افغانستان

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران ملي امنیت شورا له رئیس سره کتلي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، لړم۱۵مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د ملي امنیت شورا له رئیس علي اکبر احمدیان سره کتلي دي.

په یاده کتنه کې دواړو لوریو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ، ایران کې مېشتو افغانانو او د ایران هیواد له لاري د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه خبري کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx