افغانستان

د کرزي حکومت چارواکي د «کودتا» لپاره پلان جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۳ل): نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې د کرزي د حکومت لوړ پوړي چارواکي د امنیتي چارواکو سره په ګډه د یوې کودتا لپاره پلان جوړوي.

دغې ورځپاڼې د حکومت ځينو وزیرانو او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره په دې اړوند خبرې کړي دي.

له همدې امله د افغانستان لويې څارنوالۍ د نیویارک ټایمز خبریال د یو راپور اړوند د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړی.

د نیویارک ټایمز دغه خبریال د ځینو ناڅرګندو افغان چارواکو له خولې لیکلي چې که روان ټاکنیز بحران ژر تر ژره حل نشي نو دوی به واک په خپل لاس کې واخلي او کودتا به وکړي.

ماتیو روزینبرګ نن ماښام ویلي چې د څارنوالۍ نوموړی نن غرمه غوښتی و او له نوموړي يې ددغې راپور په اړه پوښتنې وکړې.

نوموړي ویل چې څارنوالۍ له ده په راپور کې د ناڅرګندو سرچینو پوښتنه وکړه خو ده يې له ښودلو انکار وکړ. ماتیو وايي چې نوموړی سبا بیا غوښتل شوی او ورته ویل شوي چې له وکیل سره راشي او د نورو پوښتنو ځوابونه ووایي.

رزنبورګ وویل چې «دوی ماته په ښکاره ونه ویل چې افغانستان څخه نشې وتلی، خو زه پوه شوم چې زه وتلی نشم».

نوموړي وویل چې له ده ۳ درندو خو؛ اصرار کوونکو سړو یو ډول د هغو سیاسي  مشرانو په اړه پوښتنې وکړې چې له ده سره غږیدلي. ماتیو وايي چې نیویارک ټایمز اوس د وکیل په لټه کې دي څو نوی ګام واخلي.

د نیویارک ټایمز د نړیوالې برخې ایډیټر جوی کان ویلي چې لویې څارنوالۍ له ماتیو غوښتي تر هغې چې د ده د راپور په اړه څېړنې کیږي دی دې په افغانستان کې پاتې شي. نوموړی زیاتوي چې «دوی دې ته لېوال دي چې افغان حکومت سره په ګډه ددغې راپور څخه راپورته شوې مسایل حل کړي».

جوی کان وايي چې دوی په دې باوري دي چې دغه راپور سم او بې طرفه دی.

د افغانستان د لوی څارنوال ویاند محمد اسحاق الکوزي واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د نیویارک ټایمز خبریال څارنوالۍ احضار کړی و څو د هغو سرچینو په اړه چې ده په راپور کې یادې کړي سپيناوی وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي ویلي چې د کودتا اړوند راپور خلک تر منځ ویره او ورخطايې پيدا کړې او ریزنبورګ تر هغې پورې چې ددغه راپور په اړه څېړنې بشپړې شوې نه وي هېواد پریږدي.

ریزنبورګ وايي چې دی په خپل راپور د سموالي په اړه اعتمادي دی.

په دغه راپور کې راغلي چې افغان لوړ پوړي وزیران او چارواکي چې افغان امنیتي چاروکو سره نېږدې اړیکي لري، په نظر کې لري که روانې ټاکنیزې شخړې پای ته ونه رسيږي دوی به کودتا وکړي او یو انتقالي حکومت به جوړ کړي.

په دغه راپور کې راغلي چې دغو لوړ پوړو چارواکو ورته ویلي چې فقط د کودتا خبرداری شاید دواړه کاندیدان دې ته مجبور کړي چې ټاکنیزې شخړې پای ته ورسوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې چلوونکي وايي چې دا څلورم ځل دی چې د افغانستان حکومت د دوی په ورځپاڼې شکایت کړی او تر قانوني تعقیب لاندې یې نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x