افغانستان

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ایران ته روان شو

نن ټکی اسیا ( شنبه، لړم۱۳مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې ملا عبدالغني برادر اخند د پلاوي په ملتیا د ایران هیواد په رسمي بلنه، دغه هیواد ته روان شو.

یاد معاونیت زیاتوي، چې نوموړی به په دغه سفر کې د اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي، سیمه ییز اتصال، چابهار بندر له لاري او له دې طریقه د افغان سوداګریزو توکو د را واردولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه له ایراني چارواکو سره ناستې او خبرې اترې ترسره کړي.

د دغه معاونیت په خبره، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورټ او صنعت سکتور کې پانګونې ته را وبولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx