افغانستان

د عبدالله عبدالله او اشرف غني څارونکو یو بل په چاقوانو وهلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څخه ځينې سرچینو رسنیو ته ویلي چې ددغه دفتر دننه د دواړو ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو تر منځ نښته شوې.

په دغه نښته کې تر دې مهاله ۲۰ کسان ټپیان شوي دي چې د ځينو حالت یې د انديښنې وړ دی.

راپور کاږي چې د رايو د بیا شمېر پر مهال د لفظي شخړي وروسته د ډاکټر عبد الله د ټیم غړیو  د کمیسون کارکونکی په چاقو وهلي، او څو کسان یې ټپيان کړي دي.

تر دې وروسته د دواړو ټيمونو د څارونکو تر منځ جګړه پیل شوه چې په ترڅ کې یې ۲۰ کسان ټپیان شول چې د ۲ حالت د اندېښنې وړ دی.

پيښه نن مازیګر د ځای وخت سره سم په شپږو بجو شاوخوا کې را منځته شوې، او ویل کیږي چې د ډاکټر عبد الله د ټیم یو غړی چې خالد نومیږي، د چاقو په واسطه لومړی د صندوقونو د انتقال په یوه مزدور برید وکړ، او هغه یې په چاقو وواهه، او کله چې د کمیسون مامورین ورغلل، او هڅه یې وکړه چې هغه کس د بریدګر څخه خلاص کړي، نوموړي په دوی هم برید وکړ، او لږ تر لږه یې څلور مامورین ټپيان کړل.

چاقو وهونکي خالد د پيښي سمدستي وروسته د خپل ټیم د نورو غړو او ملګرو په بدرګه له دفتره پښې سپکي کړي، او په دې توګه یې په دفتر کې یوازي پولیس او د کمیسون ټپي شوې مامورین سره پري ایښي.

ویل کیږي چې د ډاکټر عبد الله د اصلاحاتو او همپالني ټاکنیز ټیم خپل ځوانان دې ته هڅوي چې د رایو بیا شمېرني روانه پروسه ګډه وډه کړي، او یا اقلا د ټاکنو وروستۍ پایلي تر خپل اغیز لاندي راولي.

د ډاکټر اشرف غني د ټاکنیز ټیم تحول او تداوم ډلي څخه یوه کس پژواک خبري اژانس ته ویلي چې نن د ۵۵ سلني صندقونو پلټنه بشپړه شوې، او د ډاکټر عبد الله پلویان پوهیږی چي دوی بایلونکي دي، ځکه هڅه کوي چې دغه پروسه هم ګډه وډه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x