افغانستان

اسلام آباد کې د ا.ا. سرپرست سفیر په مشرۍ پلاوي تورخم کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه لیدنه ترسره کړې

نن ټکی اسیا ( شنبه، لړم۱۳مه، ۱۴۰۲)؛ په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دغه سفارت سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکېب د پلاوي په ملتیا تورخم کې د افغان کډوالو له وضعیت او حالت څخه لیدنه ترسره کړې ده.

دغه سفارت زیاتوي، چې نوموړي په یاده کتنه کې د افغان کډوالو ستونزي له نږدې لیدلې او اورېدلې دي.

د دغه سفارت په وینا، ښاغلي شکېب له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د افغان کډوالو لپاره د ستنېدو پروسې په لا ډېر آسانه کولو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې دغه موضوع او د کډوالو د پیسو او اموالو د انتقال په ګډون، اړونده ستونزې به بیا هم له پاکستاني لوري سره په جدي ډول شریکي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx