
کابل کې سلګونو صنعت کارو مېرمنو نندارتون برابر کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳لړم، ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی د مېرمنو سوداګریز اطاق له لوري يې د سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو لپاره نندارتون برابر کړی دی، چې نن يې لومړۍ ورځ ده.
دې وزارت پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې مسؤلینو يې د ښځينهو دا فعالیت ستایلی او په وینا يې اسلامي امارت د شریعت به چوکاټ کې د ځان بسیاینې د دا ډول اقداماتو ملاتړ کوي.
ویل کېږي، په دې نندارتون کې چې په مرکز سربېره له ولایاتو هم پکې برخه اخیستل شوې، څه باندې اته سوه غرفې د نندارې لپاره برابرې شوې دي چې یوازې د ښځینه مراجعینو لپاره دي.
د دې نندارتون برابروونکې ویلي، هڅه یې کړې چې د اسلامي امارت د پالیسۍ په چوکاټ کې د ښځینه صنعت کارانو د صنایعو لپاره بازار موندنه وکړي او ملاتړ يې وشي.
یاده دې وي یاد وزارت د ښځينه تجارانو او صنعت کارانو د تنظیم په موخه د یوې مېرمنې په مشرۍ «د مېرمنو سوداګریز اطاق» په نوم بېله برخه لري، چې همدا د خدیجه الکبر ملي او نړۍوال نندارتون په نوم هڅه يې یو فعالیت دی.