
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له وزیر سره وکتل
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، لړم۱۶مه، ۱۴۰۲ل)؛ د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د اوبو مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبو لګونې له پرمختللو سیسټمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
د دغه معاونیت په خبره، وویل، وروستیو وچکالیو د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچینو بد اغېز کړی چې له امله یې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېری سیمو کې د هېواد دننه خلګ د ځایونو پرېښودو ته اړ شوي او ځینې نور یې بیا مهاجرت ته مجبور شوي دي.
نوموړي همدارنګه وویل، څه موده وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي هیئت د هلمند له سیند څخه لیدنه وکړه، دوی دا ومنله چې د هلمند سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.
همدارنګه د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په کور دننه د برېښنا د تولید په برخه کې خپلې تجربې شریکې او تخنیکي همکاري وکړي. او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبیزې، بادي، لمریزې، ډبرو سکرو برېښنا د تولید په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې په استفادې سره به یې په کور دننه د برېښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي
دغه معاونیت همدارنګه زیاتوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر ښاغلي علي اکبر محرابیان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند ته د ایران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د ایران پر تخنیکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو درست مدیریت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.