقیم حمایت د عراق لومړی وزیر وه چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د عراق د سني مذهبه وګړو پرخلاف له تشدده ډک چلند کاوه او بالاخره عراقي سنیان د ده د حکومت پرخلاف ولسي پاڅون ته اړیستل شول چې همدا اوس هغوي د عراق ډیرې سیمې د بغداد د مرکزي حکومت له ولکي ایستلې دي.

د جولای د میاشتې په ۲۴ چې کله د عراق نوي ولسمشر فؤاد معصوم هورامي د عراق د (۷) ولسمشر په توګه وټاکل شو نوموړی د نوري المالکي پرځای چې د صدراعظمي دوهمه دوره پایته رسیدلې وه حیدر عبادي د دغه هیواد دلومړي وزیر په توګه وټاکو ، خو دعراق سترې محکمې له خپل لوري نوري المالکي د دریمې دوري لپاره د دې هیواد د لومړي وزیر په حیث تعین کړ.

نوري المالکي هم نه غوښتل چې واک نوی ټاکل شوي صدراعظم حیدر عبادي ته پریږدي ، خو امریکا او ټولو غربي او عربي هیوادونو له نوري المالکي وغوښتل چې باید په مسالمت آمیزه ډول واک نوي لومړي وزیر ته پریږدي.

هماغه وه چې نوموړی هم دامریکایانو د فشار له کبله له خپل دریم ځل صدر اعظمي څخه لاس په سر شو، او ددې لیږ تر مخه د سپینې ماڼې په ویب پاڼه له عراقیانو وغوښتل شول چې له واکه لیري شوي نوري المالکي پرخلاف دي خپله دعوه پیل کړي او که يي د هغه پر خلاف د اګست دمیاشتې تر ۲۶ مې نیټې پوري یو لک لاسلیکونه راټول کړای شول ولس مشر اوباما به د جنګي مجرم په توګه د نوري المالکي په محاکمه کولو غور وکړي .

هیره دې نه وي چې نوري المالکي د عراقي ولس پرخلاف همدغه جنګي جرمونه ټول د سپینې ماڼې په ملاتړ تر سره کړي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x