
فیض محمد مینه پال
دامتل په افغانانوکې یادیږي
وایې غچ به له بې ننګوپاته کیږي
دلویدلي شال،پګړۍ بدل به اخلم
که افغان ومه نوکله مې هیریږي
وطن مورده په سروسترګو راته ژاړي
له زخمونو داغزن تاره کړیږي
ته مې یوځلي تاریخ ترنظرتیرکه
په ډیلي او اصفهان مې نوم لګیږي
مینه پال،د زمانې ستم مجبورکړم
چې مې کډه بیا په تورماښام باریږي