
د پاکستان لومړي وزیر د هغوی پر ضد د افغان خاورې د استعمال ادعا کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۲ل): د پاکستان د سرپرست حکومت لومړي وزیر په یو خبري کنفرانس کې پر افغانستان اسلامي امارت تورونه لګولي دي، چې ګواکې د افغان حکومت ځينو څرګندونو روانو اقداماتو ته اړ کړی دی.
انورالحق کاکړ چې په اړه یې ویل کیږي د پاکستان د پوځ له خوا د لومړي وزیر پر څوکۍ کښېنول شوی دی، نن په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړ، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته شواخوا دوه زره پاکستانيان د هغو کسانو په بریدونو کې وژل شوي چې له افغانستانه ور داخل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې ۶۴ افغانان هم وژل شوي دي.
هغه په غیرتشریفاتي لهجه ویلي چې افغان موقت حکومت په یوه غیر مسؤلانه بیانیه کې له موږ غوښتي و چې خپل داخلي مسایل په خپل سم کړو نو موږ اوس دغه پروسه پیل کړې ده.
کاکړ ادعا کړې چې دوی دا موضوعات له رسنیزو کېدو پرته حلول غوښتل، خو په وینا يې د اسلامي امارت «غیر حساسو بیانیو» علني کولو ته اړ کړ.
نوموړي تور لګولی چې د افغان حکومت د دغه بیانیو وروسته په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي شاهدان یو او له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي پاکستان کې ۶۰ سلنه بریدونه او ۵۰ سلنه سرتېري بریدونه زیات شوي دي چې پکې ۱۵ بریدونه یې افغان اتباعو ترسره کړي دي.
نوموړي ویلي چې افغان لوري ته مو واضحه کړې چې د پاکستان تحریک طالبان او پاکستان دولت تر منځ تاسو باید یو انتخاب کړئ.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت مشرانو په مختلفو بیانیو کې ویلي دي چې د پاکستان تحریک طالبان د پاکستان داخلي موضوع ده او دغه ډله د اسلامي امارت د راتګ سره نه ده پیدا شوې.
دوی ویلي دي چې افغان حکومت پر خپل قول و عمل کې صادق دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل چا خلاف استعمال شي.