
په ځوانانو د باور مثبته پایله او د نویو هېلو بار
نصیب خان
له نړیوال جام مخکې یوه مجلس کې له حشمت چا پوښتنه وکړه چې کومې لوبډلې دي ټارګټ دي؟ د پوښتنې هدف یې دا و چې کومې کمزوري لوبډلې به ماتوي؟حشمت ورته و ویل چې د هرې لوبډلې خلاف به ښه لوبه کوو، دا ځل یواځې او یواځې اشتراک ته نه ځو بلکې لویې لوبډلې به هم ماتوو، دي خبر یې زښت زیات خوند راکړ،حشمت او ملګرو یې ځان ته هدف لوړ ټاکلی و او تر ډیره پکې بریالي هم شول.
د ځوانې او بااستعداده لوبډلې د لوبو ننداره مو وکړه. دوه کاله پخوا که لوبډله وګورو، نه مو په اوپننګ کې ګربز او ابراهیم وو، او نه په لوبډله کې عظمت،ریاض،عبدالرحمن، نور احمد،او فضل الحق وو. خو موږ د یوې پیاوړې او متوازنې لوبډلې لپاره د پخوانیو مجربو لوبغاړو تر څنګ لوبډله کې ځوانانو ته هم ځای ورکړ او په ټوله کې مو د هر لوبغاړي په مسؤلیت او په ټیم کې په ځانګړي ځای کې لوبیدلو باندې کار وکړ.
دې نړیوال جام ته امادګي مو دوه کاله پخوا پیل کړې وه، د کور دننه مو ورته د چمتووالي په موخه تمریناتي کیمپونه ونیول، د کورني کرکټ لیسټ ای سیالیو کې مو زرغون جام یو ورځنۍ سیالۍ اضافه کړې، همدارنګه مو د سرېلانکا، بنګله دېش او پاکستان په شان سترو لوبډلو سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ونیولې، د نتیجې که یو لنډ مثال درته و وایم، د پاکستان سره په سرېلانکا کې د سیریز اوله لوبه وګورئ چې زموږ لوبغاړي څنګه ولوبېدل؟ او نړیوال جام کې بیا زموږ لوبغاړي د دوی چټک توپ اچونکي څنګه ولوبول؟
د دې تر څنګ باید وویل شي چې د سینئر/مجربو لوبغاړو اتحاد او یووالي ته هم پاملرنه وشوه، لوبې ګټل بایلل به یو طرف کړو خو تاسو به د سینئر لوبغاړو همغږي او همکاري لیدلې وي، خلکو به له لوبې خوند اخیستل، موږ به د دوي باډي لینګویج (Body Language) یا کړه وړه کتل، الحمدلله د لوبغاړو تر منځ مینه او یو والی تر هر وخت زیات و، مجربو/سینئر لوبغاړو کې به هر یوه د لوبډلمشر په څیر مسؤلیت په غاړه وړه او ځوانان به یې هڅول. دا نړیوال جام یو پړاو و، له دي نړیوال جام مو ډیر څه زده کړل، که لوبه مو ګټله او که بایلله، خپلو نیمګړتیاو ته مو پام وو.
اوس د ولس هیلې له پخوا هم زیاتي شوي، د اوږو بار او مسوولیت مو نور هم دروند شو. ولس به دا نه مني چې یواځې کمزوري لوبډلې دي ماتوو، بلکې له موږ یې تمې زیاتې شوي دي.
را روان کال مو نور هم د ازمایښتونو او سختو سیالیو ډک دی، پیل یې د هند د سیریز څخه دی، همدا راز د ایرلینډ، سرېلانکا، زمبابوې او بنګله دېش سره بشپړ سیریزونه، شل اوریز نړیوال جام، د اسټرالیا او او نیوزیلینډ سره سیریزونه ټول په پلان کې شته. تر ټولو لوی د ویاړ خبر چې افغانستان په لومړي ځل چیمپینز ټرافي (۲۰۲۵) ته رسیدلی، چیمپینز ټرافي (Champions Trophy) کې د نړۍ ۸ غوره لوبډلې لوبیږي چې یو یې افغانستان هم دی.
بیا هم وایم، موږ په بحراني حالاتو کې سفر کړی، نه مو سپانسر/ مالي ملاتړ درلود، نه مو د کوربه توب لپاره کوم ځای (Venue) درلودله، او نه مو داخل کې د لوبغاړو د روزنې او درملنې لپاره کوم وسایل او اسانتیاوې درلودلې. اوس الحمدلله هر څه لرو، کابل الو خیلو کې ۸۶ جریبه ځمکه لرو هلته مو په نړیوال میعار برابر د کرکټ میدان لپاره په یوه نقشه کار پیل کړی چې ممکن پسرلي ته کار پري پیل کړو.
خو مشکلات مو ختم نه دي، بانکي او سفري مشکلات لرو. نو له ولس مو هیله ده چې موږ ته لږ نور هم وخت راکړي، پوهیږم د لویو لوبډلو سره زموږ د لوبو پایله هغسې نه وي لکه د کمزورو لوبډلو سره چې وي ځکه چې لوبډله مو لا هم له انتقالي پروسې نه تیریږي. نو د بریا پر وخت لکه څنګه چې د لوبغاړو تر څنګ دریږئ همداسې د ناکامي پر وخت هم د دوي ملاتړ کوئ.
زموږ به همدا هڅه وي چې راتلونکی کال مو هم لکه د سږ کال د لاسته راوړنو ډک وي. او باور لرم که تاسو همداسې زموږ ملاتړ وکړئ، د لا ډېرو بریاو او خوښیو شاهدان به اوسئ، انشاألله.