ورزش

افغانستان په نړیوال جام کې خپل بریالی سفر پای ته ورسوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د ۲۰۲۳ کال یو ورځیني نړیوال جام بریالی سفر پای ته ورسوه.

افغان لوبډلې لپاره یاد جام له نورو هغو مختلف او په زړه پورې و چې درې اتلو لوبډلو ته یې په لوړ توپیر ماتې ورکړې.

که څه هم افغانستان په لږ توپیر ونشول کړی د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لار ومومي، خو د دوی دا سفر تر ډیره نړیوالو ته جالب، زړه راښکونکی او یادیدونکی و.

په یاد جام کې افغانستان که څه هم په لومړۍ لوبه کې له بنګلادیش ماتې ومنله خو د پاکستان په ګډون یې انګلستان، سریلانکا او هالنډ ته په سترو توپیرونو ماتې ورکړې.

دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې درې داسې لوبډلې راپرزوي چې د نړیوال جام د اتلولۍ نوم ورپورې دی.

د افغان لوبډلې لپاره لویه لاسته راوړنه داده چې په ۸ نمرو درلودلو سره یې د نړیوال جام سفر پای ته ورسوه.
یاده لوبډله په دې سفر کې د استرالیا او سویلي افریقا لوبډلو سره هم تر وروستي پړاوه وجنګېدله.

افغان لوبډله اوسمهال د نړیوال جام په جدول کې ۶م مقام لري، چې د ۲۰۲۵ کال د پاکستان په کوربه توب د چمپینز ټرافي لیست کې یې هم ځان ثبت کړ.

د یادونې ده، په یاد جام کې د افغان لوبغاړو توپ وهنه په زړه پورې وه چې ابراهیم ځدران، عظمت عمرزی، رحمت شاه، حشمت شهیدي او رحمن الله ګربز یې زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي دي.

پورتنیو لوبغاړو په ترتیب سره ۳۷۶، ۳۵۳، ۳۲۰، ۳۱۰ او ۲۸۰ منډې کړې دي. ابراهیم یوازینی لوبغاړی و چې سلیزه یې جوړه کړه. ترڅنګ یې عمرزی د ځوانو لوبغاړو ځلیدونکو په لیست کې دی چې هم زیاتې منډې لري او هم یې ویکټې اخیستې دي. هغه د سویلي افریقا پر وړاندې د ۹۷ ناسوځېدلو منډو نه ماتیدونکی انینګز ولوبوه.

باید وویل شي چې افغان لوبډلې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ یو ورځیني نړیوال جامونو کې هم ګډون کړی و خو یوازې یوه بریا یې راوړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx