افغانستان

ازبکستان د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ تخریب شوې برخې بیا رغوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، لړم۱۸مه، ۱۴۰۲ل)؛ د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ملا بخت الرحمن شرافت بلخ کې د ازبکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رئیس نرزلوف زفر غیاسویچ سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس ازبکستاني لوري ته بلنه ورکړې، چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ زیانمنو شویو برخو بیا رغونه وکړي.

په ورته مهال ازبکستاني لوري ژمنه کړې، چې یادې برخې به په معیاري توګه په لنډ وخت کې په مناسب قېمت بیا ورغوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx