افغانستان

یوه ترکي شرکت افغانستان کې د نفتو د تصفیې کارخونې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲ل)؛ د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د یوه ترکي شرکت له استازي سره کتلي دي.

د دغه وزارت په خبره، په دې لیدنه کې د ترکي شرکت استازي ویلي، چې افغانستان کې د نفتو په برخه کې د پانګونې ترڅنګ په سټنډرډ او معیاري توګه د نفتو د تصفیې کارخونې جوړولو او پروسس ته چمتو دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د دې پرېکړې هرکلی کړی دی او د یاد شرکت استازي ته یې ډاډ ورکړی دی چې د کارخونې په جوړولو کې به ورسره د پام وړ مرسته او همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx