نړۍ

قذافي ته وفادارو قواوو مخالفین پرشا تمبولیدي

LIBYAB_FORCES_ADVANCE(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۰) دبی دبی سي خبریال نیک سپرینګیټ په ختیځه لیبیا کي دجنګ له لیکي څخه خبرورکړیدي، چې دولتي ځواکونو دمخالفینو په وړاندي بریدونه سخت کړیدي او مخالفین یی دی ته اړکړیدي چي مهم ښارګوټي بن جواد خوشي کړي.

نیک سپرینګیت وایی ما په سلهاوو موټري ولیدي چي له ښارڅخه دختیځ په لور دتيښتي په حالت کي وي دبن جواد ښارله تیري دوشنبي څخه دحکومت د مقابل لوري په ولکه کي وه،  خو تیره شپه ددولتي ځواکونو له لوري ترسختو بریدو نو لاندی راغلیدي، حتی اکثره مخالف جنګیالي د راس الانوف ترښاره پوري شاته تمبیدليدي، له بله لوري دمصراتي ښارهم دحکومت له لوري یو ځل بیا تربریدونو لاندي راغلیدي.
دلیبیا لخوا څخه پرباغي جنګیالیو په داسي وخت کي بریدونه سخت شویدي، چیري چي له بلي خوا په لندن کي په لسګونو دمختلفو هیوادونو نمایندګان راټول شویدي ترڅو دلیبیا پرراتلونکي باندي خبري وکړي، دقذافي مخالفو ځواکونو په تیرو څو ورځو کي داتلافي قواوو دهوایی ځواک په مرسته دبن غازي له ښارڅخه دهیواد نورو برخو ته ګړندي پرمختګونه کړي وه اویو شمیر مهم ساحلي ښارونه اودتیلو دزیرمو سیمي یی ترخپلي ولکي لاندي راوستلي وي ‎، راپورونه وایی چي راس الانوف، بریګا، عقایلا، او بن جواد دمخالفینو په ولکه کي لویدلي وه.
لیکن ددوشنبي په ورځ دمخالفو ځواکونو مشرانو خبرورکړی وه، چي دولتي ځواکو نو یو ځل بیا ددرنو وسلو په واسطه سخته جګړه پیل کړيده، اودجګړي په لومړیو کي یی مخالفي قواوي دقذافي دزوکړي له ځایه  تقریبا ۱۲۰ کیلومټره لري د نوفالیا له ښارګوټي څخه شاته تبموليدي، راپورونه وایی له هخه څخه مخکي چي بی شماره جنګیالي په سلهاوو موټرو کي دبن جواد له ښاره د تیښتي په حالت کي وو دسختو نښتو خبرورکول شوي دي، بن جواد نور دمخا لفینو له ولکه څخه وتلي دي، او حتي ډیر لري دراس لانوف په لور دتیښتي په حالت کي دي،
له بلي خوا دپنټاګان ویاند ویس اډم بیل ګارتني خبرورکړیدي، دلیبیا مخالف وسلوال دومره  منظمه او تجربه لرونکي ندي، نو کله چي هم وړاندي پرمختګ کوي له خنډونو سره به مخ کیږي، نوموړي زیاته کړه دحکومت مخالفین داتلافي ځواکونو دهوایی قواوو په مرسته پرمخ ځي، اود امریکي متحده ایالاتو تراوسه پوري ومخالفیو ته وسلي ورکول هم له پامه ندي غورځولي.
دګډو ځواکونو له لوري تیره شپه هم جنګ روان وه، دامریکي دبحري قواوو قومندان خبرورکړ، چي دمصراټا وساحلي ښارته څیرمه مو هغه وخت دلیبیا دسمندري ځواکونو دري بیړي په نښه کړي، کله چي یی په بحرکي پر نورو سوداګریزو پیړیو بی درکه ډزي کولي، خبرونه وایی دامریکني بحریی دبرید له وجي یوه بیړي تباه شوي، یوه دسمندر غاړي ته دریدلیده او دریمه بیړي تراوسه پوري نادرکه ده.
دمصراتا دښار یو اوسیدونکی رسنیو ته ویلي، قذافي ته وفادارو ځواکونو ښارترسخت برید لاندي راوستلي دی، دسپکو اودرنو وسلو ډزي اوریدل کیږي ښارکي افراتفري او ویره خوره ده، په ښارکي دباغیانو یوه قومندان خبري رسنیو ته ویلي له تیرو نه ورځو څخه دجنګ له کبله څه دپاسه ۱۲۴ کسان وژل شویدي.
دقذافي له لوري په داسي وخت مخالفین یو ځل بیا ترسختو بریدونو لاندي راځي، چيري چي لندن کي ملګري ملتونه، ناټو، افریقایی ټولنه، اوعربي ټولنه دلیبیا پر راتلونکي باندي بحث کوي، دخبروپه پیل کي دبرطانیی لومړي وزیر ډیویډ کیمرون دغونډي برخه والو ته وویل نن چي کوم څوک هم دغه غونډه کي برخه لري، باید په روانو بدو حالاتو کي دلیبیا دخلګو مرسته وکړي، اوهڅه وکړي ترڅو دلیبیا ولس وکولای شي  خپل راتلونکي بی له کومي ویري او زور څخه وټاکي، نوموړي زیاته کړه دغونډي برخه وال یوځل بیا دلته راټول شوي ترڅو دامنیت دنړیوالي شورای له پریکړي سره یوځل بیا خپله کړي ژمنه نوي کړي، دلبیبیا له بی وسه ولس سره بشري مرسته وکړي، او له جنګه وروسته دهغوي پرحالاتو باندي غوروکړي.
دملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون دغونډي برخه والو ته وویل په لیبیا کي ورښتني دیموکراسي ته لار هواره ول به وخت واخلي، اوزمونږ او ستاسو ټولو مرستو ته ضرورت لري، له بله لوري دامریکي ربهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن زیاه کړه، ترڅو چي قذافي دامنیت دشورای وپریکړو ته غاړه ایښي نه وي، داتلافي ځواکونو جنګ به دوام ومومي.
دغونډي برخه وال پرلاندي ټکو باندي وپریکړي ته رسیدلي:
مونږ یو موټی یو ترڅو په لیبیا کي یو داسی حکومت رامنځ ته شي چي دلیبیا خلګ ورڅخه په ویره کي نه وي.
۲: مونږ ټول په یوه اواز سره وایو چي دقذافي حکومت نور قانوني حیثیت له لاسه ورکړیدي، او دناروا کړنو له وجي باید محکمي ته راکش شي.
۳: مونږ ټول دامنیت دشورای له پریکړي سره یو ځل بیا خپل کړي ژمنه نوي کوو.
۴: له اتیا زره بي ځایه شوي خلګوسره دمرستي اوکمک لپاره مونږ ټول چمتو یو.
۵: داړیکو پر یوه ټولنه باندي پریکړه ته ورسیدو، چي مشري به یی دقطر په غاړه وي.
دمخالفینو دملي انتقالي شورای غړي وغونډي ته نه وو راغوښتل شوی، خو ویل کيږي دمخالفینو نماینده محمد جبریل اونورو چارواکو دغونډي وڅنګ ته جلاخبري کړیدي، له غونډي څخه یو خبریال محمود شمام رسنیو ته ویلي، دمخالفینو نمایندګانو زیاته کړه مونږ دنړیوالي ټولني د  هڅو ډیرممنون یو، خو لیکن دلیبیا ازادي او خودمختاري دلیبیا دخلګو مسئولیت دي، دلیبیا دمخالفي ډلي له نمایندګانو څخه پوښتنه وشوه، ایا تاسو غواړي چي نړیواله ټولني درسره دوسلو مرسته وکړي، نوموړیو په ځواب کي وویل مونږ په اول کي دسیاسي مرسته غوښتنه کوو، اوکه سیاسي اودوسلو مرستي دواړي وشي نو دابه ډیره ښه وي.
دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن دغونډي برخه والو ته وویل مونږ اوس اوس اراده نه لرو چي مخالفینو ته وسلي ورکړو، خو دنړیوالي ټولني دپریکړي له مخي یو هیواد کولای شي دلیبیا مخالفینو ته وسلي ورکړي.
له بله لوري دلیبیا ولسمشر معمر قذافي دغونډي برخه والو ته یولیک لیږلیدي، نوموړ ي په لیک کي زیاته کړه چي نور دلیبیا په وړاندي له بربریت څخه لاس په سر شي اولیبیا دي دلیبیا خلګو ته پریږدي، دلیبیا دبهرنیو چارو مرستیال وزیر رسنیوته ویلي په لندن کي راټول شوی دامن ټیکه داران امن غوښتونکي نه، بلکي جنګ ته لمن وهونکي دي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x