افغانستان

طالبانو د سولې له پروسې سره یو ځای شوی ملا تورجان وژلی

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري۲۸مه، ۱۳۹۳ل): په کندهار کې حکومت ته تسلیم شوی پخوانی طالب او د علماوو او روحانینو د  شورا مخکینی رئیس ملا تور جان د طالبانو په یوه غلچکي برید کې وژل شوی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د ملا تور جان وژنه تایید کړه او د پېښې په اړه یې د پلټنو د کولو خبر ورکړ.

بل پلو، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د ملا تورجان د وژنې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د ښاغلي احمدي په وینا، ملا تور جان چې د ملي امنیت «استخباراتي شبکې» غړی و؛ خو ځان یې تسلیم شوی طالب قوماندان معرفي کاوه، پرون ماسپښين د کندهار ښار اړوند د زاړه قول اردو په سېمه کې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د دوی د ملګرو له لورې ووژل شو.

په کندهار کې په تېرو څو کلونو کې یوازې دوه تنه طالبان چې ځانونه یې ډلګۍ مشران او د طالبانو پاخه ملګري بلل، حکومت ته له تسلیمېدا سره جوخت ورته دولتي امتیازات او دندې ورکړل شوې او د څه مودې لپاره په رسنیو کې وځلول شول؛ خو په وروستیو کې دواړه په ناڅرګند برخلیک اخته شول.

په کندهار کې په تېرو دیارلسو کلنو کې دغو  یوازنیو دوو تنو تسلیم شويو طالبانو کې لومړی ملا تور جان ته د علماوو شورا او ورپسې ملا نورالعزیز ته د حج او اوقافو ریاستونو واګې وسپارل شوې.

دوی دواړه که څه هم د څه مودې لپاره په امتیازاتو او دولتي دندو ونازول شول؛خو وروسته ملا تور جان د ملي امنیت له لورې له دندې څخه د ناوړه استفادې او ملا نورالعزیز له حاجیانو نه د رشوت اخیستلو او اختلاس په تور له دندو ګوښه او په زندان کې واچول شول.

ویل کېږي، چې ملا تور جان په دې وروستیو کې تازه له بنده را خوشي شوی او د ملي امنیت له ادارې سره په دنده ګمارل شوی و؛ او ملا نور العزیز اوس هم په بند کې شپې ورځې تېروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x