ټولنیزه برخه

اسلام او غرب؛ روان وضعیت، ستونزې او وړانديزونه – علمي سمینار

حریت فکري روزنه چې د چاپي فعالیت ترڅنګ په روزنیزه برخه کې هم منظمې غونډې لري، تر پورته سرلیک لاندې د لسګونو ځوانو محصلینو، د مدرسې او ښوونځي زده کوونکو او فعالانو لپاره روزنیز سمینار ترسره کړ.

ځوان دعوتګر او لیکوال استاد احمدالله احمدزي د «اسلام او غرب؛ روان وضعیت، ستونزې او وړاندیزونه» تر سر لیک لاندې موضوع مفصله وڅېړله او په وینا يې مهمه ده چې د غرب د پېژندلو او ورسره تعامل په برخه کې محتاط او هم دقیق واوسو.

د ښاغلي احمدزي په وینا د غرب تمدن، دیني وضعیت، له اسلامي نړۍ سره تعامل هم د دوی په سیاستونو، چلند او فعلي وضعیت کې معلومولی شو او هم يې په اړه باید د هغو اسلامي پوهانو اثار مطالعه کړو، چې د غرب پېژندنې په برخه کې يې له اسلامي منابعو په ګټې کار اخیستی وي.

نوموړي زیاته کړه د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي نړۍ او غربي تمدن ټکر له دې امله د غربي اړخه د بریا تصور را پیدا کړی، چې پر وړاندې يې مسلمانو مسؤلینو او حکمرانانو مناسب اقدام نه دی عملي کړی.

مهمه ده چې مسلمان ملتونه د غرب په رنګ له رنګېدو ځان وساتي، حاکم مسؤلین خپلو مقدساتو او سرو کرښو ته ژمن پاتې شي او ځوانان مو د غرب پېژندنې په برخه کې داسې وروزل شي چې خپل ارزښتونه هېر نه کړي.

دغه سمینار چې د ویندویۍ چارې يې نورمحمد انتظار پر مخ وړلې، په پیل کې د حریت اونیزې مسؤل مدیر دادمحمد ناوک د حریت فکري روزنې د چاپي خپرونې، نوي چاپ شوي اثر «د حریت سرمقالې»، اونیزو فرهنګي ناستو، میاشتنیو روزنیزو سمینارونو، د نبوي سیرت تدریسي حلقو او وړیا انګلیسي زده کړې کورس په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه نوموړي د غربي اخلاقو په تړاو خبرې وکړې او ګډونوالو د ښاغلي احمدزي له لکچر وروسته د یادې موضوع اړوند پوښتنې شریکې کړي، هغوی د دې ډول پروګرامونو د لا پراخېدو هیله وکړه او د ځوانو ګډونوالو لپاره يې خورا اړین وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx