
افغانستان
د روسیې امنیت شورا؛ اسلامي امارت یو کال کې د مخدره توکو پر ضد د ناټو شل کلنه مبارزه وننګوله
نن ټکی اسیا ( یکشنبه، لړم۲۱مه، ۱۴۰۲ل)؛ د روسیې امنیت شورا مرستیال ادعا کړې، چې د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د تېر څه کم یو کال مبارزه د امریکا پر مشرۍ د ناټو ټلوالې له شل کلنې مبارزې څخه اغېزناکه وه.
روسي رسنیو د دیمیتري مېدودېف پر حواله لیکلي، چې امریکا غوښتل، چې هیرویین له افغانستان څخه روسیې او نورو هېوادونو ته صادر کړي.