افغانستانخبرونه

د اسلام کلا پر پوله د پیسو د غیر قانوني لیږد مخه ونیول شوه

د اسلام کلا پر پوله دپیسو د غیر قانوني لیږد مخه ونیول شوه

نن ټکی آسیا (سه شنبه د لړم ٣٠مه ١٤٠٢) نن له غرمې وروسته یو تن د هرات ولایت د اسلام کلا پر پوله  ایران ته د  پیسو د غیر قانوني لیږد په تور نیول شوی دی .

د هرات ولایت د اسلام کلا په بندر کې د کمیساري مرستیال همایون همت نن ټکي آسیا ته ویلې : یو تن د بصیر احمد صداقت په نامه چي غوښتل یې  دری سوه لس زره یو رو له هیواد څخه بهر ایران ته ولیږده وي د تلاشي پرمهال د پولیسو له لوري ونیول شو، او د پېښې په اړه د مسولو چارواکو له لوري پلټنه پیل شوي ده.

دا لومړی ځل نه دی چي د اسلام کلا پر پوله د پیسو د غیر قانوني لیږد مخنیوی کيږي بلکي د ښاغلي همت پر وینا څو ورځی مخکی هم د یو میلیون امریکایی ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه او تر لاسه شوي پیسي مسولو ادارو ته وسپارل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx