
افغانستان
فاروق اعظم؛ که اوبه مو مدیریت شي،ګاونډيان موږ ته اړ کېږي
نن ټکی اسیا ( دوشنبه، لړم۱۵مه، ۱۴۰۲ل)؛ د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم د افغانستان راتلونکې اقتصادي پراختیا نړیوال کنفرانس ته په وینا کې د هیواد د اوبو پر مدیریت ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، چې افغانستان کافي اندازه اوبه لري او که مدیریت یې وشي نو ګاونډیان به موږ ته اړ شي.
نوموړي همدارنګه د هیواد د اوبو د مدیریت لپاره خصوصي شرکتونو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.